ویاله په شور دژرندې څرخ تاووي
هلته ترې پاس ببری او به لګوي
له ځان سره په خپل بې سوره اواز
د اولمیر استاد سندره وايي
شېبه، له پلارسره روانه ، کور ته
د پلاريې ژغ پر غاړه
او دې غوایان له پړو کلک نېولي
خو د پلو لاندې
کله خپل پلار ته ګوري
کله هم ماته خپلې سترګې په مسکا کږې کا
زه پرې پوهېږم ، ورنه لار چپه کړم
سیدو اکا د توت د ونې سر کې
وریو ته پانې څنډي
خو وري یې اخوا دړانده ماشم
په جواروګډ دي
هغلته وړاندې
بادام ګل په لوړه پوله ولاړ
په یوه سا باندې کنځلې کوي
چا ظالمانو یې بېګا د پالېزه هندواڼې
سره له بوټو وړي
شیشتۍ ابۍ غوا ته واښه ریبي
او له خپل ځان سره غورېږي وايي
خدای خودې ژبه په تالو کې ژغ که
چې څه سپېره خوله دې ده.
ور نه ور اخوا څو د کلي ځوانان
لوی ، لوی ويښته او مړزان لاسو کې
په پوله ناست دي، مسخري کوي
د بادام ګل په دې تازه کنځلو
خپلو منځونو کې په کړس خاندي
تاوس ماما په لویه لاره روان
پنډ یې پر شا لکه له ښارراغلی
وايي بادامه حوصله به کوي
ماته راګوري ، او په ورو وايي:
زما باور دی چې همدې اوږد څڼو
د بادام ګل د پالیز بیخ ایستلي
دا ببر سري زه ډېر ښه پېژنم
جومات ته هم نه راځي .
لمر لکه زېړه تبۍ غره ته نېږدې
له بر راغه رانېږدي کېږي د ګینګړيو اواز
دا نو خالو دی چې پاداه یې راغله
دا د سیرلي غږ نه دی !؟
د خالو برګ او کوچانی سپی دی
غاړه کې شل رنګ ځنخیرونه لري
او هر ځنیخیر کې یې جلا ګینګړی دی
لمر غورځیدلې او تیار غوړېږي
د دنګو دنګو، ګڼو ونو منځ کې
مرغیو شور جوړ کړي
او په همدې شور کې
د کلي ټول غږونه
په ورکیدو ښکاري
تش د مرغیو او ویالي شرهاردی
او زما په زړه باندې
اوس نو شېبه، شېبه شېبه ورېږي !!