یادونه : سږ کال د اګست په ۲۹ نیټه د خپلو تره ځامنوپه واده کې د ګډون لپاره ځاځیو ته روان وم . په لاره کې له پاړه چنار نه لږ وړاندې د پیواړ په سیمه کې دډیرو بارانونو له امله په خوړ کې توی راوتلی و او ټوله لاره بنده وه . مجبور شوم چې انتظار وکړم تر څو په توې کې اوبه کمې شي او موټر دتیریدو جوګه شي . له لږ ځنډ وروسته مې زړه تنګ شو او له موټر نه راښکته شوم .. یوه شیبه د سیند پر غاړه ولاړ وم .. که څه هم اسمان شین و او لمر ځلیدو ،خو ورسره نری نری باران هم وریدو ، چې په ټول چاپیریال یې جادو کړې وه . خدای شته پر ما یې هم ډیر تاثیر وکړ . په سیند کې مې روانو اوبو ته کتل او لاندې بیت مې پر زړه راوورید .. سم دلاسه مې درمل ته په میسج کې ولیږلو .ورسره حنبف حیران او قاسم عارف هم خبر شول . بس نو نور څه وو،زه په لاره او ملګري په پیښور کې ، د میسج له لارې زما په طرحه مشاعره پیل شوه. له نیکه مرغه به ووایم که له بده مرغه . لږه شیبه پس لاره خلاصه شوه او زه له پولې پورې غاړې ( ځاځیو ) ته واوختم . او هلته زماد موبايل سیګنل کار پریښود . خو تر کومه ځایه چې په مشاعره کې شریک وم هغه شعرونه دلته رانقل کوم .
په ادب :
حمید شجاع

طرحي غزل

داوبو په څیر روانه لږ راتم شه
درنه پاتې یم دورانه لږ راتم شه
(حمید )

زما ژونده زما ځانه لږ راتم شه
ولې ګرځې سرګردانه لږ راتم شه
( قاسم عارف )

د اوبو په څیر روانه لږ راتم شه
لمبې چیرې وړې جانانه لږ راتم شه
( حنیف حیران )

قافله دې په غوبار کې د پښو ورکه
څه خوساه واخله څاروانه لږ راتم شه
( درمل )

مونږ پر ځمکه ژوند ته نه پریږدوي خلک
ځوانه ستورو ته روانه لږ راتم شه
(قاسم عارف )

هسې نه لاره کې توی وي راوتلی
د شجاع صایب موټروانه لږ راتم شه
( د درمل شوخي)
٫٫٫٫٫٫٫٫٫
۲۹ اګست ۲۰۰۷
پیواړ ..کرمه ایجنسي