خپل له مينې منکريږې ياره څنګه؟
ته له ماځني بيليږې ياره څنګه؟
تا ويل ورستۍ لومړۍ مينه مې ته يې
اوس له بل سره اوسيږې ياره څنګه؟
ليونۍ دي په غمونو کې زه ګرځم
په محفل کې خوشحاليږې ياره څنګه؟
چې حساب په قيامت کيږي د دواړو
مخامخ به مې دريږې ياره څنګه؟
ستاچې عشق دخاطرې نه وي په زړه کې
په غمونو کې خنديږې ياره څنګه؟
12.08.2008
- sorosh
د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه
ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه
لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني
بيا به نو زه پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه
تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي
زه يې له سپينو ليڅو خوند بنګړو نه شور واخلمه
خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ
چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه
كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به
په نوې ښار كي پرې...
21.08.2008
- sorosh
ګرانه وروره اسلام عليکم
ګرانه وروره حکمت خانه !ډيره زياته مننه چې د هيواد معنوي او مادي خدمت ته دې ملا تړلې ده او خپل قيمتي وخت دې مصرفوې مادي خدمت داسې دى چې قلم، کاغذ، کمپيوټر، نټ او داسې نور به مصرفوې او معنوي خدمت ډير دى چې يادونه يې ناشونې ده خپل مغز کاروې، وخت لګوې او له قلم نه دې د خوشحاله افغانستان څاڅکي تويوې،په دې هيله چې د هيواد ټولې ميندې دې له خپلو دعاګانو اونه غورځوي.ګرانه وروره حکمت خانه کيداى شي ډيرې ستونزې مې په ليکلو او د ا...