ګرانه وروره اسلام عليکم

ګرانه وروره حکمت خانه !
ډيره زياته مننه چې د هيواد معنوي او مادي خدمت ته دې ملا تړلې ده او خپل قيمتي وخت دې مصرفوې مادي خدمت داسې دى چې قلم، کاغذ، کمپيوټر، نټ  او داسې نور به مصرفوې او معنوي خدمت ډير دى چې يادونه يې ناشونې ده خپل مغز کاروې، وخت لګوې او له قلم نه دې د خوشحاله افغانستان څاڅکي تويوې،په دې هيله چې د هيواد ټولې ميندې دې له خپلو دعاګانو اونه غورځوي.
ګرانه وروره حکمت خانه کيداى شي ډيرې ستونزې مې په ليکلو او د ادب کې وي  په دې هيله چې ټولې غلطۍ راته وبخښې.
هوسا او خوشحاله ژوند

 

په چل پوه شوم

اوس د مينې په چل پوه شوم چې سندرې خولې ته راغلې
ما جانان ته ويلې نه شوې څو خبرې خولې ته راغلې

ما په خيال کې وې ساتلې ما په خيال کې ژوند ورکړى
هغه ښکلې ښکلې پېغلې نازولې خولې ته راغلې

هغه ستغې غوندې نه وې هغه تا چې پرې دګلم
بس زما د زړه کيسې وې څو وتلې خولې ته راغلې

هيڅ په خيال کې مې ته  نه وې پاګل زړه مې وويل چې
فريدون قبوله کړلې ما منلې خولې ته راغلې