د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه
ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه
لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني
بيا به نو زه پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه
تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي
زه يې له سپينو ليڅو خوند بنګړو نه شور واخلمه
خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ
چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه
كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به
په نوې ښار كي پرې څلور منزله كور واخلمه
12.08.2008
- sorosh
نه مو جام پکار دی نه خمار پسې راغلي یومونږ د مستو سترګو په دیدار پسې راغلي یو
ژونده ! لیوني د بیابان دې نه یو ، تږي وؤدلته دسراب په سپین غبار پسې راغلي یو
مزد نشته ، د څو شیبو په بیه مزدوري کوؤښار ته د ګلرنګ جانان په کار پسې راغلي یو
مونږ به دې منصوره د تعظیم ګلان په سر شیندومه کوه ګمان چې په ګذار پسې راغلي یو
بس د مهاجرو بلبلانو دکاروان سره مونږه هم درمله په بهار پسې راغلي یو
...
20.08.2008
- sorosh
خپل له مينې منکريږې ياره څنګه؟
ته له ماځني بيليږې ياره څنګه؟
تا ويل ورستۍ لومړۍ مينه مې ته يې
اوس له بل سره اوسيږې ياره څنګه؟
ليونۍ دي په غمونو کې زه ګرځم
په محفل کې خوشحاليږې ياره څنګه؟
چې حساب په قيامت کيږي د دواړو
مخامخ به مې دريږې ياره څنګه؟
ستاچې عشق دخاطرې نه وي په زړه کې
په غمونو کې خنديږې ياره څنګه؟...