نه مو جام پکار دی نه خمار پسې راغلي یو
مونږ د مستو سترګو په دیدار پسې راغلي یو
ژونده ! لیوني د بیابان دې نه یو ، تږي وؤ
دلته دسراب په سپین غبار پسې راغلي یو
مزد نشته ، د څو شیبو په بیه مزدوري کوؤ
ښار ته د ګلرنګ جانان په کار پسې راغلي یو
مونږ به دې منصوره د تعظیم ګلان په سر شیندو
مه کوه ګمان چې په ګذار پسې راغلي یو
بس د مهاجرو بلبلانو دکاروان سره
مونږه هم درمله په بهار پسې راغلي یو
31.07.2008
- sorosh
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت...
12.08.2008
- sorosh
د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه
ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه
لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني
بيا به نو زه پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه
تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي
زه يې له سپينو ليڅو خوند بنګړو نه شور واخلمه
خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ
چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه
كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به
په نوې ښار كي پرې...