پاچا ته
خدای خبر چې زه به څومره ګناهګار يم
جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې
زه ددې ښار يو سپين ږيری اوستکار يم
ما لېدلي دلته توک په توک لښکرې
دا ماڼۍ کله ودانه کله ورانه
ما لېدلي پاچاهان تللي راغلي
کله نورو دروازې ور ماتې کړي
کله خپلو په خپل خلک وژلي.
نو پاچا! هسې خبر رانه اوږدېږي
اوس دې تاته په سل واره مبارک وي
د پرتم توغ دې تر ډېره رپاند اوسه
او خمان دې له ياقوتو درته ډک وي.
دلته ډېرې واکمنۍ دي مالېدلي
چې شاهان يې تختونو پرځېدلي
مالېدلي ورونو ورونه ړانده کړي
او تاجونه له سرونو غورځېدلي
زما ياد دي ولسونه پارېدلي
قيامونه، پاڅونونه ښوريدلي
دربارونه په سرو وينو کې لړلي
ښايستونه له ښارونونه لوټلي .
دا ولس څه عجيبه شانې ولس دی
په چا جوړې کړي ګنبدې منارونه
ها چې خپله يې له تخته غورځولي
په ډيوو باندې يې لمانځي زياتونه
ځينې ځينې يې په زړونو واکمني کړي
دي کلونه له مرګ وروسته هم ښاغلي
خو د ځينو يې بيا شناختې نړولي
او هډونه له قبرونو نه ايستلي .
نو پاچا پام دې د خداي وي – پام دې اوسه
(( دلته دم او قدم دواړه په حساب دي))
دلته خلک په جلا ژبه پوهېږي
چې يې هغه ژبه زده وي نو کامياب دي.
پاچا لږ که تندي ته لاس ورجګ کړې
هلته ډېر خلک په غرونو کې اوسېږي
ددې ړنګ ښار له ګردونو نه ور اخوا
په چينو او چينارونو کې اوسېږي.
لا په خونو کې د تيلو ډېوې سوزي
اود خټو په کورونو کې اوسېږي
په لاسو کې يې ټوپک، خولو کې ټپې وي
جنګيالي دي خو په مينه هم پوهېږي .
شور يې نه شته اوس يې وچ دي مست رودونه؛
نه يې پاتې دي چينې ـ نه چينارونه
د وطن مرغان يې نورو خلکو وړي
ريبل شوي يې د غرونو ګڼ ځنګلونه .
دا وګړي ډېر سپېڅلي ساده ګان دي
په يوه موسکا د ګل غوندې غوړېږي
خود جنګ ډګر کې هم بيا شنه زمريان
په وړو وړو خبرو راپارېږي .
که خبر شول چې په ښار کې رسوايي ده
بې لښکرو د پرديو واکمني ده
بس په هر څه کې له هر څه ازادي ده
د ايمان پت او عزت سوداګري ده.
که شول ژڼي هسکه غاړه نه وړي
که خبر شول چې يې ښار بيا پردی شوی
که خبر شول نه شملې نه لوپټې شته
نو به وايي چې پاچا لېونی شوی.
بيا به ګورې نغارې به راډنګېږي
بيا به ګورې ولسونه به خوځېږي
تندرونه به په شنه اسمان غورځېږي
بيا به ګورې له قبرونو به لټيږي
ګيلټي به له تېرانو نه راوځي
بيا به ګورې چې ښارونه به ورانېږي
بس يو موج به د نفرت او د غصې وي
بيا به ګورې ښايستونه به لوټېږي.
واه! پاچا ستاخو پر ټنډه خولې راغلې
پاچايي په ډېر لويو زړونو کېږي
(( چې فکرونه له سرونو نه واړه شي))
نو تاجونه له سرونو نه غورځېږي.
کابل افغانستان