اسلام

 له فطرت سره همـــــــــــــــــــغږى              د انسان د ښـــــــــکلا راز دى

د ژوندون د ناويـــــــــــــــــــــــــلي             او رنګين داستـــــــان اواز دى

څو خبــــــــــــــــــــرې د جانان دي             لـــــــــــــــــکه ښکلې مرغلرې

چې معشوق له ترې هار جوړ کړي              ويې پېيلې مرغــــــــــــــــــلرې

يوه نښه د الفــــــــــــــــــــــــــت ده                التـــــــــــــــــــفات د محبت دى

يو معراج د ارمــــــــــــــــــــــانونو               خپلـــــــــــــول يې کرامت دى

د مين د اوښـــــــــــــــــکو راز شي              چې په زړه کې ځاى پـيدا کړي

يو څراغ د تورو شپـــــــــــــــو شي            ورکې لارې کـــــــل رڼا کړي

د ''صــــــــــــــديق'' د زړه اواز دى             د ''عمــــــر'' د تورې زور دى

د ''عثــــــــــــــــــمان'' د سـخا بېلګه          د ''عــــــلي'' د ژوند انځور دى

نه ټاکلى مهــــــــــــــــــــال غواړي              نه منونــــــــــــکى د زمان دى

چې جذبه يې وي ښــــــــــــــــاغلې             بــــــــــس همغه يې جانـان دى

دا د شـــــــــــــــــــرق پرونۍ ناوې          نــــــــــــو بيا نن بې ستره ولې؟

دا له ناز او ښـــــــــــــــــــــکلا ډکه          دومــــــــــــــــره د بېقدره ولې؟