نثر نوى تعريف غواړي
د يوه څيز پيژند(تعريف) له دوو لارو کېږي، يو د هغه څيز د ماهيت، چې د يوه شي ځانګړنې رانغاړي، له پلوه او بل د پرتلې له مخې، چې په دغه دويمه طريقه کې يو څيز له يو يا څو څيزونو سره د پرتلې له لارې پېژندل کېږي. د نثر په تعريف کې هم د پرتلې توکى برلاسى وينو:
د نثر تعريف قاضي عبدالحليم اثر څه داسې کړى: نثر په لغت کې ښندلو، پاشلو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دى، چې د وزن له قيد نه خالي او ازاد وي.
دا يوازې قاضي صاحب نه دى، چې نثر داسې تعريفوي، بلکې زموږ ډېرو لويو پوهانو او ادبپوهانو نثر همداسې تعريف کړى او دا لا څه، چې ځينو پرې د قافيې د نه لرنې قيد هم ورزيات کړى، داسې يې ويلي؛ ''نثر.... د قافيې له بنده خلاص وي'' د دوى له وينا داسې ښکاري، چې بې قافيې وينا، که باوزنه هم وي، نثر دى، لکه ازاد او سپين شعر.
ښاغلى سيد انورلحق نثر داسې تعريفوي:
نثر په اصل کې د عربي ټکى دى او مانا يې ده نوستل، خورول او شيندل او اصطلاحي مانا يې د نظم ضد ده؛ خو اديبانو عالمانو د نثر لپاره علمي تعريف دا مقرر کړى '' هغه کلام چې په څه وزن يا بحر کې تړلى نه وي، نثر دى'' يا داسې ووايئ چې د ويلو، ليکلو او لوستلو عامه ايغه نېغه ساده او بې تکلفه ژبه، چې د وزن او د قافيو له تړون نه ازاده وي او سړى پکې هر قسم مفهوم او مطلب ه په ډېرې اسانۍ او ازادۍ سره بيانولاى شي، نثر دى؛ خو حقيقت دا دى، چې د نثر دپاره دا علمي تعريفونه ناکافي دى؛ ځکه، چې د يو قسم نثر په جملو کې د قافيې التزام وي او په يو کې د نوې زمانې د ازاد نظم په شان د وزن هم خيال ساتلاى شوى وي، بيا هم داسې کلام ته نثر ويلاى شي او ددې په مقابله کې که چيرې ازاد نظم واخلو، چې پکې يو مفهوم په ډېرو مسلسلو، روانو او ساده وضعو، وړو لويو او غير هم وزنه مسرو کې ادا کړى شوى وي. بيا هم داسې کلام ته نظم ويلاى شي، البته په نظم او نثر کې څرګند فرق دا دى، چې په نظم کې يو قسم تال يا ردم وي، يانې څه وخت، چې د منظوم کلام د يوې جملې يا مسرې تجزيه يا تقطيع وکړاى شي؛ نو د لفظونو د سيلابونو په ويلو کې چې کوم توازن، نظم او ضبط يا ترکيب او بندوبست وي، هغه په نثر کې نه وي؛ نو مناسب ده، چې وويل شي؛ نثر تر څه حده د نظم ضد وي. له دغو تعريفونو دې نتيجې ته رسو، چې د روان او عام فهم ليک په لړ کې، چې د ليک کوم توکى په استعمال راوستى شي، هغه نثر دى....
ښاغلى سيد انورالحق په دغه تعريف سره د نثري جملو له خپلمنځي اهنګ او وزنه، چې نن سبا يې ډنډوره غږول کېږي، نټه کوي او زيار اوباسي، چې هم په نثر پوره رڼا واچوي او هم د نثر په اړه د تېرو پوهانو اجمالي ويناوې او تېروتنې يا ښوېدنې ورسمې کړي؛ خو د قاضي صاحب د تعريف په څېر دا هم له نظم يا کېداى شي له شعر سره د مقايسې له مخې شوى او اصل خبره پکې د ځينو نااړينو شرحو له کبله ورکه شوې، دا ښيي، چې له ښاغلي انورالحق څخه هم لار نادرکه ده. بيا هم نوموړى د نثر لپاره د شويو تعريفونو کمښت او نه بسنه مني او د لازياتې سپړنې پلوى دى.
په تعريف کې وييز(لغوي) اړخ ډېر کم لاس لري؛ خو اصطلاحي خوا بيا د يوه شي د تعريف زړى جوړوي او ټول حساب په همدې برخه کېږي. د قاضي صاحب او ښاغلي انورالحق د تعريف په اصطلاحي، يانې اره برخه کې نثر د نظم پرخلاف بې وزنه بلل شوى او بايد همداسې وي؛ خو د نثر په تعريف کې يوه نيمګړتيا، چې نه يوازې اثر صاحب، بلکې ډېرى پوهانو تکرار کړې؛ دا ده، چې نثر يې له نظم سره د پرتلې په مټ يوازې ادب ته، چې د هنر يوه څانګه ده، ځانګړى کړى، سره له دې، چې نثر د هنر په شګلنو پولو نه راايسارېږي او علم ته هم لاره کوي. موږ معلوماتي نثر، چې يوازې د پوهنيز ارزښت څښتن دى او هنري تومنه نلري، هم لرو؛ خو په دغه تعريف کې په ناشعوري توګه نثر، همغه بلل شوى، چې که څم هم له وزنه ازاد وي، خو هنري ارزښت لري. په دې توګه ويلاى شو، چې د پاسني تعريف موخه يوازې هنري نثر دى، نه علمي. که د علمي نثر، چې موخه يې د هنري هغه په توپير معلومات ورکول وي او له همدې کبله ورته د معلوماتي نثر ويل زيات غوره دي، اصطلاح مو راسره منلې وي؛ نو دا به هم راسره ومنئ، چې نثر يوه داسې تعريف ته اړ دى، چې تر لوړ هغه يو څه پراخه او جامع وي او هغه ښايي داسې وي:
نثر هغه ليکلې وينا ده، چې که هنري ارزښت ولري او که نه؛ خو د وزن له قيده ازاد وي.
له تعريف هاخو، موږ د نثر نومونه يوازې د شعر په څنګ کې کاروو؛ مثلا، کله چې د يوه نثر ليکونکي، لکه استاد شپون، پر نثر خبرې کوو؛ نو داسې نه وايو، چې ډېر ښه نثر ليکي، بلکې وايو، چې د لنډو کيسو.... ژبه يې ډېر ښکلې يا ساده، روانه او.... ده؛ خو د دې پرخلاف که د يوه داسې ليکوال، چې لومړى شاعر دى، لکه کاروان صاحب، پر نثر غږېږو؛ نو بيا وايو، چې نثر يې هم ډېر ښکلى دى. زما موخه دا ده، چې موږ تل نثر د نظم (يا شعر) له مخې پېژندلى.
بايد ياده شي، چې د معلوماتي نثر په هنر ګڼنه کې ځينې ادبپوهان يو څه ښوېيدلي برېښي، چې په دوى کې يو سکاټ جيمز دى. نوموړي ادب په دوو برخو ويشلاى؛ يوه ته علمي ادب او بل ته هنري يا اغېز ښندونکى ادب وايي. د ده په اند علمي هغه دى، چې موخه يې د معلوماتو زياتونه يا رسونه وي او اغېز ښندونکى هغه دى، چې پر لوستونکي يا اورېدونکي ژور اثر وکړي. د دغه وېش انګېزه ښايي، هغه هنري ترکيبونه وي، چې په علمي يا معلوماتي نثر کې کارول کېږي، که څه هم په دغو څو ترکيبونو سره ټول نثر هنري نشي ګڼل کېدلاى. پر دې سربېره هغه منظومې او مسجع ويناوې، چې د بېلابېلو موضوعاتو شننه او د معلوماتو ارايه پر غاړه لري، هنري خوند ورنګ نلري، لکه، د پير روښان (مسجع؟) نثر او د پيروانو لخوا يې د نظم په مرسته ځينې ويل شوي تصوفي تحليلونه.
له بلې خوا، وزن هم نن سبا د نظم (يا شعر) له بړستنې پښې ايستلي او ځينې ليکوال يې په نثر کې هم شتون انګېري. د دوى په وينا د نثري جملو ترمنځ د موجود نثري وزن خيال ساتل پکار دي. ګنې جملې پرې او بې ربطه راځي. شعر هم د لويديځوالو په پېښو نور د نظم هممانا باله نشي، بلکې نظم او نثر چوکاټونه دي او شعر يې منځپانګه يا سبک دى، چې په دې توګه د شپون صاحب لنډې کيسې او نور هنري نثرونه هم شعر ګاڼه شي. په داسې ګواښنو حالاتو کې، چې هر څه د شعر په .... ورمنډل کېږى، بويه، نثر د نوي پېژند(تعريف)، چې تر تېر هغه يو څه پراخه او جامع وي، جامې واغوندي.