غزل

چې ستا ځان، چې ستا ژوند و، د ماضي تر پښو دې زېر شو

يو څوک دومره درنږدې شو، يو څوک داسې له تا هېر شو

مودې وشوې لا ژوندى يم، مودې وشوې، چې زړګى مې

د ښايست بازار کې ورک شو او د ښکلو منځ کې ګېر شو

په خپل کلي کې بېواکه، په خپل کلي کې بې نومه

چې زمونږ کلي ته راغى؛ نو ښاغلى شو او شېر شو

چې له تا نه شومه لېرې؛ نو زما شيرينه ياره

تنده هومره لېونۍ شو، ارمان وغوړېده ډېر شو

دا اجمل هم لېونى و، چې له تانه سپېلنى شو

ستا د خيال کلي ته راغى، ستا د زړه پر لاره تېر شو