يادونه: دا ژباړه د کتاب په بڼه هم چاپ شوې؛ خو ځينو کسانو نه دى ترلاسه کړى. (په بېلابېلو اديانو کې د الله(ج) تصور) د ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک اثر دى، چې دا درنه سريزه پرې سيد خالد مشهدي ليکلى. دلته به تاسې ته ټوک ټوک وړاندې شي.

                             څوک خو شته، چې دا نظام پرمخ بيايي

حضرت ادم''ع''، چې پخپله په جنت کې اوسېدلى او بيا د خپلې تېروتنې له کبله له جنته ايستل شوى، له حقيقي څښتن سره له نږدې اشنا و؛ ځکه يې ويل: ''خالقه موږ پر ځان ډېر ظلم کړى او که ته مو ونه بښې؛ نو موږ به د زيانمنو له ډلې شو''. ( قرآن ٧:٢٣)

د حضرت ادم ''ع'' او بي بي حوا لخوا څښتن ته رب ويل دا ښيي، چې د هغوى په ذهنونو کې د خداى تصور بېخي روڼ و، خو د وخت په تېرېدو سره د څښتن دغه روڼ تصور ورو ورو تتېده او د حضرت ابراهيم''ع'' پرمهال، چې د رسالت زمانه يې د ادم''ع'' له مهاله دومره لېرې هم نه وه، هرې خوا ته د بت لمانځنې تيارې خپرې وې. پخپله ابراهيم ''ع'' په يو داسې چاپېريال کې، چې له هر اړخه بت لمانځنې راګېر کړى و، سترګې وغړولې او لوى شو؛ نو د حضرت ابراهيم ''ع'' په ذهن کې د معبود په توګه د الله''ج'' تصور روښانه نه و. په قران کريم کې راځي:

''بيا چې پرې د شپې تياره خپره شوه؛ يو ستورې يې وليد، ويې ويل؛ دا زما خداى دى، خو چې هغه هم ولوېد؛ نو ويې ويل؛ زما له منځه تلونکي څيزونه نه خوښېږي. بيا يې سپوږمۍ وليده، ويې ويل؛ دا زما خداى دى؛ خو چې هغه هم ولوېده، نو ويل يې: که زما رب ماته لارښوونه ونه کړه، زه به بې لارې شم. بيا يې چې لمر وليد؛ ويې فرمايل، چې دا زما خداى دى؛ ځکه دا تر ټولو لوى دى؛ خو چې هغه هم غروب شو؛ نو ويې ويل: زه ستا له شرکه بېزاره يم''.                    ( قرآن کريم ٦:٧٦:٧٧:٧٨)

په قرآن کريم کې چې د ځانګړي اسلوب او انداز څښتن دى، مهال او تون کوم ارزښت نه لري او نه پر يوه ځاى د دريو بېلابېلو کيفيتونو د بيان موخه دا ده، چې ګنې دغه کار پر يوه ورځ شوى. ښايي پردغه کار پرله پسې څو مياشتې يا کلونه لګېدلي وي او بيا ابراهيم''ع'' دا پايله ترلاسه کړي وي، چې تېروتى او حقيقي رب بل دى.

که څه هم د خداى په اړه دا خبره چې؛ له طبيعته لوړ ځواک دى او زموږ پر ژوند خپور وور او بې بريده دى، هر چا منلې؛ خو د ''څښتن څوک دى؟'' يا ''څښتن څه شى دى؟'' په څېر پوښتنو تل پر بشري ذهنونو واکمني کړې. د څښتن تصور په هر مذهب کې ځانته رنګ لري؛ خو په اسلام، يهوديت او عيسايت کې بيا بېخي روڼ او واضح دى.

                                   د اسرايلي پېغمبرانو خداى      

د لويديځ نامتو مذهبپوه کېرن ارمسټرانګ په خپل کتاب       “A History of Godکې وايي: '' د څښتن په اړه به د اسرايلي پيغمبرانو احساس دوى له سخت جسماني درد سره مخ کول او د دوى زړه او ذهن به يې د غصې او وياړ په يورنګه کيفيت اخته کول''.( کيداى شي له دې وينا څخه موخه د وحې کيفيت وي)

نوميالي مسيحي مبلغ ويلهم شمټ په خپل کتاب''The origin of the idea of God''کې ليکي: '' په لومړيو کې د يوه خداى لمانځنه کېده. دا خو وروسته بيا سړيو او ښځمنو د ارباب الانواعو او الهو لمانځنه پيل کړه. د يوه څښتن تصور تر ډېره وخته انساني ذهنونو ساتلى و. پر هغه مهال خلکو همغه يو څښتن ته، چې دا نړۍ يې جوړه کړې او ورته ځير دى، لاسونه لپه کول او  ګروهمن وو، چې خداى د دوى ټول کړه وړه څاري او د دوى د ګناهونو سزا ورکوي؛ خو څرنګه چې حقيقي خداى ډېر لېرې او لاس رسى ورته ناشونى و؛ نو په کراره کراره انسانانو د کوچنيو خدايانو، چې که څه هم واړه وو؛ خو د لمس وړ وو او ليدل کېده، لمانځنه پيل کړه.

                              د ابراهيم او موسىٰ خداى

په تورات کې د توحيدپالنې بنسټګر ابراهيم''ع''، چې له خپل پلرني ټاټوبي يې کډه وکړه او په کنعان کې هستوګن شو، بلل شوى. په قرآن کريم کې هم د حضرت ابراهيم''ع'' د توحيدپالنې په اړه ډېر څه ويل شوي، چې د بت ماتونې پېښه او د يوه خداى عبادت ته د خپل پلار بلنه پکې ډېره مشهوره ده.

په تورات کې راغلي چې کنعان ياني اوسني اسرايل ته د اولنيو عبرانيانو راتګ په دريو پړاوونو کې ترسره شوى و: لومړى پړاو، چې تر ميلاد ١٨٥٠ کلونه مخکې رامنځته شوى، په ابراهيم''ع'' او هيبرون پورې اړه لري، دويم هجرت د ابراهيم''ع'' د لمسي يعقوب''ع''چې د اسرايل( څښتن ته ښايي چې اوس د خپل ځواک ښکارندويي وکړي) لقب يې وګاټه، په مشرۍ ترسره شو. دا ځل عبرانيان په شيهم يانې د اردن د رود پر لويديځه غاړه په ننني نابلوس کې دېره شول. د تورات له مخې د يعقوب''ع'' زامن، چې د بنى اسرايلو د دولسو خېلونو( قبيلو) بنسټګر وګرځېدل، په کنعان کې د سختې وچکالۍ له کبله مصر ته کډه شول. ( په قرآن کريم کې هم دا پېښه بيان شوې، چې يوسف''ع'' خپل پلار او ورونو ته د مصر د ورتګ بلنه ورکړه). د عبرانيانو د کډوالۍ درېيم پړاو له مصر نه د کنعان پر لور تر ميلاد ١٢٠٠کاله له مخه بشپړ شو. دغو قبايلو به ويل، چې مصريانو دوى مريان کړي وو او اوس د يهوىٰ په نوم يوه خداى، چې د دوى د لارښود موسىٰ ''ع'' خداى دى، ازاد کړه. دغه خلک کنعان ته په زور راننوتل او د ځايي خلکو په څېر يې ځان بنى اسرايل بلل.

د تورات په وينا، کومو خلکو ته چې موږ لرغوني اسرايل وايو، هغه له آره د بېلابېلو توکمونو يو ټولى و، چې د موسىٰ ''ع'' پر خداى ''يهوىٰ'' باندې د ايمان درلودو له امله ترې يو توکم جوړ شوى و. ( د قرآن کريم پر بنسټ، موسىٰ ''ع'' بنى اسرايل د مصريانو له مرييتوبه خلاص کړه او فلسطين ته يې راوستل؛ خو د خپل سرغړاوي له کبله څلويښت کاله د سينايي په بيدياوو کې پاتې شول او د موسىٰ ''ع'' په ژوند بيت المقدس ته نننوتلاى شو). تورات څومره په مهارت سره خداى ته ''يهوىٰ'' وايي او خلک تېرباسي. د يادونې وړ ده، چې (اوسنى) تورات د موسىٰ ''ع'' تر مړينې سوونه کاله وروسته د هغه پيروانو ليکلى او تر ډېره د باور وړ نه دى.

د تورات له پنځو کتابونو څخه د پيدايښت( (Genesisاو د خروج(Exodus) د کتابونو په دوو ليکوالو کې يواځې ''جى'' (J)خپل خداى ''يهوىٰ'' بللې، سره له دې چې بل ليکوال، چې اي(E) نومېږي، څښتن د ايلوهم(Elohim) په نامه پېژني.

جى''J'' د نړۍ د پيدايښت په اړه ليکي: '' کله چې يهوىٰ خداى ځمکه او اسمان پيدا کول؛ نو پرځمکه شين بوټى نه و؛ ځکه تر دغه دمه لا يهوىٰ پر ځمکه اورښت نه وکړى او نه پر ځمکه د کر لپاره کوم انسان پيدا شوى و. بيا له ځمکې نه نېزونه راووتل او ټوله ځمکه يې لمده کړه. يهوىٰ څښتن د ځمکې له خاورې نه انسان جوړ کړ او په بدن کې يې ورته ساه وپوکله او ژوندى يې کړ''.

د تورات له مخې يهوىٰ(خداى) ابراهيم ته امر وکړ، چې اوس يو خاص ځاى ستا منزل دى او ستا به دومره ډېره اولاده وي، لکه د اسمان ستوري.

                                          يهوىٰ څوک و؟

پوښتنه دا ده، چې يهوىٰ څوک و؟ او ايا ابراهيم هم د همغه خداى، چې موسىٰ پرې ايمان راوړى و، عبادت کاوه. که نه د ابراهيم خداى څه بل نوم درلود؟ په دې اړه د تورات څرګندونې سره ډېر توپير لري. د جى''J'' په نوم د تورات يو ليکوال وايي، چې انسانانو د ادم''ع'' د لمسي له وخته د يهوىٰ نومي خداى لمانځنه کوله؛ خو تر ميلاد شپږ پېړۍ له مخه د ''پيدايښت'' د کتاب ليکوال پي''P''  بيا په دې اند دى، چې بنى اسرايلو ''يهوىٰ'' هله وپېژنده، چې موسى''ع'' ته يې د يوې ونې ترڅنګ خپل يو څرک وروښود. ''پي'' زياتوي؛ يهوىٰ همغه خداى و، چې ابراهيم يې لمانځنه کوله، خو توپير يواځې دا و، چې ابراهيم د ''الشدايي'' په نوم پېژنده او د ''يهوىٰ'' له نوم سره يې اشنا نه و.

له دې څېړنې دا پايله اخيستلاى شو، چې د بنى اسرايلو درېواړو لويو پلرونو، ابراهيم''ع''، زوى يې اسحاق''ع'' او لمسي يې يعقوب''ع'' پر توحيد ټينګ ايمان لاره، يانې د يوه څښتن لمانځنه يې کوله؛ ( موږ مسلمانان هم پر يوه څښتن ګروهمن يو) خو لومړنيو بنى اسرايلو يا عبرانيانو کفري ګروهې هم درلودې او د مردوک، بال او انات په نوم ارباب الانواع او الهې يې لمانځلې.

د تورات د ''پيدايښت'' په کتاب کې د حضرت ابراهيم''ع'' پېښه په اوښتې(مسخه شوې) بڼه بيان شوې او په دې توګه د کفرې عقيدې لپاره تبليغ شوى. د تورات له مخې؛ ابراهيم''ع'' يوه ورځ په هيبرون کې د بلوطو د ونې ترڅنګ درې نااشنا څېرې وليدې، چې له ځان سره يې خپلې خېمې ته راوستې. هغوى يې په خېمه کې کېنولې او پخپله کاله ته ننووت، چې ډوډۍ ورته تياره کړي. د خبرو اترو پرمهال ابراهيم''ع'' پوه شو، چې په دغو درېواړو کې يو د هغه خداى (يهوىٰ) دى (نعوذ باالله) او دا دوه نور مله ورسره پرښتې دي. د قرآن کريم د بيان پر بنسټ؛ دا پرښتې وې، چې ابراهيم''ع'' ته يې د زوى د زوکړې زېرى ورکاوه او لوط''ع'' يې د هغه پر قوم له رارون عذاب نه خبراوه.

په تورات کې داسې ډېرې بې بنسټه کيسې راغلي چې يوه پکې دا هم ده، چې ابراهيم''ع'' يو شپه له يوه نااشنا سړي سره غېږ په غېږ شو او ټوله شپه يې ورسره په څملولو تېره کړه، سهار ورته څرګنده شوه، چې بېګانى سړى بل څوک نه، د ده خداى و. (نعوذ باالله) پر دې سربېره په تورات کې دا بحث، چې ايا د موسىٰ خداى(يهوىٰ) او د ابراهيم خداى(ايل يا ايل شدايي) يو خداى و، که نه سره بيل وو؟، هم شته. په تورات کې راځي، چې ''يهوىٰ'' له آره د مدين خداى و، چې موسىٰ ''ع'' ورسره پر هغه مهال، چې د خپل خسر رمې يې پوولې، ليدلي و. دا څرګندونې د قرآن کريم له بيان سره يوڅه ورته والى لري. د تورات په وينا، موسىٰ ''ع'' يوه ونه وليده، چې رڼا ترې راوته، خو سوزېده نه. موسىٰ چې ونې ته ورلنډ شو؛ نو يهوىٰ(خداى) په خپل نوم راوباله. هغه (موسىٰ) ورته په ځواب کې وويل ''زه حاضر يم''. ( ''هنى ني'' هغه الفاظ وو، چې د موسىٰ ''ع'' له خولې د ځواب په موخه راووتل. يواځې موسىٰ ''ع'' نه، بلکې هر اسرايلي پيغمبر به د څښتن په ځواب کې همدغه الفاظ کارول). خداى ورته وويل '' نږدې راشه او خپل پښاک(پيزار) اوباسه، ځکه ته پر پاک ځاى ولاړ يې. زه ستا د پلار خداى يم، زه د ابراهيم، اسحاق او يعقوب خداى يم''. موسىٰ (له ويرې) خپلو سترګو ته لاسونه نيولي وو او څښتن ته يې کتلاى نشو.

                                                           ( د پيدايښت کتاب، ٢٤:٤٩،٤٢:٣١)  

بنى اسرايل له دې سره سره چې موسىٰ ''ع'' د يوه خداى لمانځنې ته رابلل او د طور له غره يې ورته الهى احکام راوړل، د ارباب الانواعو او الهو لمانځنه کوله؛ لکه د سرو زرو د خسي (سامري) عبادت، چې په قرآن او تورات دواړو کې يې يادونه شوې ده.

د تورات د ''خروج'' په کتاب کې راغلي، چې که څه هم له مصر څخه د هجرت پرمهال بنى اسرايلو د يوه څښتن د لمانځنې ژمنه کړې وه؛ خو وروسته يې بيا هېره کړه، چې له کبله يې يهوىٰ(خداى) بنى اسرايلو ته په ټينګه وويل، چې که له شرک نه لاس وانخلي؛ نو هلاک به يې کړي. د يهوىٰ(خداى) او د ارباب الانواعو او الهو د پيروانو ترمنځ دا نانندرۍ، چې پر ټوله نړۍ يې ژور اغېز وښانده، تر ډېره وخته روانې وې. دا خلک، چې د لومړنيو انسانانو زامن وو، د شمېر د زياتوالي له کبله د ډوډۍ او هستوګنځيونو په لټه له خپلو ټاټوبو وخوځېدل او پر ځمکه تيت شول. نويو ځايونو ته يې خپلې ګروهې هم يوړې، چې بيا د واټن د زياتوالي له امله پکې بدلونونه راغله. بيا داسې هم وشو، چې يرغلګرو ځواکونو خپلې مذهبي عقيدې پر نيول شويو اولسونو وتپلې.

د عربو په څېر د نړۍ هر ملت پر يوه ''لوى څښتن'' ايمان درلود؛ خو دغو ظاهر پاليو د ''غيبي ايمان'' په تصور کې راښکون او زور نه ليده، ځکه يې د مادي څيزونو او ښکارندو ( لکه، اور، بت، لمر...) لمانځنې ته مټې راونغښتې. د دوى په وينا، دغه ''واړه خدايان'' ''لوى خداى يانې حقيقي څښتن'' ته د دوى لپاره واسطه کېږي. عربو به هم  د نورو بت لمانځونکيو په شان د نېکو وګړيو مجسمې او بتان جوړول او بيا به يې د هغوى عبادت کاوه. په عربو کې د بت لمانځنې بنسټګر د ''بنو خزاعه'' مشر عمرو بن لحى و، چې په يوه مذهبي چاپيريال کې رالوى شوى او هرچا ورته په درنه سترګه کتل. عمرو بن لحى يوځل سوريې ته لاړ، هلته يې وليدل، چې خلک د بتانو عبادت کوي؛ نو ده هم له ځان سره د ''هبل'' په نوم يو بت راووړ او په کعبه کې يې کېښود او خلک يې د دغه بت لمانځې ته راوبلل. عربو دغو بتانو ته د خدايانو په سترګه نه کتل؛ بلکې دوى يې د څښتن نږدې او غوره وګړي بلل، ځکه يې د دوى لمانځنه کوله. همدا راز د لات، منات او عزىٰ لمانځځايونه(معبدونه) د خداى د زامنو معبدونه ګڼل کېده. ''لات'' له آره د ''طايف'' يوه نېکه ښځه وه، چې وروسته يې بيا مجسمه جوړه شوه او لمانځنه يې پيل شوه. د ''لات'' لمانځنه، لکه نن سبا چې نړيوال د نومياليو اشخاصو مجسمې جوړوي او د احترام په موخه ورته سلامي وړاندې کوي، د درناوي په نوم پيل شوه، چې وروسته يې بيا د لمانځنې بڼه غوره کړه.

له دې هرڅه سره سره نړيوالو د حقيقي څښتن اړتيا تل انګېرلې او د هغه د موندنې هڅه يې کړي. د ملحدينو په اړه يوه پېښه ډېره مشهوره ده، چې يوځل په انګلستان کې يوې ادارې ته، چې خلکو ته به يې د خداى د شتون په باره کې دلايل وړاندې کول، يو سړى راغى. څرنګه چې دغه سړى کلک ملحد و او پرڅښتن يې ايمان نه درلود؛ نو د ادارې غړي يې وننګول او ورته ويې ويل، چې د څښتن د شتون نښې وروښيي. د ادارې يو غړى پاڅېد او پر ملا يې يوه کلکه لغته ورکړه. ملحد سړى خوږ شو او ناڅاپه يې له خولې ووتل ''واى الله''. له دې سره د ادارې غړي مخ ورواړاوه او ورته کړه يې: ''دغه خداى مو ياداوه''.

په شپېتمه لسيزه کې د امريکا مشهورې اونيزې(Time) د (A God must be but if  not one must be created) (يانې د خداى شتون يوه جدي اړتيا) تر سرليک لاندې يوه بوږنوونکې ليکنه خپره کړه. د ليکنې د عنوان له پاسه کښل شوي وو: (Is God dead) ''نعوذ باالله''. دا خو خير د امريکايانو دود دى؛ خو پخپله دا خبره، چې که د خداى پر شتون ايمان هم نلرې، نو اړ يې چې ځان ته يو جوړ کړې، د خداى پر اړتيا دلالت کوي.              

انسان د خپل فطرت له مخې داسې چاته چې د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکړاى شي او زړه يې پرې اوبه وڅښي، اړتيا لري. لکه څنګه چې د يوه کوچني لپاره تر مور بل لوى نعمت نشته، همدغسې زموږ لپاره تر الله''ج''، چې له موږ سره مينه لري، روزي راکوي، فرياد مو اوري او پر موږ باندې تر خپلې مور اويا ځله زيات مهربانه دى، بل غوره مرستندوى او د ډاډ ځاى نشته.

دا پر انسان باندې څښتن ډېره لويه لورېينه کړې، چې خپل لورى يې ورښوولى. انسانان هم چې کله په ربړو او کړاوونو کې راايسار شي؛ نو څښتن ته مخه کړي او د پښېمانۍ د څو څاڅکو اوښکو په تويولو له ستونزو او کړاوونو راووځي. همدا راز د څښتن عدالت او د مجازاتو قانون ته وګورئ، چې څرنګه يې د نړۍ تعادل ساتلى او هيچا ته دا اجازت نه ورکوي، چې نړۍ له ګواښ سره مخ کړي.

نن سبا انسان سپوږمۍ او مريخ ته ورسېد او لا لګيا دى نوي حقايق راسپړي او پرمخ ځي. که انسان همدغسې ګړندى روان و؛ نو يوه ورځ به پخپله پوه شي، چې؛''يو څوک شته چې دا نظام پرمخ بيايي''.

''په بېلابېلو مذهبونو کې د څښتن تصور'' د ډاکټر نايک څېړنه ده، چې تاسې به يې په راروانو مخونو کې ولولئ؛ خو هر لوستونکي ته ښايي، چې څښتن ته د اسلام په سترګيو وګوري؛ ځکه نن سبا همدغه يو الهامي کتاب دى، چې باور پرې کېداى شي او الله''ج'' د انسان د لارښوونې لپاره رالېږل.