زما جلان يوه ورځ مې خپل ياران په زړه ډېر راوورېدل،غوښتل مې چې ويې ګورم او په ديدن يې دخپل زړه تنده ماته کړم.په همدې نيت پورته شوم او د خپل کتابتون له يو ګوټ مې خواره واره شعرونه راواخيستل. دا شعرونه ما د يادګار په توګه له ځان سره سنبال کړي دي . تر دې تر مخه چې د شعرونو په لوست پيل وکړم، د جلان له دې قطعې سره مخ شوم: څه وکړم لمبو په مخه کړی يم څنګه تاته تېرې کيسې وکړمه خدای دې يوه شپه جانانه راوله بيا به درته ډېرې کيسې وکړمهکله مې چې دا قطعه ولوسته،تلوسه راسره پيدا شوه چې اخر جلان کومې خبرې غواړي، وکړي. د جلان په خبرو د پوهېدلو لپاره اړ شوم چې هغه وګورم او ورته ووايم چې ستا د خبرو او کيسو ارمانجن يم، ستا د شعر له شاليد سره بې کچې مينه لرم، ددغې ليونۍ مينې په پار ماته خپلې کيسې وکړه.کله مې چې دجلان دشعر دروازه وټکوله او ورننوتم؛ نو له يوه ښکلي، سپيڅلي او له مينې ډک جلان سره مخ شوم. دغه جلان له مشر جلان سره دومره توپيرنه درلود او دايې ثابتوله چې مشر جلان له خپل هنر سره کلک تړاو لري او له خپل هنر سره صادق اوريښتنی دی.تريوڅه چوپتيا او ځنډ وروسته مې دجلان دشعر جلان په خبرو راووست او و مې اننګېرله چې جلان لېونۍ مينه کړې، يوه داسې ليونۍ مينه چې سړی په خبرو راولي، او داسې خوږ ژبی شاعر ترې جوړ کړي چې سندرې يې دسرو زرو په او بو پرېولې وي.جلان ددنګوغرونو غوندې دنګ دی او دنګې حوصلې لري. څښتن پرې ښکلې ځواني لورولې؛ خوماته يې تر ځوانۍ، شعر ډېرخوند راکوي او هر کله مې ورته دده شعر په سترګو کتلي دي. د جلان په شعر کې يو ليونی درد پروت دی او ددغه ليوني درد له مخې يې ډېری لوستونکي خوښوي.جلان زموږ دټولنې غوښتنوته پام سره دښه شخصيت څښتن دی او شاعري يې هم دده دښه سړيتوب استازې ده.جلان يو تکړه او دنوي کول سرلاری شاعر دی، په شعر کې يې ټولې هغه ښېګڼـې پرتې دي چې يوښه شعر يې لري او که څوک مې داخبرې له هغه سره دملګرتيا زېږنده ونه بولي، نودا به هم ووايم چې جلان سره له دې چې ځوان او نوی شاعر دی، شعر يې ډېر پوخ دی. جلان تر يوه پاخه شاعره په هيڅ ډول کم نه دی.جلان که څه هم د شاعرۍ ډګرته نوی راوتی؛ خودومره پاخه شعرونه وايي چې ډېرو نومياليو شاعرانو دخپلې شاعرۍ په پاخه پړاوکې هم نه دي ويلي. جلان يو نوښتګر شاعر دی. دهغه ترکيبونه، وييونه او لنډه داچې ټول شعرونه دنوښت په ګاڼه پسولل شوي.جلان په خپله شاعرۍ کې ادبي صنعتونه پريمانه کاروي او هنري نزاکتنوته ژوره پاملرنه کوي. دجلان شاعري د هر چاخوښېږي، ځکه جلان له خپل هنر سره ريښتنی دی او هنر ته کلکه عقيده لري.جلان په ادب کې دنوښت په ارزښت او راز پوه دی او په دې پوهېږي چې څولاسي هنري تجربې د چا نه خوښېږي، له همدې کبله چې کله ښه شعر ليکي؛ نو اريوب ته منډه کوي. دجلان خپله خبره ده چې دکابل په پرتله په اريوب کې ډېر شعرونه ليکي. زه نه پوهېږم چې پر جلان د اريوب ښکلې شاعرانه سيمه دشعر ښاپېرۍ لوروي او که دهغه خپلې ستړې سانيولې خاطرې، کيدای شي سړی ووايي چې ددواړو امتزاج، يانې هم داريوب ښکلې غرنۍ سيمه او هم له دغو غرو رغو اوباغونو سره دنوموړي تړلې ماضي. پر هر حال زه چې کله هم دجلان شعر اورم يايي لولم، نوپه ذهن کې مې دجلان دښکلي اريوب يو روڼ انځور جوړ شي، دجلان په شعر کې زه ځان وينم او هغه دغني خان بابا خبره خپل درد راته په کې له ورايه ښکاري. دجلان توري ماښاميز ماښاميز دي، دهغه جانان د سندر غاړي په څېرله ډېرو عېبونو سره سره مينه ناک دی او همدغه مينه ده چې له جلانه يې خوږ ژبی غزلګر جوړکړی.جلان پر غزل سر بېره نورو شعري ځيلونوته هم لاس اچوي؛ خو د غزل ښکلا ته يې ازاد نظم او نور نه شي رسېدلای. د جلان غزل دپښتو په اوسنيو سرلارو غزلو کې راځي او هر شاعريې د سبک د تقليد تنده پر زړه ساتي. که جلان زمامني؛ نو له غزل پرته دې نوره شاعري کمه او ازاد نظم دې بېخي نه ليکي، يوازې غزل دې ښکلی کړي، ځکه غزل يې ټولې هنري ځانګړنې لري: خېردی که کېناستمه ستاد لوپټې سيوري ته واورې هم کله کلـه غېږه کې سپين غرپټوي وژني مې ګام پرګام خوبيا هم مينه ناک دی جانان د سندر غاړي سل عيبونه يوهنر پټوي په ګاږه ژوند کې جلان تمه دژوندون نلرم بېړۍ چې ماته شي ضرور يې سمندر پټويپه پای کې به جلان ته په لږ بدلون سره دده د خپل شعر په ژبه همد ومره ووايم چې: داډېره ښه شوه چې دچادښېرو مل شوی يې شکر يوتار خود پاسته ماسته بخمل شوی يې.