د ''نهيلي ولې؟'' ژبنۍ نيمګړتياوې

 ''نهيلي ولې'' د محمد حنيف حيران ژباړه ده، چې په منځنۍ کچه په يوسلو دريو مخونو کې نوې له چاپه راوتې. کمپوز يې پخپله ژباړن کړى او چاپ چارې يې دانش خپرندويې ټولنې ترسره کړي. د کتاب پر لومړۍ پښتۍ د ژباړې له نوم سره سم د يوې اندېښمنې نجلۍ انځور کښل شوى.

 دا ژباړه پر داسې مهال له چاپه راوځي، چې زموږ د ټولنې نږدې هر وګړى د بې کوريو، شخړو او بېوزليو له کبله په اروايي ناروغيو اخته دى. زموږ ټولنه د بې خرته شعري ټولګو او نثرونو پر چاپ سربېره ارواپوهنيزو اثارو ته هم اړتيا لري او موږ بايد دغې اړتيا ته په پام سره، يواځې د ادبي پنځونو پر چاپ بسنه ونکړو، بلکې د ټولنې له غوښتنو سره سم د اروايي ستونزو د حل لپاره هم ځينې کتابونه چاپ کړو. زموږ دا کار به څو ګټې ولري:

١- له دې لارې د خپلو ژبوالو د اروايي ناروغيو درملنه کولاى شو.

٢- خپله ژبه بډايه کولاى شو، يانې پر ادبي او نوره پانګه سربېره يې له ارواپوهنيزې پانګې برخمنولاى شو.

٣- له پښتو ليک ولوست سره د ټولنې اړيکې، چې نن سبا يې جدي اړتيا ده، نورې هم غزولاى شو.

٤- د پښتو ژبې لپاره مارکيټ پيدا کولاى شو، ځکه بې له مارکيټه زموږ ژبه په پښو نشي درېداى او مارکيټ هله پيدا کولاى شو، چې د خپلې ټولنې غوښتنو ته پام وکړو او خپل لوستونکي، که هغه محصلين يا زده کوونکي وي او که عام وګړي، نورو ژبو ته اړ نه باسو.

دا خو وه په پښتو کې د ارواپوهنيزو اثارو د اړتيا خبره. اوس به په پښتو کې د ژباړې پر اړتيا يوڅه ووايو:

نن سبا پښتو ژباړې ته همغومره اړه ده، لکه ساکښ چې د خپل ژوند د بقا لپاره خواراک څښاک ته اړ وي. که څه هم د پښتو پلو اوس له هر راز هنري ليکنو او شعرونو ډک دى؛ خو دا هر اړخيزې پنځونې له دې دومره ډېروالي سره هم د پښتو ژبې اړتيا نشي هوارولاى، ځکه زموږ لوستونکي اوس هم د خپلو پوهنيزو پوښتنو د هواري او زياتې پوهې د ترلاسي لپاره پرديو ژبو ته اړ دي. په پښتو کې شته هنري پانګه ( نثر دى، که شعر) د خپلو لوستوالو هنري تنده ماتولاى شي، خو پوهنيزه پانګه يې بيا په هېڅ ډول له خپلو ګاونډو ژبو سره د سيالۍ وړتيا نلري. زموږ محصلين اوس هم د پخوا پڅېر انګليسي، پارسي او اوردو ته اړ دي او له پښتو بېزاري ځکه ښيي، چې څه پکې نه ويني. موږ خپله ژبه هله عامولاى شو، چې له اقتصادي او سياسي ځواک سره سره ژبه په هراړخيزو پوهنيزو هستونو او ژباړو ونازوو، چې په دې کار سره به د نورو ژبو عام  وګړي او محصلين هم د بېځايه تعصب پرځاى زموږ د خوږې پښتو لوست ته اړوځي. زموږ خپرندويو ټولنو ته ښايي، چې د ادبي هغو ترڅنګ طبي، ژورنالستي، ارواپوهنيز او داسې اثار او د هغو ژباړې خپرې کړې، چې موږ او زموږ پوهنيزي ادارې ورته اړتيا لري، ګنې يواځې د هنري پنځونو په چاپ نه شل کېږي.

تر دې دومره خبرو وروسته به لوستونکي د دې ژباړې پر ارزښت پوه شوي وي. زه د دې ژباړې پر سکالو(موضوع) څه نه وايم؛ ځکه دا زما مسلک نه دى او بې هغې هم په ژباړه کې موضوع او فکر د ليکوال مال وي، ژباړن يې يواځې د ژبې د بدلون پړه پر غاړه لري؛ نو زه يې هم پر ژبه غږېږم.

ژباړه په درې ډوله ده؛ لومړنۍ ته کلمه په کلمه ژباړه وايي، لکه د مذهبي کتابونو کټ مټ ژباړه، دويمې ته جمله په جمله او درېيمې ته ازاده ژباړه وايي. په لومړي ډول کې ژباړن يواځې ليکوال ته ژمن وي او د بل چا پروا نکوي. په دويم ډول کې يو څه خپلې ټولنې او ژبې ته هم ځير وي، په دغه ژباړه کې که د جملو خپلمنځي اهنګ وساتلاى شي، نو ژباړه ډېره خوږه راځي. په درېيم ډول ژباړه کې ليکوال يواځې د خپلې ژبې غم اخيستى وي، آرې ليکنې ته نه ګوري؛ خو بيا هم موضوع يوه وي. په دې ژباړه کې فکر او سکالو د ليکوال وي او وييونه(الفاظ) د ژباړن. زه د حيران ژباړه د دويم ډول ژباړې بېلګه بولم، ځکه ژباړن يې هم ليکوال ته ژمن دى او هم يې خپله ټولنه له پامه نه ده غورځولې؛ خو کله ناکله يې پر خپله ټولنه خاورې وراړولي او پر پښتو يې د ړندې ژباړې په مټ ځينې وييونه او جملې ورتپلي دي، چې پيل به يې له نيوليکه وکړو:

په نيوليک کې څلورم سرليک دى، چې '' ښاريان د کليوالو په پرتله زيات په ډپرېشن اخته کېږي''، دغسې جملې، چې ځينې ليکوال پکې د ''پرتله'' پرځاى ''نسبت'' کاروي، د پښتو ژبې له ګرامري جوړښت سره هېڅ سمون نلري. په پښتو کې د دوو څيزونو پرتلنه(مقايسه) په ''تر'' کېږي؛ لکه بريالى تر توريالي لوړ دى. دا پورته جمله داسې سمېدلاى شي؛ ''په ډپرېشن تر ښاريانو کليوال ډېر اخته دي'' يا '' ښاريان تر کليوالو ډېر د ډپرېشن ښکار دي''. داسې هم راتلاى شوه؛ ''د ډپرېشن کچه په ښاريانو کې تر کليوالو لوړه ده''. په اووه اويايم مخ کې هم يوه جمله راغلې؛ '' ...نجونې به مو ليدلې وي، چې په درسونو کې له هلکانو څخه ډېرې ذهينې وي''. دا غبرګه جمله داسې راځي؛ '' ...نجونې به مو ليدلې وي، چې تر هلکانو په زده کړه کې تکړه وي''

بل سرليک دى؛ ''تاسې بايد فکر وکړئ'' که په دغه جمله کې ''تاسې'' لېرې کړاى شي؛ نو د جملې په مانا کې هېڅ ډول بدلون نه راځي؛ بلکې همغه فاعلي ورستاړى(ئ) د دويم ګړي(مخاطب) ښه استازي کولاى شي؛ داسې: بايد فکر وکړئ.

د دې سرليک '' د خپلې کورنۍ غړي مو ولې اروايي نارغان کړي؟'' سمه بڼه دا ده؛ ''ولې مو د خپلې کورنۍ غړي په اروايي ناروغيو اخته کړي؟''.

په دې پسې جوخت سرليک دى؛ چې''خپل ځان په تکليف کې واچوئ'' دا هم د تېر هغه په څېر ړنده ژباړه ښکاري او سمون يې داسې کېدلاى شي؛ '' کړاو وګالئ'' يا ''ستونزې وګالئ''.

په بل سرليک کې د خوب ګوليو ته د ''ارام ګولۍ'' ويل شوي،چې دا هم ناسمه ژباړه ده. همدا راز يو سرليک داسې دى؛ '' دروغ ولې؟ دروغ له چا سره دوکه؟''. زه په دې سرليک پوه نشوم، او په وروستۍ پوښتنه خو بېخي پوه نشوم، ځکه نيمګړې ده. د دې سرليک سمه بڼه دا ده؛ ''ولې دروغ؟ دروغ ټګي نه ده؟'' موږ د ''دوکې'' لپاره ''ټګي'' لرو. داسې هم دا جملې راتلاى شي؛ ''دروغ ولې وايئ؟ دروغ ټګي نه ده؟''.

په ژباړه کې د اوردو په تقليد ځينې غبرګې او ګډلې جملې هم له پښتني رنګه وتې دي؛ لکه د نهه اويايم مخ دا جمله: ''...تاسې په اصل کې له خپل قشر(پوښ) څخه وتل نه غواړئ'' په پښتو کې غبرګې جملې تل خوا پر خوا راځي او له يو بل سره يې د اختلاط شونتيا نه وي؛ خو په اوردو کې بيا داسې نه ده. زموږ ډېرى ښکيني ليکوال هم د اوردو له دې منفي اغېزې بچ نه دي. ليکوال لا څه کوې، چې پر اولس يې هم اغېز کړى دى. ما داسې ډېرې جملې راغونډې کړې، چې د اوردو اغېز پکې بيخي جوت دى؛ لکه، د بېلګې په توګه دا جملې: ''زه به ډاکټر جوړېږم''، ''زما زوى خپل پلار ته تلى'' يا ''زه له دې ځاى نه تلل غواړم'' اوردو بڼې يې: ''مين ډاکټر بنونګا''، ''ميرا بيهټا اپنے باپ پر ګيا هوا هے''، ''مين ادهر سے نکلنا چاهتا هون'' دا او دې ته د ورته جملو کټ مټ ژباړه زموږ ژبې ته زيان رسوي. د لومړنۍ جملې سمه بڼه داسې ده؛ ''...تاسې غواړئ نه، چې له خپل قشر(پوښ) نه ووځئ'' د پښتو چارټاکې جملې تل د غبرګې جملې مخې ته راځي او له آرې هغې سره د تړوييکي(چې...) يا کامې په مرسته نښلي. نورې بيلګې يې؛ ''کېداى شي، بريالى راشي''، ''بايد، کريم ونيول شي''، ''ښايي باران وشي'' او داسې نور.    

په اوو اويايم مخ کې د پښتو دوه ګډلې جملې، چې په اولس کې ډېره کمې او هغه هم په ساده بڼه موندل کېږي، ناسمې کښل شوې؛

 ''...چې هغه دې ښځه د پښو پيزار وبولي، کومې چې بدلېدلاى هم شي...''

ښکيني ليکوال د پښتو ګډلې جملې هم د ځينو غبرګو جملو په څېر ناسمې ليکي؛ خو له آره په مختلطه جمله کې منځپېښه (معترضه جمله) په منځ کې ورلوېږي؛ لکه، '' امان الله خان غازي، چې د افغانستان سياسي خپلواکي يې ګټلې، د امير عبدالرحمان خان لمسى و'' ښايي ښکيني يې د اوردو په تقليد داسې وليکي؛ ''امان خان غازي د امير عبدالرحمان خان لمسى و، چا(کوم) چې د افغانستان سياسي خپلواکي وګټله''. په ګډه(مختلطه) جمله کې معترضه جمله تل په لينديو کې نيول کېږي. د پورته جملې سمه بڼه داسې ده؛ ''هغه(سړى) دې ښځې د پښو پيزار، چې بدلېږي رابدلېږي، بولي''. داسې هم راتلاى شي؛ ''هغه دې ښځې د پښو پيزار بولي، چې بدلېږي رابدلېږي''. په ژباړه کې ځينې جملې او پارګرافونه د ستاينې وړ دي او د ژباړن د وړتيا ښکارندويي کوي؛ خو که حيران صيب غواړي، خوږه ژباړه وکړي؛ نو بايد د پښتو جملې جوړښت د نورو ژبو قرباني نکړي. په پښتو کې لومړى فاعل، ورپسې مفعول او په پاى کې فعل راځي.

د ليکوال نوم په ''م الف'' ليکل هم يوه بېځايه هڅه ده، ځکه ځينې لوستونکي د موضوع پرځاى ليکوال مهم بولي او د هرچا ليکنه نه لولي، موخه مې د ځينو لويو پنځګرو(لکه، شکسپير، ټاګور...) د اثارو ژباړه ده. که د ''م الف'' پرځاى د ليکوال نوم هېڅ راغلى نه واى او يواځې د ژباړن يادونه شوې واى، هم بسنه يې کوله، ځکه ''م الف'' روښانه نه دى.

 په پاى کې يوځل بيا د حيران د دې زيار او د داسې يوې اړينې موضوع د ټاکنې ستاينه کوم. خداى دې نور هم پياوړى کړي.