د بابا غزل                                              

غزل چې کله پښتو ته د فارسي له لاري له عربي څخه راغی؛ نو يوازې تصوف يې له ځان سره راووړ، او تر اکبر زمينداوري وروسته ترې روښانيانو په خلاص مټ ګټه واخيسته، خوشال بابا بيا پښتو غزل د روښانيانو له خانقاوو راوايست او هر اړخيز يې کړ، پښتو غزل خوشال بابا حماسي کړ او دځمکني عشق رنګونه يې وروبښل.
عبدالرحمان بابا، حميد بابا، کاظم خان شيدا، علي خان او نورو بيا پښتو غزل نور هم و ځلاوه او دبېلابيلو سبکونو له لارې يې دګاونډو ژبو سيال کړ.
دپښتو ادب ترکلاسيک پير وروسته پښتو غزل يوڅه پښه نيولی شو او له يوڅه رکود وروسته يې حمزه بابا لمن ونيوه. حمزه بابا دکلاسيک پير دسبکونو پيروي ونه کړه، بلکې دخپلې وړتيا په مټ يې په پښتو غزل کې نورې هنري تجربې وکړې او له سره يې پښتو غزل راژوندی کړ، چې له همدې کبله ورته دپښتو غزل بابا وويل شو.
حمزه بابا په پښتو غزل کې د تغزل سا وپو کله او د تېرو صوفي شاعرانو په څېريي په سمبوليکه ژبه دالهي مينې درد و نغاړه. حمزه بابا په پښتو ادب کې يو ځل بيا تصوف راژوندی کړاو دتېرو صوفي شاعرانو پرعکس يې له بشري ژوند سره وتاړه. تېرو هغو تصوف يوازې په شاعرۍ پورې محدود کړی و؛ خو حمزه بابا بيا صوفييزم دژوند د يواړخ په توګه وړاندې کړاو خلکوته يې وښوده چې تصو ف کومه خيالي مينه او نړۍ نه ده، بلکې د بشري ژوند يوه اړتيا ده.
په پښتنې ټولنه او ادب کې دتصوف سکالو له دې کبله چې هر شاعر ترې جنډه جوړه کړې وه او هر شعر به يې پر تصوف ورتاپه، ډېره سوليدلې وه، پښتانه د خوشال بابا په څېرد يوه انساني شاعر راتګ ته سترګې پر لار وو او نور يې هيڅکله تصوفي شاعري نشوه زغملای. حمزه بابا پردې له پاسه هم له تصوفه غاړه تاوه کړه؛ خو دټولنې غوښتنې يې هم له پامه ونه غورځولې او تصوف ته يې ځمکنۍ جامې ورواغوستې. د حمزه بابا دغزل دشهرت دوه لوی لاملونه داهم دي چې نالوستي پکې خپله مجازي مينه ويني او لوستي يې بيا د تصوف له رازونو او نزاکتونو خوند اخلي، لکه دالاندې بيت چې له آره دوحدت الوجود فلسفه انځوروي؛ خو نالوستي يې بيا له خپل ځمکني ياره د ايثار بېلګه بولي:
                             ته چې ماته وايې چې له مانه ځان قربان کړه
                              ځان له ځانه څنګه قربانېږي زه حيران يم
حمزه بابا چې کله دخپلې حقيقي مينې يار انځوروي؛ نو ديوه انسان په څېر ليمه، باڼه، زلفې او... لري او شمع روی دی.
دحمزه بابا د شاعرۍ او په تېره دغزل بله لويه ځانګړنه داده چې تصوف يې له ملت پالنې سره اغښتی، سره له دې چې تر حمزه بابا ترمخه په تصوفي شاعرۍ کې دملت پالنې څرک بېخي نه ليدل کېږي. خوشال بابا هر اړخيزه شاعري کړې، خو هر څه يې جلا انځور کړي او له يو بل سره يې ګډ کړي نه دي، همدا راز عبدالرحمان چېرته په يوه بيت کې هغه هم له تصوفي سکالو بهر ويلي:
                                 چې کشور د افغانانو پرې معطر شي
                                 دهر بيت مسره مې زلفې دخوبان کړه
نورو صوفيانو نه يوازې دا چې له ملتپانې سره ډزې درلودې، بلکې دانسان پالنې پروړاندې يې يوخنډ باله او ځان يې يوازې صوفي باله؛ خو حمزه بابا بيا خپل تصوف ته د پښتونولۍ رنګ او بوی هم ورکړ او اسلامي تصوف يې دملتپانې په رنګ ورنګاوه. حمزه بابا پوهېده چې پښتانه په پښتونولۍ وياړي او بايد ددوی له ذوق سره سم غزل وپنځول شي.
حمزه بابا که له خپل جانان سره مينه کړې هم پښتنه مينه يې کړې او سترګوته يې ګدانه ده ښودلې.
                                     حسنه ته خود بين يې زه پښتون يمه
                                        مانه ده ښوولې ګدا سترګو ته
او که چېرې تېروتی هم دی؛ نو سم له واره يې پښيماني څرګنده کړې:
                                    دا سرکوزي پښتونه عشقه ولې
                                    ستا دزلمو هغه پګړۍ څه شولې
حمزه بابا له دې ټولو لوړو ژورو سره سره په الفت کې افغان پاتې شوی:
                                ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټيټېده
                                شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
يا:
                                 خدای که هم انسان وای نو پښتون به و
دحمزه بابا د شعر په ((غزونو))، ((يون)) او ((بهير)) کې د ((ژوند يون)) ډېرښه انځور شوی او د ((ژوند)) ټول فلسفي افکار يې رانغښتي. دهغه شاعري او په تېره غزل ډېرښکلی او دهنر په ټولو خوږو بسيا دی؛ ځکه حمزه بابا په ليمو کې بوږنېدلې افسانې او د روانې زمانې دستم نښې ساتلي او بيايې وار په وار د شعر په اهنګينه او شيرينه ژبه ټولنې ته راايستي او خپل درد او خوږ ېې ورسره مل کړی:
                                زه په ليمو کې بوږنېدلې افسانې ساتمه
                                   دستم نښې د روانې زمانې ساتمه
                                 ساده اشنا رانه ضامن هم د وفاغواړي
                               هم يې تاکيد دی چې به راز ديارانې ساتمه
ما ترمخه هم ويلي او بيايې هم وايم چې که لوستونکي د حقيقي مينې زور پلټل غواړي؛ نو دحمزه بابا شاعري دې ولولي، دحمزه بابا شاعري له تصوف سره په امتزاج کې دژوند دټولو اړخونو يو رنګين او روڼ انځور دی او دبوډۍ دټال (منشور) غوندې په خپله رنګارنګۍ سره دانسان فطري تنده ډېره ښه خړوبوي.
دحمزه بابا د دومره خواږه غزل او نورې شاعرۍ يوڅه کريډت د ده خپل پير عبدالستار شاه ته هم ورځي؛ ځکه که هغه نه وای، نو خدای خبر که حمزه بابا د اوردو پرځای پښتوته مخه کړې وای او که حمزه بابا پښتو شاعري نه وای کړې؛ نو زموږ پښتو ادب به نيمګړی او له يوه داسې نوي غزله به بې برخې و.
دحمزه بابا په شاعرانه تړنګونو (ترکيبونو) کې تل نااوډلي څيزونه يوځاي شوي او له يوې حيرانۍ سره يې يوه رنګينه ښکلا زيږولې؛ لکه: دوختونو په ککو کې دحواد ثو برندوالی، پښتنه حوصله، له ماضي نه خراج اخيستل، د مينې پخلاينه او نور. که دپښتانه غزل په انګو کې دحمزه بابا دوينو سره نه وای نو دومره به رنګين نه و.