د شوتلې، هنري او ژبنۍ خوا
يادونه: داليکنه پريوه طنز (شوتله) ليکل شوې.
د عايل شوتله شنه ده؛ خو په يو نيم ځای کې يې د ښکېنو خبره، ګنده بوټی ترسترګوکېږي او دغوګنده بوټو يې ګټنه يو څه زيانمنه کړې، د طنز ژبه روانه او له تکلفه لېرې ده، مکالمې يې هم ښکلې دي،خو که مکالمې له هغو جملو څخه چې ليکوال يې د تړاو لپاره کاروي بيلې راغلې وای، له يوې خوابه طنز له بېځايه اضافي جملو لکه: (ماورته وويل، دې راته وويل) څخه ژغورل شوی وای او له بلې خوا به د پنځونې د غونډلو او وييونو (کلمو) ترمنځ اړيکې نورې هم ترينګلې شوې وای. د لنډې کيسې پلاټ دومره ترينګلی وی، چې يوه جمله پر ځای پرېږده، د يوه تړلي مورفيم په ويستنه هم دکيسې پلاټ راغورځي. عايل بيادې اصل ته پاملرنه نه ده کړې او نااړينې کليمې او جملې يې بېخرته راوړي.
د بيلګې په توګه: (له تاسو دې پټه نه وي، له تاسو دې حياوي، که رښتا ورته ووايم...) پورته فقرې دبېلګې په توګه راوړل شوې، نورې ډېرې کليمې، فقرې او جملې شته چې د طنزي کيسې له آرې ښکالو سره اړخ نه لګوي.
په طنز کې داتل نوم مشنګی دی، زما په اند داتل لپاره د يوه داسې نوم انتخاب ځکه غوره دی، چې نوم ډېر کله د خپل چاپيريال ښه استازي کولای شي او د کرکټر د پوهې کچه، روحي حالت او ننګېرنې ښه ترا جوتولايی شي؛ خو ليکوال چې پخپله اتل (مشنګی) دی، له خپل کرکټر سره جوت توپير لري، کرکټر نالوستی دی او ليکوال د لوستي خبرې کوي؛ نو ليکوال دې يا رواي شي، له لاسوهنې دې لاس واخلي او يادې د کيسې ريښتنی لو بغاړی شي.
دکيسی ليکوال په يوه ځای کې وايي! رموږ خويې نه پېژنو،خو مأمورين ورته نيکتايي وايي) ليکوال د چا خبره دلته له عارفانه تجاهله کار اخيستی، سره لدې چې ليدلې يې ده او نوم يې اخيستی، بيانوڅنګه کېدای شي چې ودې نه پېژني.
داسې بېلګې نورې هم شته چې طنز يې مصنوعي کړی. کيسه بايد طبيعي وي، ځکه د طبيعې کيسې د خپلې ټولنې او مهال ريښتني انځور وړاندې کولای شي اولوستونکي يا اوريدونکي ترې لدې لامله چې له خپلو تجربو او خاطر وسره يې همغږې او نږدې ګڼې، خوند اخلي.
په طنز کې قاضي مشنګي ته دشوتلې (ډالرو) وړانديز کړی او قاضي له هغه سړي څخه چې غواړي دعوا وګټي شفتله يا ريشکه غواړي، خو په پای کې له سړي څخه ريشکه نه اخلي او شوتله ترې غواړي. دا هم بايد ياده شي چې ډېر کله بډي خوړونکي قاضيان دومره شومان وي چې ډالر لاڅه خپل ملازم ته افغانۍ هم پوره اوسمې نه ورکوي.
د طنز په پای کې شوتلې تلوسه زيږولې او د يوې غوټې په بڼه راڅرګنده شوې، خو تردې تر مخه په کيسه کې د تلوسې څرک نه لګي او نه لوستونکی له ځان سره ساتلای شي. زما په اندکه د مشنګي پردی خبره دشوتله!؟) طنزي کيسه پېل شوې وای، نو تلوسه به له همغه پيله ورسره مله راغلې وای او دکيسې په اوږدوکې به ورو ورو خبره سپيندلاۍ چې لدې لارې، ليکوال لوستونکي او اورېدونکي له ځان سره ساتلای شو.
د کيسې ژبه له ځينوژبنيو ښېګړو اوسمپا سره سره نيمګړتياوې هم لري: د ليکنې په لومړۍ کرښه کې او ستر بل (وروسته) او سر بل (له) تر نوم تر مخه راغلي او ترنوم وروسته ورسره (څخه) هم يو ځای شوی. په کره ليکنۍ پښتو کې (وروسته) پخپله يو اوستر بل دی، چې ترنوم وروسته راځي او ترڅنګ يې د نورو اوستر بلونو راوړنه بيځايه بريښي، او نادودي ښيي، د پورته جملې موخنه برخه بايد داسې راغلې وای (... له ډېرو هلو، ځلو او زاريو وروسته...) همدا راز په قاضي توب مقرريدل هم مصنوعي او تکلفي ښکاري. بايد لنډ ليکل شوي وای ((حتماً به قاضي شوای وي.)) د کيسې په يوه ځای کې راغلي ((او هلته شاته کونج ته بېرته شوم)) که پدغه څرمه غونډ له کې (هلته، شاته) رانه وړل شي يانې داسې راشي ((او کونج ته بېرته شوم، نو (بېرته) د (شاته) مانا ښندلای شي او په جمله کې کوم ما نيز توپيرنه پېښېږي.
په ليکنه کې لغات په يوګړې مانا کارول شوی، خو له آره لغات ډېر ګړی او (لغت) يوګړی دی. د شوتله) په شفتله کښل شوې او داسې ښوول شوې چې شو تل يا عربي او يا هم پارسي ويی دی.
کمزوری ضمير (دې) پر (د) ليکل شوی.
د ليکنې په يوه ځای کې راغلي: «موټرمې چې راځي او زه ترې ښکته کېږم، نو موټر به مې مينځې.» پدغو جملو کې لومړنيو دوو ته اړتيا نشته، يواځې وروستۍ جمله بسنه کوي، يانې (موټر به مې مينځې، بوټونه به مې رنګوې) په کيسه کې نورې کلمې، غونډونه او جملې هم شته چې يا ناسمې کارول شوي او يا اضافي دي؛ ليکوال يې بايد ترې اوباسي او ژبنيو آرونو ترڅنګ دې دکيسې هنري ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي.