زموږ لنډۍ زموږ پانګه
د پښتو اولسي سندرې، يوازې يو څو شعره ندي او نه يوازې د سرتيرۍ و سيلې دي، بلکې د پښتنو د ژوند هنداره ده، تاريخ دی او د پښتنو روح پکې نغښتی. زموږ ډېرې داسې سندرې شته چې د پښتنو په تاريخ کې ترې کار اخيستل کېږي او ديوه ټاکلي مهال ښکارندويي کوي، لکه:
که د خالو لنبکرې راغلې
زه به کومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه
پردې سر بيره ډېر داسې سروکي شته چې د ځينو مهمو پېښو حال بيانوي لکه: د کونړ د مير زمان خان په اړه چې د خپلواکۍ په جګړه کې د څلورمې جبهې مشرو ځيني سروکي ويل شوي او ددې لامل دادی چې دغه سندرې د وطن سندرې دي او چې په ولس کې څه پېښېږي ددغو سندرو برخه کرځي ددې سندرو ويونکي ډېر وخت نالوستي شاعران يا پخپله سندر غاړي وي چې پخپله هم لدغو پېښو او شيانو سره مينه لري او ولس ته يې هم ددغه تړاوله مخې دستيار او منګي په ملتيا اوروي.
د نيمې شپې سندرې وايي
يا به ميئن وي با به ليرې له وطنه
که له نورو ځيلونو تير شو او يوازې پر سروکوا و لنډيو راوګرڅو، نو يوڅه به مو فکر راغونډ کړی وي او خپلې آرې سکالوته به مومخه کړې وي:
سروکي هم لکه د نورو اولسي شعري ځېلونو غوندې خواږه او د پښتون فطرت زيږنده دي. پر پښتنوا غيز بنندي او هنري تنده يې خړوبوي د سرو کو جوړښت زياتره په مستزاد ډول وي کله يې دويمه مصرعه اوږده وي، لومړۍ لنده وي او کله يې لومړۍ مصرع اوږده وي، دويمه لنډه وي، چې پر دغه بندسربيره ورسره لنډۍ تکرارېږي او سندرې پسې غزوي.
لنډۍ نوبيا په ولسي شاعرۍ کې د چا خبره جانانه کلاس دی، همغسې لکه په عربي چوکاټونو کې چې غزل دی. زه نه غواړم د لنډۍ پرسکالويز اړخ و غږيږم ځکه پردې د مخه ډېرڅه ليکل شوي. زما موضوع د لنډۍ آهنګ او ددغه آهنګ له مخې يې له سروکوسره تړاو دی. د لنډۍ په غناکې يوازې سکالو ونډه نلري بلکې د لنډۍ خوږ سپيڅلی آهنګ هم يو انسان اوپه تيره له پښتونه زړه وړي او چې له سروکوسره راشي نو بيايې خوند دوه ګرايه شي
وای، وای، وای، درونددی اميل
پرغاړه يې مه وړه سنګين دی اميل
د وصال باب مې پيدا نکړ
وای، وای، وای درونددی اميل
د عاشقۍ کتاب مې پاڼې، پاڼې که نه
سرو کي ببلابېل وزنونه لري او ددغو وزنونو په توپير کې ورسره څپې او خج مرسته کوي، څپې او خج دپښتو سروکي سره توپيروی خو لنډۍ له يوه سره يوشان خج او څپې لري. هيڅ لنډۍ له بلې سره وزني مشکل او تفاوت نلري. د ټولو لنډيو پر ٤)٨)١٢ يا نې جفتو څپې خج راځي، خو سروکي سره بيا بيل دي کيدای شي ديوه سروکي بيلابيلې څپې خجنې شي چې د بيلابيلو څپو خجنوالي نه يوازې سروکي له يو بله بيلوي بلکې په ټوليزه توګه سروکي هم له لنډيو سره تو پيروي.
زموږ لنډۍ پدغه اړخ کې يوه بله ځانګړنه او ښکلا هم لري او هغه دا چې هره لنډۍ له هر سروکي سره همرنګي ښيي او دهغه په رنګ کې رنګېږي مثلا:
زما که ستا په کوکۍ مرګ وي
کفن له سره تاووم در له درځمه
پورته لنډۍ که له دغه سروکي سره:
نارې مې ولې ناورې يو څو ورځې ژوندو ندی
هله بی واورې چې زه تورې خاودې شمه
کمپوز او زمزمه کړو، دده آهنګ اخلي او که له بل کوم يوه، مثلا:
بي بي شيرينې ژېرې کلې
رباندې و اچاوه سورشال جوړه لاسونه
سره يې مل ووايو نو بيادده خوانيسي. داسې ټولې لنډې له ټولو سروکوسره ګډې راتلای شي.
د لنډيو دا لچک او هرې خواته ماتيدل چې يوه ښکلا باله شي څو لاملونه لري: لومړی دا چې ټولې لڼډۍ يو آهنګ فشار او جشې لري. نو چې کله ټولې سره برابرې شوې، بيايې د هر سرو کي سره ويل، کومه هېښنده خبره نده. بله دا چې سروکې کله غوټې د لنډيو پڅير جوړښت لري يانې هم د څيواو هم د خج له پلوه يوه لنډۍ وي خو توپيريي له لنډيو سره دادی چې د لنډۍ په پای کې آهنګ غور ځي، خود سروکو د پای آهنګ لوړ ځي ځينې بيا ددې ترڅنګ له لنډيو بيل فشار او څپې لري.