غزل           

مين شو پرې اشنا يې کـــــــــــــړو او يار شي رانه لاړ شي

چې ژوند موڅړيکې،څړيکې شي، پرهـار شي رانه لاړ شي

رنګونه د ځوانۍ يې له غروره نـــــــــــــــــــــــــــذرانه کړو

د ښار بدرنګ چې ښکلي د کار شي رانــــــــــــــــه لاړ شي

له ښاره د جنون پاکه،سپيڅلې غزيــــــــــــــــــــــــــــــــــدلې

ارمان مې ستا تر کلي پورې لار شي رانـــــــــــــــه لاړ شي

جانانه ستا د مينې احساس سل رنــــــــــــــــــــــګونه راوړي

خودي له مونږه يوسي او خمار شي رانـــــــــــــــــه لاړ شي

اجمله د يوه ښکلي الفت ته مو ســـــــــــــــــــــــــــــــــلام دى

دا نور چې مو هر کــــــــــــــــــله هم پکار شي رانه لاړ شي