د ادب په اړه پوهنيزه څېړنه، چې ادبپوهنه يې بولي، په درېو برخو وېشل كېږي، لومړۍ برخه يې ادب تاريخ دى، چې په يوه ټاكلي مهال او ټولنه كې د يوې ادبي څېرې او د هغه له پنځونو سره په تړاو كې سياسي، اقتصادي، كولتوري، مذهبي او... شرايطو په اړه غږېږي. بله برخه يې ادب تيوري ده، چې د ادب په اړه بېلابېل نظرونه رانغاړي او د ادبي ځېلونو (ژانرونو) تر منځ د جولې (فورم) پر بنسټ د توپير دېوالونه دروي. وروستۍ يا درېيمه برخه يې كره كتنه ده، چې له ټولنيزو ارزښتونو ادب څاري او په پوهنيزه توګه د هغه ښېګڼې او بد ګڼې بيانوي يانې كره كوي يې.  

د ادب په اړه، چې دغه درې څانګې كومه څېړنه كوي، يوه پوهنيزه څېړنه ده او غواړي هنر پوهې ته ور لنډ كړي.  

څرنګه، چې كره كتنه د ښو او بدو ګډون دى؛ نو پكار دي، چې كره كتنه ښو ته ښه او بدو ته بد ووايي، داسې نه، چې د يوې هنري هستونې ښېكڼې بد ګڼې او بد ګڼې ښېګڼې وبولي؛ ځكه په دې كار سره كره كتنه د خپل پېژند له چوكاټه وځي او پر تش تعصب اوړي. په پښتو ژبه كې هم ددې تر څنګ، چې هنري شعر او نثر پنځول شوى، كره كتنه هم شوې؛ خو د مهال له بدلون سره پكې بدلون راغلى او ورو ورو پخه شوې.

پښتو كره كتنې د ادب تاريخ په دويمه دوره كې يو رنګ بڼه درلوده او اوس بل رنګ. پر هغه مهال يې يوه خوا (انتقاد) ځواكمنه وه او اوس يې بلې ته هم يو څه واك لېږدېدلى. پر هغه وخت به شاعر د خپلې شاعرانه تعالي لپاره نور شاعران تحقيرول؛ خو اوس د شاعر او ليكوال له ذاته د كره كتنې اّرونه بېرون دي او يو ليكوال يا شاعر د بل په ستاينه كې خپل سپكاوى نه ويني.

پښتو ادبي كره كتنه ښايي د پښتو ادب له پيله شته وه؛ خو چې دواړه خواوې يې يو څه په نظر كې ونيولې او په پښتو ادب كې يې د كره كتنې د بنسټ ډبره كېښوده، هغه خوشال بابا و، خوشال بابا له دې سره سره، چې د نورو ژبو په تقليد يې د خپلې شاعرانه لوړتيا لپاره ځينې شاعران ټيټ وبلل؛ خو كله ناكله يې د يو شاعر په استعداد (وړتيا) او (لوړتيا) هم اعتراف كړى، چې ددغو شاعرانو په ډله كې يو هم ميرزا خان انصاري دى، خوشال بابا دده په اړه په يوه بوللـه كې وايي:

د مــــــيرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي

مسخره مې ارزاني خېشكي ځمند كړ

  په دغه بيت كې خوشال بابا ميرزا خان خام شاعر ګڼي او ځان ترې لوړ ښيي؛ خو په يوه بله بوللـه كې بيا د ارزاني په شاعرانه وړتيا اعتراف كوي او وايي:

له چانه په پښتو كې ما ميزان ليدلى نه دى

مــــــــــيرزا په دا زبان كه ويل كړي دي تللي

 

د شاعرانو په اړه داسې بشپړه كره كتنه په تېره دوره كې ډېرو كمو كړې؛ خو يو اړخيزه كره كتنه بيا د هر شاعر په ديوان كې موندلى شو؛ لكه ځينو د خوشال بابا يا عبدالرحمن بابا ستاينه كړې او ځينو بيا غندلي.

له شاعرانو او ليكوالو سره دغه بې نياوه او ناوړه چلند ادب څېړونكي اړ كړي، چې د كره كتنې لپاره ځانګړي اّرونه جوړ كړي. داسې اّرونه، چې پر علمي بنسټونو ولاړ وي او ادب د پوهنې په سترګيو وځيري.

د كره كتنې لپاره د اّرونو جوړول له ډېره وخته روان دي او ځينې ادب څېړونكي په ارادي او ځينې نور په نا ارادي توګه په دغه برخه كې كار كوي. هغه كره كتونكي، چې غواړي د كره كتنې لپاره اّرونه جوړ كړي له خنډ و ځنډ سره مخ دي او داسې برېښي، چې تر ډېره به د ټاكليو اّرونو په رغونه برلاسي نه شي، دا چې ولې به بريالي نه شي يا ولې د كره كتنې لپاره د اّرونو جوړونه ناشونې برېښي، ځينې لاملونه لري، چې موږ به پر هره يوه جلا جلا وغږېږو:

كره كتنه د ادبپوهنې د يوې څانګې په توګه يوه ټولنيزه پوهه ده او ټولنيزې پوهې له طبيعي علومو سره يو لوړ توپيرونه لري. په طبيعي علومو كې تجربه تكرارېدلاى شي؛ خو په ټولنيزو پوهنو كې چې له بشري ټولنو او د يوې ټولنې له افكارو سره تړاو لري دا كار شونى نه دى؛ لكه د پاني پت جګړه، چې راخيستنه يې د تاريخ كار دى بيا په هماغه ډول تكرارېدلاى نه شي په طبيعي علومو كې يو پېژند تلپاتې او ثابت وي؛ لكه د نيوټن قانون يا (2+2=4) فرمول؛ خو په ټولنيزو پوهنو كې بيا يو پېژاند د وخت او تون له بدلون سره اوړي او تل جامع يا اّفاقي نه وي.

كره كتنه هم د اّرونو په جوړونه ځكه بريالۍ نه ښكاري، چې د وخت په بدلون سره خپله بڼه بدلوي او اّفاقي ارزښت، چې په هره ټولنه كې د چلښت وړتيا ولري نه شي تر لاسه كولاى.

كره كتنه هنر څېړي او هنر د يوې ټولنې له ټولو ارزښتونو سره كلك تړاو لري، د يوې ټولنې اننګېرنې ننګېرنې، دودونه، فولكلور او نور په بر كې نيسي، سره له دې، چې ارزښتونه د هرې ټولنې ځانګړنې يا ماهيت ټاكي او له بلې ټولنې سره يې توپيروي، يانې د هرې ټولنې ارزښتونه له بلې هغې سره كورټ توپير لري او كره كتنه اړ ده، چې د يوې ټولنې هنر د هماغې ټولنې له ټولنيزو ارزښتونو وڅاري. كله، چې كره كتنه د يوې ټولنې د ارزښتونو او د ټولنيز ژوند پېژندنې ته اړباسو؛ نو بيا ترې ښايي د اّفاقيت تمه ونه لرو، د كره كتنې لپاره د اّرونو جوړوونكي هم بايد دې اصل ته پاملرنه وكړي.

تر اوسه د كره كتنې لپاره د اّر جوړونې په لوړ كې پر ټولنيزو اغېزو وغږېدو اوس به د كره كتنې لپاره د اّر جوړونې په موخه په ځاني (فردي) غوښتنو، اننګېرنو، ننګېرنو او تجربو خبرې وكړو. سيمانتيك د مانا او د مانا څېړنې په ترڅ كې ادعا كوي، چې د هر فرد په نظر مانا د هغه د شخصي تجربې مستقيم محصول دى او هر سړى د يوې ښكارندې په اړه بېل او ځانګړى نظر لري، يا په بله وينا له يو څيز څخه بېله مانا اخلي، چې دغه بېله مانا د نوموړي نړۍ ليد جوړوي.

د يوه انسان په توګه كره كتونكى هم د يوې هنري پارچې د كره كونې په ترڅ كې له خپلو فردي تجربو كار اخلي او خپلې هيلې پكې پلټي، دا خبره د كره كتنې لپاره د اّر جوړوونكي په برخه كې هم د منلو وړ ده، اّر جوړوونكى هم يو فرد دى او د نورو په پرتله بېله مانا او تجربه لري، چې ښايي كره كتنې ته د اّرونو د جوړونې په موخه ترې كار واخلي او اّرونه د ټولو پر ځاى د يوه تن استازي وكړي.

همدا راز د فردي اننګېرنو او ننګېرنو شننه هم ناشونى كار برېښي او د اّر جوړونې په لړ كې د نورو په پوهنو؛ لكه ارواپوهنې، تاريخ... لاسنيوي ته اړتيا لري.

بله ستونزه له يوه ليكوال سره د يوه كره كتونكي مينه يا كينه ده؟ زموږ كره كتنه چې تر اوسه نيمګړې ده، يو لامل يې شخصي تړاو دى، كله چې يو ليكوال يا شاعر خپله هنري هستونه كره كتنې ته وړاندې كوي؛ نو كره كتونكي يې تر ډېره ځايه له ځاني تړاوه څاري او په دې توګه په بېځايه بغض او مينې سره يو ليكوال زړه ماتى او له پښو غورځوي او يا يې دومره ځانپالى كړي، چې د خپلې ليكنې يا شعر په اړه د چا سم انتقاد هم نه شي زغملاى.

د كره كتنې لپاره د اّر جوړونې په برخه كې بايد ووايو، چې د يوې ژبې ټول ليكوال او كره كتونكي بايد دا اّرونه ومني او دا كار هم ناشونى ځكه دى، چې له يوې خوا ځنې كره كتونكي د اّر جوړونې پلوي نه دي او چې څوك يې غواړي هم؛ نو له خپلې زاويې يې غواړي يانې ټوليزه همغږي يا داسې اّرونه، چې ټول كره كتونكي يې ومني او پرې راغونډ شي، نشته.

د اّر جوړونې پر وړاندې بل خنډ دادى، چې كره كتنه پوهنه ده او ادب هنر دى. كره كتنه زيار باسي، چې ادب د پوهې په اّرونو وارزوي؛ خو ادب بيا د كره كتنې په څېر د پوهنيز منطق تابع نه دى؛ بلكې خپل هنري منطق او له پوهې بېل ارزښتونه لري. كره كتنه د عقل مني؛ خو ادب بيا د ښكلا پر احساس او ذوق اغېز ښندي او د ښكلا او ذوق پېژند يا تجريد او تحديد ډېر ستونزمن كار دى، كه نه تر اوسه به د ښكلا په اړه يو پېژند موجود واى.

د ادب او كره كتنې همدغو اختلافاتو سره دواړه لېرې كړي او كره كتونكي يې اړ اېستي، چې د خپلې پوهې په مټ د يوې هنري هستونې نزاكتونه او هنري منطق درك كړي. كره كتنه د همدغه پنسټيز توپير له مخې هېڅكله ادب په بشپړه توګه نه شي درك كولاى.

په پاى كې بايد ووايم، چې دغه خنډونه تل د كره كتنې لپاره د اّر جوړونكي پښې وهي او نه يې پرېږدي، چې د پوهې په مټ د هنر لپاره اّرونه جو كړي.