شعرونه


غزل، عزت الله اميد

  موږ چې له چا سره ياري كړې دهبس دا مو هسې يو خواري كړې دهد ژوند له سترو ننګونو وروستهبيا مو هم وچه بې لاري كړې دهدرد يې هوا غوندې بلا راوړىزما سره ژوند داسې ځواني کړې دهنور لېوني يو، خو يو تا پېژنوجانانه دا مو هوښياري كړې دهموږ خو د مينې د مذهب خلك يوتل مو رنګينه شاعري كړې ده  

12.04.2008 sorosh

غزل، امجد شهزاد

      ستا هره خندا کنهوژني مې اشنا کنهستا د لېونۍ مينېنشته انتها کنهشپه ډېره اوږده شوله خداې دې کړي رڼا کنهټوکې نه دي عشق کولژاړي په ژړا کنهګرانې د ژوند لارې ديسا دې شي بې سا کنهبيا دې غلي وخندلبيا دې وکړه غلا کنهبيا به نوى لوظ کړېبيا به وې

06.04.2008 sorosh

غزل (حکمت سروش)

    بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاىښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې سروش خوشال يم ډېر او ډ

01.04.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

  شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمهبيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمهنن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وينن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمهبيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونهتياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمهاوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځينن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمهاغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزلسروشه څومره  فاصله ده، بيا يوازې يمه

08.02.2008 sorosh

غزل، خاطره اسحاقزۍ

  نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړيستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړيڅومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړىزړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړيجوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شيزما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړيدار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې ويستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړيتا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي  

31.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

 

30.01.2008 sorosh

ستا تصوير

  ښكلې جانانه زه د دې لپاره او بس د دې لپاره چې ياره ستا د بېلتانه غمونه هغه د درد په څېر ترخه غمونه بس د يو څو لږو شېبو لپاره يو څه لږ هېر غوندي كړم نو د همدې لپاره جانانه بنګ څكومه خو ها لوګى ناځوانه هغه د بنګو لوګىچې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي نو ستا تصوير جوړ كړياو ماته وير جوړ كړي۲۹/ ۱۲/ ۱۳۸۱                  &

27.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

  خاورې وزېږوي ګلخو انسان وژني يو بلانتظار ديو سړيڅومره ژر كړمه پاګلطبيب هسې وي لګيابس يو ته زما درملراوړه لږ د غيږې اورسړو مړ كړم د كابلهر هوښيار يې شي خلافهر پاګل د سروش مل      

23.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

      اخته د مينې په لوى شر كړي جانان سړى پاګل په يو نظر كړي جانانكله خپه شي كله موسك شي راته كله مې خاورې كله زر كړي جانانزما په مينه پورې څومره خانديما سره دا ظلم اكثر كړي جانانڅوك به يې پوى كړي په سندرو زما څوك به زما په حال خبر كړي جانانپټ په ژړا شي، اوښكې ژر وچې كړيسروش چې ياد هر مازيګر  كړي جانان    

22.01.2008 sorosh

د احسان الله جرس دوه غزل

  غزلښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده دلته ګڼه ګوڼه كې تنها زندګي سخته ده برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لروسخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده نه لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يارهر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده دامنم د لمر له راختو سره به ته راشېدا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرېدې ښار كې زما ښكلې اشنا زندګي سخته ده ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې

13.12.2007 sorosh

دوه شعرونه (حكمت سروش، احسان الله درمل)

  يادونه: د تيرې پنج شنبې په شپه مې خپل نوى شعر په مسيج كې خپل ګران ملګري احسان الله درمل ته ولېږه، چې سمدستې يې پر هماغه قافيه او رديف څلور ښكلي بيتونه راولېږل، بېتوته يې دومره ښكلي ليكلي وو چې زه يې پر خپل شعر پښېمانه كړم.سروشدواړه شعرونه ستاسو په وړاندې دي: خداى خبر په څه اكثرژاړم هره شپه اكثرزه او زما تياره كوټه دواړه يو خپه اكثروايم نور به ساتم زړه ولې شم دوكه اكثردې كابل كې څه چل دى؟يم لكه نشه اكثرځار شم يار راوړي راته

08.12.2007 sorosh

د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

    پښتون يمهخوښ د پښتونخواه په ميږتون يمه ............................پښتون يمه خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه ..........................پښتون يمه ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې .....................زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ...............پښتون يمه سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم ...................زه ګوره په دې هکله قارون يمه ................پښتون يمه مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي .................. زه

05.12.2007 sorosh

د دروېش دراني نوى غزل

    هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شيبس له لرې ورته وګوري روان شيدا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شيزړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړچې رقيب شړې نو هم زما ارمان شيپه وړه خوله چې كوې لويه خبره دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شيد دروېش خاورې وجود به هم سره زر شيكه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي

01.12.2007 sorosh

نوى غزل (حكمت سروش)

  بيا د چا لار كې ناست يم چا ته انتظار يمه زهڅومره مصروف مې دى جانان څومره وزګار يمه زهچېرته چې ګل د ژوندانه د مرګ په پښو كې پروت ويد هاغه كلي ده هغه د هاغه ښار يمه زه اوس به د عشق او غريبۍ پيټي كړم څنګه پورته؟ملا مې ده ماته دخپل ژوند د اوږو بار يمه زه دلته د د ډېرو ښكلو، خاورې د قدم يمه زهدلته د ډېرو، د نازكو غاړو هار يمه زهما لېونى همداسې پرېږدى بېخودۍ كې ښه يم له ځانه وډار شم چې كومه ورځ هوښيار يمه زه  

27.11.2007 sorosh

شپه او شاعر (حكمت سروش)

  په شپږم پوړ كې

14.11.2007 sorosh

نوى غزل، حكمت سروش

   

29.10.2007 sorosh

غزل، حكمت سروش

    د مينې زور دى ليونى شومه زه

28.10.2007 sorosh

غزل

                        څومره هوښيار دى سروش، څومره لېونى دى سروشچا نه يې زړه وړى، او چا ته سپېلنى دى سروشلږ يې د غېږې په اور ګرم كه او ويلې يې كهد بېلتانه سړو وهلى دى يخى دى سروشزما او ستا ياري به څنګه شي ښايسته جانانه خلك خو وايي ته هنداره او لوګى دى سروشد څېرې رنګ دې نن د ده په ليدو بيا بدل شودا شوه ښكاره چې لا تر اوسه دې زړګى دى سروش

30.09.2007 sorosh

غزل

  خاورې او ايرې قسمت زما او د هغې قسمتژوند او رنګ د نورو دىزموږ غم او جګړې قسمت نورو ته رڼا راوړيزما شمعې كړې مړې قسمتستا برخه خوښي او خوند زما څو خاطرې قسمت خدايه ځوانيمرګ يې كړېدا زما بې فايدې قسمت  

06.09.2007 sorosh

دا زما سندرې ستا شوې

  ګرانو لوستونكو! زه هم كله_ كله شعر ليكم خو خداى خبر چې ولې يې ښه نه شم ليكلاى، ما پخوا هم ډېركم شعرونه ليكلي خو له نژدې اتو مياشتو نه چې له كندهاره كابل ته راغلى يم يو بيت مې هم نه دى ليكلى ستاسو په وړاندې زما زړه شاعري ده. غزل زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كېاوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخليد اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړينو د غم راتګ ضرور دى ستا

16.07.2007 sorosh

لاره - اجمل اند

زياتي ستړى يم څه بله چاره ګـــــــــــــــورم لــــــــــــــــــــــه دې ښارنه د وتلو لاره ګورم دوى چيلـــم او مازيګر ته اوزګار نه دي چېرې ځان غوندې يو بل بې كاره ګورم چې يو رود وي، يو څو ونې  او بـل زه يم د غـــــــره غاړه كــې يو داسې ګـــاره ګورم لږ وار وكړه كـه بنګ بوټي را پاخــــه شي يو څــــــــو ورځې ور

04.02.2008 wiar

غزل - جيلاني جلان

څه فکر کوې چې دا به چا پسې راوتى ويبويه دا ساده سړي په تاپسې راوتى وي زه چې ستا ليدو ته راځم دا دې روا حق ګڼمګل چرته پښې کړي چې بورا پسې راوتى وي؟ تا چې پرونى ماښام دربل کړو په معما کې نونن به يې ضرور څوک په مانا پسې راوتى وي کاڼي يې د غره له پښو ووزي خو ښکاريږي نهښايي چې يو څوک د اور رڼا پسې راوتى وي دغه ځو

31.01.2008 wiar

غزل - يوسف شاه سپيلنى

دا غزل د يو سف شاه سپيلني ده خو موږ ته ډيوې اريوبي رالېږلې ده . چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له

01.01.2008 wiar

غزل- بلينډه بدرۍ

(صبر چې د ژوند له حوادثو نه خو ساه واخلم)بیا به په ټپو درته په سر ټوله دونیا واخلم وله ، خطا نه شي دغو ډیرې میندې بورې کړېتاته خو لوګی شم ، د پنځ ډزي دې بلا واخلم بیا سهر وختي ېې زمونږ وره کې ګلان ايښي ديپریده چې خوشال وي خیر دی دا ځل به ېې بیا واخلم داسې ترنم مې مناجات ته را زده ک

14.11.2007 wiar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more