ددغه ستړي ښار

                      له ډک زړه راځم

دشورماشور او هیاهو له منځه

چیرته چوپتیا

چیرته بیدیا لټوم

زما په مغزو کې ستوماني

                      دتورښامار په څېر کولچه وهلې

ژوند مې له زهرو تریخ ، له شاتو نه خوږ

زړه مې تاریخ غوندې په هره ثانیه یوځل ښوري

سترګې له خوبه ډکې

سر مې له درده چوي

خپلو لاسونو ته کتلی نه شم

زه مې له تشو لاسو ډیر ویریږم

یولاس په بل کې نیسم

آه!

       تبه لرم     

تندی

دا هم په اور کې سوزي

خندا راځي:

زماله تندي سره به وسوزي دتور قسمت کږې کرښې

ډیره رڼا او شورماشور مې وژني

چیرته ماښام اوخړه

یوه بیدیا

او چیرته یواسمان سکوت غواړمه

ما سره مرسته وکړئ

 زه

   خپل

          جانان

                  هیروم.

 

 

دژمي زړه ۱۳۸۸