یوه موده مې ستا له سترګو څخه لرې ژوندون وازمویه
او ایله پوه شومه چې ( هېڅ) څه مانا؟
هره شپه ستا دسترګو ښکلې اللو ژاړم
هرسهار مرګ ازمویم ،ستا له ترخې نشتې سره
ته دې په خپلې ها یوازې، ها تیاره خونه کې
همداسې غلې
دلمانځه په ځای کې خوب وړې یې
او زه پوهیږم چې تراوسه مې په خوب کې وینې
تر هغو ( هېڅ) نشته ، مانا یې نه شته
تر هغه پورې چې ما خوب کې وینې
او تر هغو چې
زما هر شعر
ستا په نوم پیلیږي.
۱۳۸۹ دوبی
25.07.2010
- wadan
څو ورځې مخکې ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو د خوشالۍ او ویرې یو ګډخبر خپور کړ :
« افغانستان یو تریلیون ډالره زمکلاندې سرچینې لري.»
بل پسې ورغبرګه کړه :
« نه! دا یو تریلیون نه بلکې درې تریلیونه او حتی کېدای شي تردې ډېر وي.»
دا خبر لکه مرخیړی، ناڅاپه راشین شو اوخلک یې حیران کړل، تردې وړاندې داسې فکر کېده، چې د افغانستان سیاسي ـ جغرافیاييGeo-strategic اهمیت ډېر د پام وړ دی، ځکه دا...
28.08.2010
- wadan
ملګري مې په ټیلیفون کې ګیله وکړه، چې ځېنې په اصطلاح فرهنګیان، روښانفکران او لوستي خپل ملي مسؤلیت په لوی لاس هیروي، چې ګواکې سیاست یې بد راځي اونه غواړي په ساستمدارانو کې شمار شي.
زه فکر کوم، چې په افغانستان کې سیاستونه دومره بدنامه شول، چې اوس هر څوک له سیاسي بدنامۍ څخه ویرېږي. یو شمېر ځانساتي فرهنګیان په لوی لاس مکتب لوستي او باسواده افغانان دې ته نه پرېږدي چې د افغانستان د خلکو په مرګ، لوږه، بې سوادۍ او بده ورځ فکر وکړي. دوی وايي&nbs...