شعرونه
دا مې غر دا مې شودیاره
دکېږدۍ په پېڅول غوټه ګلابي څادر رپیږي ناوې لرې لارې څاري په کنډو دوړې ښکاریږي زرکه کټ کټ په خنداشوه سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه ګل غوټۍ ته یې دسترګو لکۍ وکړې غوړګې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې لږ په تریو تندي یې وویل: شال يې ښه نه دی راوړی
درې شپې
خاطره: د۱۳۸۸لمریز ژمی، دسالنګ خوني واورو نږدې دوه سوه افغانان وخوړل ، یوازې کوچنۍ نیلاب ، درې ورځې وروسته دخپلې مړې ابۍ له غیږې ژوندۍ راوویستل شوه . عبدالغفور لېوال درې شپې باد لاشغیږي نغاره د یوه شوم خبر په زور ډنګوي سیلۍ په لپولپو واوره شیندي او هیندوکوښ د
مرسته !
ددغه ستړي ښار له ډک زړه راځم دشورماشور او هیاهو له منځه چیرته چوپتیا چیرته بیدیا لټوم زما په مغزو کې ستوماني &
یوه مړاوې ژمنه
منم چې مرم درپسې خو بیا دې نه شم لیدای بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم بیا په بند ستوني
غزلګی
دتوروسترګو ناز وژلی یمه ستا د کتو انداز وژلی یمه دروح کوتره مې مینه وه پرې دښکلا داسې باز وژلی یمه چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه دومره ښایست کې پټه هومره غوسه دخلقت دغه راز وژلی
هر څه سم دي!
ته به له ځانه سره فکر کوې : ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي ــ هېڅ ! زه لاژوندی یم لیونی لانه یم لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم کله له تا څخه وړې وړې ګ
د عشق د آزادۍ فصل
پخوا مینان د چا د زلفو په حلقه کې بند وو نن &
دولسمشر لومړی فرمان
خپلو سپېڅلو ماشومانو ته ټوپک او تو مانچې مه اخلیء بیا په نانځکو باندې ډزې کوي ۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
نوې املا
ماین په ( الف) لیکیء چې: له (مین) سره یې فرق وشي هسې هم &n
کمپاین
دلته ، چې غم د ډوډۍ یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست او خبرونه د مرګ زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي په دې عجیب وطن کې هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي چې څومره لویه تشه او څه بدرنګه نشت دی که هیڅ څوک نه شي پیدا چې بل ته دا ووایي:
ته او سندرې
دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرېدا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړپه شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایهدا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا
زما کلیزه
ګل کړی کیک ګیډۍ د ښکلو ګلویو څه خواږه او یوه ښکلې موسکایو ځل په مینه راکتل یوه خوږه خبره.... زه پرون بیا دټول جهان پاچا ومیو چا په مینه زما کلیزه راته ولمانځلهاوزه
دهغې لپاره
هغې خپل روح په زم زم ومینځلواو دکوثر په حوض یې شونډې کېښوېهغه سپېڅلې شوه د پاکو ملاییکو په څېرهغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مینه کېخدایزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاريهغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړهغه مین چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرلهغه چې نښه د بدۍ و چې کمزوری و &
اعتراف(۲)
خاطره:((مات شوې؟)) نه پوهیږم ګران محمد یار ته زما وروستیو شعرونو څه ویلي وو، چې په ژړغونکي ږغ یې را څخه په تیلیفون کې دغه پوښتنه وکړه او بیا یې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعریف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې موپرې شوې.... بیا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمدیار به یې ولولي. هو! زه &nbs
خبرتيا
زما دزړه پر دغه شاړه بې خاونده زمکهدهیرې مینې کنډوالې ولاړې په دغو ورځو کې یې بیا جوړومبیا به ودان کړم تر اسمانه اوچت بل تاج محل د نوي عشق لپاره دې تاج محل ته یوه نوې ملکه غواړمهزه مجنون نه یم چې دتللې بې وفا لیلا لپاره ومرمزه نازولی شهزاده د مینې دښایستونو او پریانو په ټاپو کې ګرځمهرچا چې درې غمي د حسن دالماسو راوړلچاچې د عشق لپاره راکړل خپل تاوده لاسونه چا چې تر زلفو لاندې پټ کړم له فاني دنیا نه چا چې په خوب کې زما ټوله شاعري
زنداني
یوه ښکلې نګهبانه دتیاره زندان پنجرو کې ګنهکار دمینې ساتيزنداني هره خوا ګوريبس وجود دنګهبانې دهغه پر روح راخور دیښکلې سترګې یې ساتونکې مخ یې ورځ زلفې یې شپې دي یو ساده غوندې ژوندون دی.یوه ورځ چې نګهبانه عبادت لپاره ولاړهیوه ورځ یې چې دعاته دآمین سترګې شوې پټېیو ناڅاپه هرڅه تور شول دژوندون رڼا شوه
لیک
زه دې نو کومه خاطره هېره کړمهره شیبه راباندې اورلګويهره شپه ستا سترګې په خوب کې وینمپه ما دهیرې مینې تور لګوي چې ته د وړانګو له هېواده راغلې زه ستا دغږ زمزم ته تږی ناست ومچې بیا په دې خټه کې دمه پو کړېوم آدمزاد خو لکه مړی ناست وم ته راستنه شوې داسې بې خبرهلکه دګل پاڼه کې پټه وږمهاو زه لا تږی جل وهلی روانژوند راپه شالکه داوړي غرمه پوه شومه چا تا ته قسم درکړیچې بیا به نوم د (هغه) نه یادوېدلته يې سیوری بر یې ستوری نشتهدداسې
پر فلسطین یوه بله ژړا
های ! د داود او سلیمان هیواده!خاوره دې وینو سره ګډه خټهاو هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګموږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږياو یو ځوان څنګه ځنکدن کوي &nbs
بارانونه او ډیوې
تیاره ده ، تروږمۍ ده ، ستا یادونه او ډیوېله سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنېواه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉدا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې
د وړانگو له هېواده
په هر طواف کې زما یاد ورسرههغه پر تور بخمل چې شونډې ږدي هم ما ښکلويزه یې په زړه کې ناست او حج کومهزه یې لېمو کې اوسم سعی کومورسره یو ځای ترمینا پورې ځمچې د زمزم چینې ته ورشي ما په اوښکو مینځيها توره تېږه ښکلوي هم زما د سترګو په خیالخدای ته نږدې له مانه لرې جانانمګر په زړه کې ناست دی دلې جانانلکه هاجر له ابراهیمه لرېپه زړه کې پټ د عشق ذبیح ساتيبیلتون په شګو ولي رجم کويد عشق څلویښت لمونځه د زړه یثرب کېله هر مناره د بلال ازانګې
ځنګل، ته او ښکلا
ځنګل د ټولې نړۍ ګډ وطن دیځنګل چوپتیا لري ځنګله کې ډېر رازونه پټ ديځنګل د پاڼو دوښو او د ریښو ښکلا دهځنګل د ټول خلقت د نیمې ښکلا غل ختلیزه چې ځنګله ته راشمد لیونتوب په
کشمير
شنې اوبه ډکې له پاڼونیلوفر په کې راشنه ديکوچنۍ بیړۍ روانهد ګلونو منځ کې لارهلرې څنډه د ډنډ ښکاریلمر دونو شاته لویږيد ګلونو سوداګرهپه وړه بیړۍ کې ناستهد ګلونو ګیډۍ ډېرېکشمیرۍ موسکا په شونډوقرص ټټر یې دی پر غاړهسورتیکری یې باد ته رپيد وړو وړو بیړیومساپرو ته را ګوريد ګلونو ګیډۍ لاس کېپاس د غرو پر څوکو واروېشنولمنو کې ځنګلونهپر ښه شنه ده، &nbsp
د تخار د خواجه بهاالدين زنداني کډوالو ته !
روښانه بېرته راځي دنګ هندوکښ شاهد دی چې هاغه ستر سکندر څنګه مات شو روښانه، سپين نقاب پرمخ توره تر ملا په خړ ماښام کې ولاړه د آس له پوندو يې د دوړو نرۍ ليکه ښکاري څو پېړۍ وړاندې سکندر ولړزېد روښ
د خوب او ويښتيا ترمنځه
ستا غم په زړه کې ويښ دیستا د درد پیټی بار د روح پر اوږود بیابان سرې تېږې او زما د زخمي تلوکیسهڅومره چې ځم غرونه هم لرې روانچانه پوښتنه وکړم؟چې غرونه لاهم غمځپلو لیونیو ته پناه ورکوي؟آیا په غرونو
هله
هله یاهو هله یاهو ووایههله میراته وسله وغورځوههله راځه هله پايڅې بډوهههله ځولۍ نیسم مڼې څنډوهه* * *هله چې ورانه چوتره جوړه کړود کلا بر سر کې حجره جوړه کړوهله ماشینه له اوږې کوزه کړهچې ترې څپرې ته زینه جوړه کړو * * *هله جومات مو مناره نه لريپه کې ماشوم څونډی سپاره نه لريهله میله د راکټ کور نه راوړهورانه دیره مو کټاره نه لري* * *راشه دا لس ګوتې کړو لس بزغليد زړه پر للمه چې باران ووريکه له