د زړګيو للمې تږې درته ناستې
د لمدو څڼــــــــو بآرانه چرته لاړې
د اختر شپه ده يوازې زه او زړه يو
يادوو دې ډير جانانه چرته لاړې
سيدجيلاني جلان
کېنه چې شيبې دې اختريزې کړم
پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم
تاو مې کړه له غاړې نه رڼې ليچې
پريږده چې هيندارې ماښاميزې کړم
دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجونې د ښاريو به غريزې کړم
خداى که مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډيرې زمانې به سندريزې کړم
ګرځمه جلان د ترنم په غرو
مړې سترګې د يار چې څلوريزې کړم
سيدجيلاني جلان
30.11.2008
- اريوب
زه دې وېستلی يم له کارهزما د ډېرې مودې يارهڅارمه ستا د راتلو لارهسترګې خو خدای درکړې يارهداتور باڼه دې په زرګر جوړ کړي دينه
يار مې له رنګه ځنې تور دید غم له پاسه دا غم نور دیچې مې ريبار د جانان ورور دیمخ په قبله مې د يار کور دیمونځ مې بانه دی د اشنا ديدن کومه
ته چې له ما ځنې جدا شوېخدای خبر چا سره اشنا شوېراباندې ويښه شپه سبا شوېسترګې مې زړه ته په ژړا شوېچې مين ته يې او ښ...
15.12.2008
- اريوب
آهنګر صيب يوازې پښتانه نه بلکې ټول ملت د جنګې جنايت کارانو محکمه غواړي...