زه دې وېستلی يم له کاره
زما د ډېرې مودې ياره
څارمه ستا د راتلو لاره
سترګې خو خدای درکړې ياره
داتور باڼه دې په زرګر جوړ کړي دينه
يار مې له رنګه ځنې تور دی
د غم له پاسه دا غم نور دی
چې مې ريبار د جانان ورور دی
مخ په قبله مې د يار کور دی
مونځ مې بانه دی د اشنا ديدن کومه
ته چې له ما ځنې جدا شوې
خدای خبر چا سره اشنا شوې
راباندې ويښه شپه سبا شوې
سترګې مې زړه ته په ژړا شوې
چې مين ته يې او ښکې مونږه تويوونه
ښکاري ملګرو وخت اخر دی
يار مې له مينې نه منکر دی
ريبار له ده نه هم جابر دی
صبربه کړم صبر صابر دی
د صبر ونې بې اوبو ولاړې وينه
کبر کول د ښکلو شان دی
منم جانانه ستا دوران دی
تاته دا زمکه هم اسمان دی
دا د الله پاک امتحان دی
چې ته يې ښايسته کړې زه يې مين درباندې کړمه
ګوره د شور خبره نه ده
دا د پېغور خبره نه ده
په تا د تور خبره نه ده
مينه د زور خبره نه ده
که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبوروومه
غمونه په ورځ په ورځ ډېريږي
هره شپه کال په ما تېريږي
زړه مې له خلکو نه توريږي
نه مې د زړه دنيا جوړيږي
نه مې اجل د مرګ پوښتنې ته راځينه
شراب شراب دې سره لبان دي
زلفې دې خدايګو ښاماران دي
دوه اننګي دې سره ګلان دي
خالونه ټول دې اميران دي
د زنې خال دې مرور پخلا کوينه
بس کړه زړګيه په کرار شه
مخې ته غرونه دې هوار شه
راجوړ دې بيا وران شوی کار شه
صادقه وخت ته انتظار شه
ډېر کبرجن به درته وکړي سلامونه.