اوس داســـې وګڼه چې زړه نلرم زور نلرم
ځکه کمزوری اوبې زړه شومه چې مورنلرم

زمانې سم په ملا مات کړی یم یوازې يمه
جانانه نورد شرنګېد لې ځوانۍ شور نلرم

آباده خو نه راته ښکاري د ډاګونو پشان
لکه بې ځالې مرغۍ ګرد ګرځمه کورنلرم

د زخمي زړه ناسور زخمونه خدای خبرچې جوړشي
د خوږې مور له  خولې د جارقربان ټکور  نلرم

نه په شپو ورځوکې مزه شته نه د ژوندچاروکې
زه به بياهغسې رنګين وختونه  نور نلرم

بې ريا اوس په سرد خاورو بادولو وخت دی
هسې هم نوردې موراو پلارپشان غمخورنلرم

۲۳/۱۱/۲۰۰۸/ کابل برقي .کلا