بخــــته ستا د لاســــه بې ارزښتـــــه يــــــــم ارزان يمـــــــــه
ځـــکه خـــو د ورانو اوربـــلو په څير پريشـــــــــان يمــــــــه
تا کـــه مــې ارمــان قتــــل کړ هيــــر دې کــــــــــړمه ولاړلې
زه دې لا همـــغه ليــــونى غـــــــــوندې جـــــــــــانان يمـــــــه
دومـره  مې د ژوند ارزښت دى دا مې فلســـــفـــه د ژونـد
زه د اوښکــــو څـــاڅـــــــکى يم راغـلى تر ګــــريوان يمــه
مــا يــــــې پرهـــر تار بانــــــدې زرې ،زرې ځـان وويـــشه
ستـــــــــا په تـــورو زلفو وريــــدلى يـــــــــم بــاران يمـــــــــه
ما تــه خـــــو له خـپله ځانه ګــــران يې ګرانه ګـران يې تــــه
ووايــــــــه چې څـــومره درته ګران يمــــه چې ګران يمـــــه
څنـــګه به زه ستـــــــا د خپــــلــــولـــو لار پــــيدا کړمـــــــــه
زه چــې د ځان خـپـــــــل نه يم او خـپــــله ورک له ځان يمه
ستـــا د نظــــر ستــن پســـــې زمـــا د هــــــيلو تار ګرځـــي
چـــــرته يـــې جــــانانه د ريښې ګـــريوان په شـــــان يمـــــه
خپــــله مـــې د خپـــل ارمـان قاتــــيل ته زړه ورکړى دى
څـــــومره ليونى يــــم انديښمن څــــومــــــره نادان يمــــه