د خواخوږې پيغام
د ځاځي بابا ادبي ټولنه او د آريوب مجلې اداره
د پښتو ژبې استاد شاعر محمدصديق پسرلي
د ميرمنې د مړينې په درد کې
له استاد پسرلي او دده له فرهنګپاله کورنۍ سره ځانونه شريک ګڼې
اروښادې ته له لوى خداى څخه د فردوست جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوي
په درنښت
د ځاځي باباادبي ټولنه اود آريوب مجلې اداره
له استاد شاعر محمد صديق پسرلي سره د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې خواخوږي
محمدامین بســــمل
همدا نن مو په ډېره خواشیني سره خبر ترلاسه کړ چي د هيواد د وتلي شاعر استاد محمد صديق پسرلي مېرمن په حق ورسېده .
انا لله و انا اله راجعون.
موږ داستاد په دې غم کې ځانونه شریک بولو ،استاد، کورنۍ ، ټولو خپلواو خپلوانو ته یې له رب څخه جمیل صبر او مېرمنې ته یې فردوس جنت غواړو،
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانوکولتوري ټولنه
16.12.2008
- اريوب
دومره څوک نه شته چـــــې فرياد لـــره مې ځــــار ووايـي نو دا زړګى څنګه تسل کـــړمه چـــــــې اور مه اخـــــــــــلهخدايـــه دا يـــوه دوعا مې خپــل در کې منظوره کــــانده چـــــــې د کــــوم تور کافــــر نه هـــم د هغــــه مور مه اخله
مور د بشرپت تر ټول شرين موجود دى مور د ريښتينې مينې ميعار دى او مور هغه موجود دى چې تر پښو لاندى يې جنت دى او په مينه کې يې د سلګونو جنتونو کيف پروت دى او مور د انسان د د درد ، غم او ژړا رښتينې مله ده نو په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ...
17.12.2008
- اريوب
بخــــته ستا د لاســــه بې ارزښتـــــه يــــــــم ارزان يمـــــــــه ځـــکه خـــو د ورانو اوربـــلو په څير پريشـــــــــان يمــــــــه تا کـــه مــې ارمــان قتــــل کړ هيــــر دې کــــــــــړمه ولاړلې زه دې لا همـــغه ليــــونى غـــــــــوندې جـــــــــــانان يمـــــــه دومـره مې د ژوند ارزښت دى دا مې فلســـــفـــه د ژونـد زه د اوښکــــو څـــاڅـــــــکى يم راغـلى تر ګــــريوان يمــه مــا يــــــې پرهـــر تار بانــــــدې زرې ،زرې ځـان...