دومره څوک نه شته چـــــې فرياد لـــره مې ځــــار ووايـي
نو دا زړګى څنګه تسل کـــړمه چـــــــې اور مه اخـــــــــــله
خدايـــه دا يـــوه دوعا مې خپــل در کې منظوره کــــانده
چـــــــې د کــــوم تور کافــــر نه هـــم د هغــــه مور مه اخله
مور د بشرپت تر ټول شرين موجود دى مور د ريښتينې مينې ميعار دى او مور هغه موجود دى چې تر پښو لاندى يې جنت دى او په مينه کې يې د سلګونو جنتونو کيف پروت دى او مور د انسان د د درد ، غم او ژړا رښتينې مله ده نو په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د درانه استاد اسدالله غضنفر مور بي بي په حق رسيدلې ده زه په خپل وار د دوى سره په دې درانه درد کې ځان شريک ګڼم دوى او د نومړې درنې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوم او مور بي بي ته يې د جنت فردوس غوښتنه کوم
انديښمن ځاځى