خبرتياوې


د پكتيا د خبريالانو ټولنې د خواشينۍ پيغام

د خواشينۍ پيغام په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې د هيواد تكړه ليكوال او تكړه خبريال ، د پكتيا غږ راډيو او پكتيا غږ اونيزې بنسټ ايښودونكې او ريس  محمد ضيا ارمان عمري د ورپيښې ناروغۍ له امله له فاني دونيا څخه سترګې پټې كړې . (  د پكتيا د خبريالانو ټولنه ) د محمد ضيا ارمان عمري مړينه  يوه لويه ضايعه بولي او د نوموړې له كورنۍ سره په دغه درانه درد كې ځان شريك ګڼي  ،( د پكتيا د خبريالانو ټولنه ) نوموړي

11.01.2013 اريوب

د خواشينى پيغام

  د خواشينۍ پيغام په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې د هيواد تكړه ليكوال او تكړه خبريال ، د پكتيا غږ راډيو او پكتيا غږ اونيزې بنسټ ايښودونكې او ريس  محمد ضيا ارمان عمري د ورپيښې ناروغۍ له امله له فاني دونيا څخه سترګې پټې كړې . ( د ځ

11.01.2013 اريوب

خبرتيا

خبرتیا۲۵ جوزا\غبرګولي ۱۳۹۱ (۱۴جون۲۰۱۲ ) د پنجشنبې په ورځ د ماسپیښن ۲بجې د کابل په قلعه فتح الله میدینه بازار د میډیوټیک په مرکزي دفتر کې د سیدجیلاني جلانددویمې نوې چاپ شوې شعري ټولګې (دهېندارو دره) د مخکتنې غونډه ده . د ادب مینه وال کولی شي پکې برخه واخلي په درنښت

12.06.2012 اريوب

نوري فايبر به ژر ټول هیواد ته ورسیږي.: ګلالى ورښت

سرليک: نوري فايبر به ژر ټول هیواد ته ورسیږي.  نوري فايبر به ژر ټول هیواد ته ورسیږي. نوري فایبر هغه اوچته او په نړۍ کې پرمخ تللې ټکنالوژي ده چې زیاتره د انټرنیټ په برخه کې کاریږي او مالومات یا Data په وړانګو یا په شع

27.05.2012 اريوب

د جنازې بازو مې نيسه: نبي تدبير

د جنازې بازو مې نيسه پرون مې د يو داسې فرهنګي د جنازې بازو نيولی ؤ چې که په خپله ليکوال او شاعر نه ؤ خو د ګڼو ليکوالو او شاعرانو بازو يې مضبوط کړی ؤ.    دا خوشباوره، بې کبره او پټان وليد افغا

06.10.2011 اريوب

د خواشينۍ پيغام : انديښمن ځاځى

  په ډيره خواشينۍ مې خبر تر لاسه كړ چې د هيواد ملي ، سياسي او فرهنګي شخصيت معراج الدين پټان له دې فاني دونيا څخه سترګي پټې كړې چې ددغه خبر په اوريدو سره مې زړه ډير ودرديد ، معراج الدين پټان د خپل هيواد ،  ژبې .  خلكو  او كلتور په لاره كې ډير قربانۍ وركړي چې د ده د مړينې سره مونږ

04.10.2011 اريوب

دردونکې پیښه

      دردونکې پیښه د هیواد علمي،سیاسي،فرهنګپال ،په خپل وطن او ولس مین شحصیت استاد معراج الدین پټان د مړینې له کبله د زړه له تله خواشینی یم . ددغه لوې فرهنګپالې سټې مړینه دهیواد لپاره لویه تشه بولم چې تر ډيره وخت به دا تشه څوک ډکه نکړي.د استاد درن

04.10.2011 اريوب

د نوي كال مباركي

  د اريوب بلوګ چلوونكې ډله د ۱۳۹۰ لمريز كال د رارسيدو په وياړ ټولو هيوادوالو ته د زړه له كومې مباركي وايي او هيله لري چې دا كال د افغانستان له پاره د خوشحالۍ سوكالۍ او امن څخه ډك كال ووسي او ورسته له په هيواد كې د د توپ او ټوپك كرغيړن غږ وانه وريدل شي . او په هيواد كې د يتمانو ا

21.03.2011 اريوب

محمدرفیق عزت :ځوانانوته لس ټکي

سرليک: ځوانانوته لس ټکي  ګرانو ځوانانو ته لس ټکي !۱ : مسلمانوځوانانو! داسلام ښکلې لار غیر مسلمانانو ته دمیني نمونه وګرځوﺉ.۲ : ګرانو ځوانانو ! دپوهي په شنه اسمان کې ځلانده ستوري شي.۳ : نازولو ځوانانو! د نن خولې د سبا ملغلري کړﺉ. ۴ :ښکلو ځوانانو! بې تاسو هیواد د بې مټو جسد په څير دی.۵ : زړورو ځوانانو! دنن زیارکښان دسبا اتلان شي.۶ : ګلالیو ځوانانو ! بې پوهي توره د ځان تباهي ده .۷ :باتورو ځوانانو ! له توري سره یو ځای دپوهي په ډګر

04.11.2010 اريوب

خبرتيا

خبرتيا په کابل کې د صبا خپرندويه مرکز او په ځانګړي ډول نوا راډيو غواړي چې دعدل او انصاف په اړه د ليکل شويو شعرونه يوه مجموعه چاپ کړې نو له تاسو درنو شاعرانو څخه په درنښت هيله کيږي که څوک د عدل او انصاف په اړه شعرونه لري . مهرباني دې وکړي د (2010 دجولاى 25 )نيټې پورې دې په دې پته راوليږئ کابل .دريمه کارته .نوا راډيو. بريښناليک Jillani_jallan@yahoo.com

13.07.2010 اريوب

دلويې پکتياد فرهنګي ټولنو ګډې جرګې او دبايرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنو خبرتيــــــــا

خبرتيــــــــا نښتر مو شپږکلن شوراستانه هغه سپرلـــي هغه ګلاب ګلاب ياران وایمينه مينه وای په مينه مو دا وران کورګی ودان وایشــنو نښـــترو قلمـــرو کې سـلـــطنت وای د زمـريانومطرب بيا رباب سورکړی وای نه غم نه غمازان وایhttp://www.paktika1.com/khabar%20tia.htm دلويې پکتيا د فرهنګي ټولنو ګډه جرګه اودجرمني په بايرن آيالت کې موږ بايرن مېشتي افغانان دپخوا په څېر په يوه ورځ دنښتر لمانځنه کووموږ په پکتيانۍ مينه خپ

04.05.2010 اريوب

مطيع الله اباسين سره دميدان ځوانانوخواخوږۍ

مطيع الله اباسين سره دميدان ځوانانوخواخوږۍ داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې د افغان ژورنالېست، ليکوال، لرغونپېژندوی او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دپخواني سلاکار ښاغلي مطيع الله اباسين او ليكوال او شاعر خالد نجيم مور بي بي په حق رسېدلې ده. انالله و انا اليه راجعون دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې

24.03.2010 اريوب

د پکتيا د کلتوري او مدني ټولنو د ګډې جرګې او اريوب ادارې د خواخوږۍ پيغام

دومره څوک نه شته چې فريـاد لره مې ځـار ووايي نو دا زړګى څنـــګه تسل کــــړمه چې اور مــه اخله خدايه دا يوه دوعا مې خپل درکې منـــظوره کــــانده چـــې د کوم تــــور کـــافر نه هم د هغه مور مه اخله  په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هيواد د ځوان ليکوال تکړه ژورناليست ، لرغونپوه  او  د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د پخواني سرسلاکاردران

24.03.2010 اريوب

د پښتنو د اسمان ستورې هم پريوت

د پښتنو د اسمان ستورۍ پروت    په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قوم ريښينى مبارز دپښتو ژبې وتلى شاعر او ليکوال او د پښتنو سياسي مشر اجمل خټک د دوشنبې په شپه په پيښور کې د ورپيښې ناروغۍ له امله د پنځه اتيا کالونو په عمر له دې فاني دونيا سترګې پټې کړې چې دا د ټولو پښتنو د پاره يوه دردون

08.02.2010 اريوب

هغه د بابا خبره

  هغه د بابا خبره  ((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير تکړه غړې ل

05.01.2010 اريوب

يوه هيله او مننه/ آمير غازي

سلام او ډیر درناوی !دځاځی بابا دټولنې ټولو عزتمنو عزیزانو ته چې الحمدالله ښه ټکی ته چې خپل هیر ستوری را ژوندی او را پیژنی یې پام شوی دخیر او برکت ددعالاس پورته کوم ، او په دی نیک ګام کی یې بری غواړم ،او هم پدی اوچت ګام کې تر خپله وسه ځان هم ګام بولم ، او داریوب دسیمې ګلالو ژڼکیوته په دی دروند دود دستورکې دبری غوښتنه کوم .زما هیله داده چې که چیری غواړی چی دخپل هیواد په کچه خپل نومیالی په تاریخی بڼه ،نه یوازی هیوادوالو بلکه نړیوالو ته وروپیژنی ، ښه ب

01.12.2009 اريوب

د مبارکۍ پيغام : محمد امين بسمل

د مبارکۍ پيغام : دسترافغان په نوم اوټغرمينو هيوادوالـــــــــــــو! تاسوته  دبايرن مېشتوافغانانودکولتوري  ټولنې غړي  په ډېره مينه زموږدګران افغانستان دکرکټ  ملي لوبډلې داتلوليواوپه پرله پسې بري

01.12.2009 اريوب

دويښو ځوانانو ادبي ټو لنې ويب لاګ پر ليکه شو.

دويښو ځوانانو ادبي ټو لنې ويب لاګ پر ليکه سو.ويښ ځوانان ادبې ټو لنه په دې ويا ړ کو ې چې ځان د خپلو لر او بر پښتنو ورڼو دخدمت لپاره مخ کې کوي.دافغان مها جرو ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې لو مړي ځل په کوټه کې دافغاني مها جرو د سرانانو په کيمپ کې په فعاليت پيل وکړ.چې وروسته د بعضو پښتنو وروڼو په غوښتنه د مهاجرو کلمه ځينې پري سوه او اوس دويښو ځواناو په نا مه شهرت لری.ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې دتا ندو قلمې ځوانانو څخه جوړه ده غوښتل چې ميا شتنې مجله ولري.خو د جيب افلاس ا

18.11.2009 اريوب

د ځاځيوځوانانو علمي او کولتوري ټولنې د سولې ورځ ولمانځله .

د ځاځيوځوانانو علمي او کولتوري ټولنې د سولې ورځ ولمانځله .١٣٨٨ د تلې په ٩ چې د (2009\10\1) نيټې سره سمون خورې د پنجشنبې په ورځ د کابل نوي ښار په ستاره هوټل کې دځاځيو ځوانانو علمي او کولتورې ټولنې په نوښت د سولې د ورځې د لمانځنې په مناسبت يوه پرتمينه غونډه جوړه شوې وه. چې د هيواد ګڼ شمير سياسي غير سياسي ، دولتي چاروکو، د ولسي جرګي غړيو، علمي او فرهنګي شحصيتونواو په سلګونو هيوادولو پکې برخه اخيسته وه . غونډه ماسپښين مهال ٣ بجې د انجينر صاحب سلطان حميد لخوا د قران مجي

03.10.2009 اريوب

د پکتيا د کلتوري ټولنو د جرګه ګۍ خبرتيا

د پکتيا د کلتوري ټولنو د جرګه ګۍ خبرتيا د پکتيا کلتوري ټولنو جرګه ګۍ  اود  پکتيا  ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري چې د پکيتا ولايت د مرکز د ګرديز ښار واټونه او څلور لارې د نوموړي ولايت د قومي مشرانو او  مخورو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د وتلو جهادي مشرانو ،  د پکتيا ولايت د روحاني شخصيتونو او  د پکتيا د خدمت ګارانو په نومونو ونوموي ، نو له ټولو دوستانو او  فرهنګيانو  څخه هيله لرو چې په دې برخه کې د نوموړې ټولنې سره مرسته

25.02.2009 اريوب

د ګلپاڼو اتڼ کتاب ددويم ځل چاپ خبرتيا

د ګلپاڼو اتڼ د ځوان اونوښت ګر شاعر سيدجيلاني جلان لومړۍ شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٦ لمريز کال د ځاځي بابا ادبي ټولنې لخوا په ښکلي کاغذ او ښکلې پښتۍ په ١٨٨ مخونو کې له چاپه راووته . چې د چاپ شمير يې زر ټوکه وو .او دې کتاب په ډير کم وخت کې ډير زيات ميناوال پيدا کړل .او دا کتاب چې زياتو خلکو يې د بيا چاپ غوښتنه وکړه .نو له نيکمرغه دادى د دويم ځل لپاره د تير په څير په ښکلې بڼه له چاپه راووت . او ددويم ځل چاپ مالي لګښت يې ځوان او تاند شاعر هارون پرهار ځاځي په مينه په غاړه واخسيت

04.02.2009 اريوب

د خواشينۍ پيغامونه

د خواخوږې پيغام د ځاځي بابا ادبي ټولنه او د آريوب مجلې ادارهد پښتو ژبې استاد شاعر محمدصديق پسرلي د ميرمنې د مړينې په درد کېله استاد پسرلي او دده له فرهنګپاله کورنۍ سره ځانونه شريک ګڼې اروښادې ته له لوى خداى څخه د فردوست جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوي په درنښت د ځاځي باباادبي ټولنه اود آريوب مجلې اداره   له استاد شاعر محمد صديق پسرلي سره د بایرن مېشتو افغان

16.12.2008 اريوب

د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام

دومره څوک نه شته چـــــې فرياد لـــره مې ځــــار ووايـي نو دا زړګى څنګه تسل کـــړمه چـــــــې اور مه اخـــــــــــلهخدايـــه دا يـــوه دوعا مې خپــل در کې منظوره کــــانده چـــــــې د کــــوم تور کافــــر نه هـــم د هغــــه مور مه اخله مور د بشرپت تر ټول شرين موجود دى مور د ريښتينې مينې ميعار دى او مور هغه موجود دى چې تر پښو لاندى يې جنت دى او په مينه کې يې د سلګونو جنتونو کيف پروت دى او مور د انسان د د درد ، غم او ژړا رښتينې مله ده نو په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ

16.12.2008 اريوب

مننليک

 له ټولوهغوملګرو اودوستانوڅخه دزړه له تله مننه کوم چی له ما سره یی دګرانی موردمړینی په غم کیځانونه شریک بللي اوماته یی په کورکی په جومات کی په ټلیفون او زما په ایمل یا دآریوب مجلیپه ایمل پته باندی ډاډ راکړی.په ځانګړی توګه له اورپا، امریکا، مسکو، سعودي عربستان،دوبی، کاناډا، څخه بیسمل صاحب، ډاکټرمحمد ولی جمکزی ،نورمحمحد صابر، امرخیل صاحب، جمیله آریوبي، ثمراسلمي، مینه پیرزاده، ډاکټررفیق غروال، غزني ګل ځاځی، حا جي شهباز،حاجي کریم ځدران، حاجي بادشاه، فضل کریم وردګ

30.11.2008 اريوب

دخواشينۍ پيغام/ محمدامين بسمل

     انا لله و انا اليه راجعونګـــــران ورو ر بې ریا صاحب !په غم مو دومره سخت غمجن شوم چي  بس نو یو خالـق تعالی  مې له زړه څخه خبر دی،  مور جانې ته له خپل پاک رب  څخه مغفرت اوجنتونه غواړم تاسواوقدرمنې کورنۍ ته مودجمیل صبر دعاوې کوم مرګ حق دی دالله  پاک  چي څه رضأ وي هغه به منو باقي دې خدای نور غمونه نه راویني .        &nbsp

15.11.2008 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more