سلام او ډیر درناوی !
دځاځی بابا دټولنې ټولو عزتمنو عزیزانو ته چې الحمدالله ښه ټکی ته چې خپل هیر ستوری را ژوندی او را پیژنی یې پام شوی دخیر او برکت ددعالاس پورته کوم ، او په دی نیک ګام کی یې بری غواړم ،او هم پدی اوچت ګام کې تر خپله وسه ځان هم ګام بولم ، او داریوب دسیمې ګلالو ژڼکیوته په دی دروند دود دستورکې دبری غوښتنه کوم .
زما هیله داده چې که چیری غواړی چی دخپل هیواد په کچه خپل نومیالی په تاریخی بڼه ،نه یوازی هیوادوالو بلکه نړیوالو ته وروپیژنی ، ښه به دا وی چې له خپلو ژوندیو اریوبوالو د بیلګې په توګه که چیری زمونګ عزتمند او پوه مشر توریالی (ځاځی) زمونک دشهید وزیرصاحب جمعه محمد(محمدی) پیوګرافی په خپله ولیکی او دټولنې له اورګان څخه خپره شی ښه لار به یې همدا وی چې بیا وروسته په ترتیب سره زمونګ دپخوانیو او اوسنیو ستورو پیزندګلوی پیل شی ، البته ومحمدی صاحب بیوګرافی په کورنیو او بهرنیو رسنیو کی خپره شوی ، دا یوه بیلګه وه چې ما یې یادونه وکړه ، مونګ دشلمې پیړی مخکې هم ستوری لرو ، اریوبوال بیخ او ریښه لری ، او دهیواد په هره دوره کی مونګ میړنی او پوه کسان لرل او اوس یې هم لرو ،مونګ یوازی نه دا چی دخپلواکې په دګر کې جګړه کړی ، بلکه مونګ په سیاست ، اقتصاد ، حقوقو او نورو علوموکی هم لکه نن چې الحمدالله کسان او سټې لرو .پرون او هغه بله ورځ مو هم لرل ، خو مونګ دا فرهنګی اسانتایوې نلرلې ، نو دتاسی په قلم او مغزو دخدای(ج) برکت کیږدی ، چې وکوالای شودخپل ټولندود سره سم خپل نومورکی را پیدا او له نورو سره په مثبته سیالې کې سیالان شو. په کیلواله مینه . امیرغازی