غزل
چې نه په ورځ را سره مل وي نه په شپه پاتې وي
دا ډېر غمونه دي اور واخلي چې اېره پاتې وي
وحشي بادونه به يې تا غوندې په بله يوسي
را سره څو به خواري نښې ستا د پله پاتې وي
يو په غزل بل مې په اوښکو زړګى سپک غوندې شي
داسې ومه شه چې دې دوو کې يو هم نه پاتې وي
چې دي په زړه کړم ستوري يو بل ته مسکي شي غلي
دا ماشومان ته وا خبر زما په زړه پاتې وي
قدرت هله ژوند ته د نوي غاوير زيرى ورکړي
چې لېمه اور اخلي په غم جهان ويده پاتې وي
خداى مه کړه چيرته که څه چل درباندې وشو ګرانه
ستا و کوچۍ ته به بې اوښکو وايه څه پاتې وي
01.12.2009
- اريوب
سلام او ډیر درناوی !دځاځی بابا دټولنې ټولو عزتمنو عزیزانو ته چې الحمدالله ښه ټکی ته چې خپل هیر ستوری را ژوندی او را پیژنی یې پام شوی دخیر او برکت ددعالاس پورته کوم ، او په دی نیک ګام کی یې بری غواړم ،او هم پدی اوچت ګام کې تر خپله وسه ځان هم ګام بولم ، او داریوب دسیمې ګلالو ژڼکیوته په دی دروند دود دستورکې دبری غوښتنه کوم .زما هیله داده چې که چیری غواړی چی دخپل هیواد په کچه خپل نومیالی په تاریخی بڼه ،نه یوازی هیوادوالو بلکه نړیوالو ته وروپیژنی ، ښه ب...
02.12.2009
- اريوب
د روح كنډول په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږيلكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږيخود به له چين نه ښاپېرۍ را لېږي ګل د خنداد سندريز تار په زړه وړونكي تر نګ مطلب غږېږيد مازديګر په زېړ جبين به ګل، ګل وكرل شيدا ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذهب غږېږيراځئ په مينه، مينه واورو نوراني خبرېزما د جانان په طلايي تندي كې رب غږېږيخدايه! سرۀ ژبه د لمبو يې پرې كوه په توره زمونږ فر...