سرليک: نوري فايبر به ژر ټول هیواد ته ورسیږي. 

نوري فايبر به ژر ټول هیواد ته ورسیږي. 
نوري فایبر هغه اوچته او په نړۍ کې پرمخ تللې ټکنالوژي ده چې زیاتره د انټرنیټ په برخه کې کاریږي او مالومات یا Data په وړانګو یا په شعاو په ډیرې چټکۍ انتقالوي. چې د نړۍ په پرمخ تللو هیوادونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي که څه هم جګړه ځپلي افغانستان ته د نوري فایبر راتګ یو خیال او خوب و خو خوشبختانه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په نه ستړیدونکو هڅو او زیار اوس دا خیال په حقیقت بدل شو . او جګړه ځپلی افغانستان اوس د ټکنالوژۍ له دې اړخه د نړۍ له پرمخ تللو هیوادونو سره په قطار کې ولاړ دي . 
نوري فايبرد هيواد ډيرو ولايتونو ته رسيدلی خود مخابراتواو معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري چې زر تر زره ټول هيواد د ټكنالوژۍ له دغه نعمته برخمن شي او ټولو هيواد والو ته یې ګټه ورسیږي . بايد وويل شي چې له نوري فايبر څخه مياشتني عوايد ۵ ميلونه دالره او كلني عوايد يې ۶۰ميلونو دالره د افغانستان دولت ته رسيږي.په داسې حال كې چې د نوري فايبر په برخه كې ټوله سرمايه ګذاري له ۵۰ ميلونو دالرو نه كمه شوې ده . كه څه هم په ځينو منطقو كې د امنيتي ستونزو له كبله د نوري فايبر كار ځنډيدلي دى. خو دا ستونزه په حل کیدو ده .او په ځينو ولايتونو كې لكه لوګر، پكتيا ،خوست او پكتيكا كې اوس مهال په نوري فايبر كار روان دى. بايد وويل شي چې نوري فايبر دوې نوې برخې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په پلان كې دي چې يوه له كابل تر باميان ،غور،دايكندي ،ارزګان تر هرات او دويمه د شمال شرق افغانستان له كندوز نه ترتخار له تخاره تر بدخشان پورې . يانې دافغاستان زياتره سيمې به له نوري فايبر نه ګټه واخلي .یاده دې وي چې د نوري فایبر په راتګ سره د انټرنیټ په بیو کې هم خورا کمښت راغلی دی او انټرنیټي خدمتونه د کیفیت له مخې هم ډیرپه پرمخ ولاړ دي .وړاندې د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې د دMG bit 1 میاشتنۍ قیمت 4000 ډالره و خو نوموړی قیمت له 4000 ډالرو څخه تر 1500 ډالرو او بیا 900 دالرو ته او اوس دMG bit 1 قیمت 300 ډالرو ته راټیټ شوی او په راتلونکو شپږو یا نهو میاشتو کې به دا قیمت نور هم راټیټ شي چې د انټرنیټي خدمتونو د بیې په کمښت کې نورفایبر رول د یادولو وړ دی.

لیکوال : ګلالی اورښت