د مخابراتو د رئیسانود ۱۳۹۱ کال د کنفرانس رپورټ
د ۱۳۹۱ کال د حمل(وری) له ۲۰ تر۲۲ نیټې پورې په کابل کې دافغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په نوښت د (ICTI ) انستتیوت په تالارکې دمخابراتو د ولایاتو درئیسانو کلني کنفرانس ترعنوان لاندې درې ورځنی سیمنار جوړ شو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر انجنیر امیرزي سنګین،د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیالانو ،دولسي جرګې غړیو او د نوموړي وزارت د رهبرۍ هیئت غړیو ، کارکوونکو سربیره د هیواد د ټولو ولایتونود مخابراتي ریاستونو رئیسانو او د هیواد ګڼ شمیر رسنیو پکې ګډون کړی و. غونډه د قران مجید په څو مبارکو ایاتو پیل شوه .او ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر انجنیر امیرزي سنګین غونډه پخپلې وینا پرانیسته د تیرو کالونو په لاسته راوړنو او د راتلونکو کالونو په پلانونو یې مفصلې خبرې وکړې. همدا رنګه د نوموړي وزارت د رهبرۍ هیئت غړیو او د ولایتي رئیسانو خپل پریزینټیشنونه وړاندې کړل او په خپلو خبرو کې یې د تیر کال لاسته راوړنې ،کاري پلانونه او دمخابراتو په سکتور کې موجودې ستونزې او په مخابراتو پورې اړوند بېلا بیل موضوعات پکې تشریح کړل . دغو پریزینټیشنونو دوې ورځې دوام وکړو او په دریمه ورځ دسیمنار ګډون وال په کاري ګروپونو وویشل شول چې په بېلا بیلو ولایتونو کې دمخابراتو په اړه پکې بحثونه وشول .وروسته له کاري ګروپونو څخه د هر ګروپ مشر خپل پریزینټیشن وړاندې کړو . خپل وړاندیزونه ،نظریات او اساسي ستونزې یې په ګوته کړې .چې ټولې ستونزې ،نظریات او وړاندیزونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د رهبری هیئت غړیو لخوا واوریدل شول .او د غونډې په پای کې د نوموړي وزارت مالي او اداري مرستیال وهاب الدین سادت او تخنیکي مرستیال انجنیربریالي حسام په مخابراتو پورې په اړوندو ستونزو د سیمنارګډون والو ته بشپړ مالومات او د حل لارې چارې یې وښودې او ټینګار یې وکړو چې شته ستونزې به د امکان تر حده حل کړي. غونډه د حمل ۲۲ د سې شنبې په ورځ مازدیګر مهال پای ته ورسیده.
راپورټر: ګلالی اورښت