د انټرنیټي خدمتونو د بیې په کمښت کې د پام وړ بدلون
د ۱۳۹۱ ثور/غویي ۵ نیټه سهار مهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تالار کې د نوموړي وزارت لخوا مطبوعاتي غونډه جوړه شوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین، د وزارت رهبري هیئت غړیو او کارکوونکو سربیره ګڼ شمیر داخلي او بهرنیو رسنیو پکې برخه اخیستې وه .د غونډې ګډونوالو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر انجنیر امیرزي سینګین د انټرنیټ د قیمت د راښکته کیدو په اړه مالومات ورکړل .او زیاته یې کړه چې ۱۳۸۳ کال کې انټرنیټي خدمتونه په ډیره ټیټه کچه وو خوتر ۱۳۸۸ کال پورې 
له mb 200څخه mb 1000ورسیدو او د نوري فایبر په راتګ د انټرنیټي خدمتونه کچه ډیره لوړه شوه. ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین پخپلو خبرو کې دوه ټکو ته اشاره وکړه
۱:- اوس په هیواد کې دانټرنیټ په کارولو کې له DSL 3G,او Wimax سیستم نه ګټه اخیستل کیږي
۲:- د انټرنیټ قیمت په اړه دوه کاله وړاندې داسې نه انګیرل کیده چې د انټرنیټ لوړ قیمت به دومره زیات راټیټ شي ځکه چې د انټرنیټ خدمتونه د سټلایټ له لیارې وړاندې کیدل او زیاته یې کړه چې نوري فایبر د انټرنیټ د بیې په کمښت کې مهم رول لري په اول کې دMG bit 1 میاشتنۍ قیمت 4000 ډالره و خو ورو ورو نوموړی قیمت له 4000 ډالرو څخه تر 1500 ډالرو او بیا 900 دالرو ته او اوس دMG bit 1 قیمت 300 ډالرو ته راټیټ شو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به نور هم راټیټ شي .غونډه د بیلا بیلو ژونالیستانو پوښتنو ته د انجنیر امیرزي سنګین په ځوابولو غرمه مهال پای ته ورسیده .



لیکوال : ګلالی اورښت