د پکتيا د کلتوري ټولنو د جرګه ګۍ خبرتيا
د پکتيا کلتوري ټولنو جرګه ګۍ  اود  پکتيا  ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري چې د پکيتا ولايت د مرکز د ګرديز ښار واټونه او څلور لارې د نوموړي ولايت د قومي مشرانو او  مخورو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د وتلو جهادي مشرانو ،  د پکتيا ولايت د روحاني شخصيتونو او  د پکتيا د خدمت ګارانو په نومونو ونوموي ، نو له ټولو دوستانو او  فرهنګيانو  څخه هيله لرو چې په دې برخه کې د نوموړې ټولنې سره مرسته وکړي ، د هغو لويو شخصيتونو نومونه چې دوى ورسره اشنايې لري د لنډې پيژندګلوى اود کړنو د معلوماتو سره يو ځاى  نوموړې ټولنې ته وليږي  او په دې نيک کار کې شريک شي 
د پام وړ ټکي !
نومونه بايد د ډير غور ورسته وليږل شي په دې مانا چې مونږ  توانيدلي وو چې د غورو او کره شخصيتونو نومونه مو غوره کړي وي نو ددې لپاره بايد  لاندې  تيکي په  پام کې ونيول شي

١_ هغه نومونه بايد غوره شي چې قومي ،سياسي ، ژبنيز او سيمه يز تاوتريخوالى  ونه زيږوي
 
٢_نوم بايد د پکتيا ولايت ټولو قومونو او استوګنو ته د منلو وړ وي
 
٣_هغه شخصيت چې نوم يې غوره کيږي بايد خدمت يې ټولو پکتياوالو ته محسوس وي

٤_که شخص پکتياوال هم نه وي خو چې د پکتيا د ابادۍ لپاره يې کار کړي وي او خدمت يې ښکاره وي

٥_ دنوم تر څنګ د نوموړي شخصيت  په اړه يو څه معلومات هم ورکړل شي او د کړنو او خدمتونو معلومات يې هم بايد ورکړل شي

٦_ د د سياست په برخه کې د  هغو شخصيتونو نومونه بايد غوره شي  چې د تاريخ يې په اړه پريکړه کړي وي او د هيواد خدمتګار يې ګنلى وي

٧_ د ټولو هغو شخصيتونو نومونه راليږلاى شئ چې په پکتيا کې ،  تاريخي ،  قومي ، روحاني ، سياسي ، علمي ، فرهنګي ، د قلم يا تورې خاوندبلل شوى او منل شوى وي

 دپکتيا د کلتوري ټولنو جرګه ګۍ  هيله لري  چې تاسو ټول په هيواد مين فرهنګيان ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي او خپلې نيوکې وړانديزونه او مشورې ورسره شريکې کړي

په درنښت د پکتيا د کلتوري ټولنو چرګه ګۍ  

د اړيکو پتې
andekhman@yahoo.com
naizulla_aseel.zazai@yahoo.com
د تيلفون شميرې
٠٧٠٨١٩٨٢٥٣
٠٧٩٥٢٦١٠١٢
٠٧٩٧٠٩١٧٥٨
٠٧٧٩٨٠٨٠٣٨