په نړۍ كې تر ټولو غوره اوښه لباس او كلتور دپښتنو دى ، چې يو څه په اسلامي اصولو هم برابر دى او دپښتنولوړوالى او سپيڅلتوب هم څرګندوي ،خوله بده مرغه چې اوس يو داسې تيز سيلاب راروان دى ، چې زمونږ هرڅه ترپښو لاندې كوي يوه ورځ زما يوه ملګري راته كيسه كوله : چې يوپلار خپل ځوى ته وويل :زوى جانه ! راځه چې ترحمامه لاړشو او ويښته دې درته لږ اصلاح كړم ،زوى يې ورته وويل ! پلاره !كه نورهرڅه وي درسره ځمه ، خو ويښته مې نشم كمولى ،ماله ډيرو خواريو وروسته ايله اوس خپل ويښته تيري نام كړل ،ددواړوكش او ګير ووخو زوى يې دسركلۍ دكان ته بوتلو ، ويښته يې ورته كم كړل ، چې كله دسركلۍ له دوكانه راووتل ،زوى يې پلارته وويل چې زه به دې هم خوښ شم ،چې يو ګوښه ځاى يې پيداكړ او ټوپك يې راواخيست او ځان يې پرې وويشتو اوله عزرايل سره يې ستړې مشي وكړل .ګرانو پښتنو ځلميو دپلارنيكه روح ته په سپكه سترګه مه ګورې هندي او فيشني لباسونه پريږدى ،راځې چې مونږ تاسې خپل رواجونه دهندي لوبغاړو په څير نړۍ كې مشهور كړودګران پيغمبر حضرت محمد (ص) ديو حديث مفهم دى )چاچې مشابهت وكړو دكوم قام سره په رسم رواج كې بې له شكه چې داكس له همدغه قام څخه شو او په ورځ دقيامت كې به دهمدغه قوم سره په ټولي كې پورته كيږي)
لږ خپلو ملي اتلانو ته وګورى لكه :احمد شاه بابا، سيد جمال الدين افغان،ميرويس نيكه او وزير محمد اكبر خان چې دنړۍ هرګوټ ته په خپل ملي لباس كې تلل .