اريوب مجله( پېنځمه ګڼه)
بريالى ليكوال څنګه جوړېږي ؟ /ژباړن : نورالله غازي يار
يوې ليكنې موخه خپلې خبرې نوروته رسول د له كومې ليكنې يا مضمون څخه چې داموخه لاس ته رانشې دانوبيابي كاره او بې موخې ليكنه ده دنن نه قابو دوه سوه كاله پخواه ديوه انګريز ليكوال له خولې ويل شو ې دي چې بايد ليكوال په وخت كې زيات نه زيات مالومات خپل لوستونکي ته وليږدوي په نن زمانه كې نوره هم دي خبر ې ته اهميت وركړل شوې دي همدالامل دي چې نن دناول پرځاي افسانو او نورو لنډو كيسو لوري ته دلوستونكيو زيات پام وراوختى خلك دپېچلواو مشكلو كتابونو پر ځاي اسان مختصراو ټولنيزوك
په اخلاقي فلسفه کې دښکلا پېژندنې نظريه
ليکوال : شهيدمرتضى مطهريژباړن : مجيب الرحمن اميريمخکې له دې،چې پر موضوع بحث وکړو ؛يوۀ ټکي ته مو بايد پام وي؛هغه دا، چې ممکن ځينې خلک پر دې نظريه دپوهېدلو فکر وکړي،چې ايا اخلاق له مينې او عاطفې څخه عبارت دي ؟ له علم او پوهې څخه عبارت دي ؟ له ارادې څخه عبارت دي ؟ له وجدان څخه عبارت دي ؟ له ښکلا څخه عبارت دي ؟ دټولنې دروزنې په برخه کې څۀ گټه لري؟داچې که موږ ووايو او که ونه وايو،چې اخلاق له څۀ شي څخه عبارت دي؛خلک عملاً دناوړو اخلاقو پنځ
روغه جوړه او وودسولې دعنعنوي ميكانيزم بيارغاونه
روغه جوړه په افغانانو كې دجګړو ،مخالفتونو او خوابديو دحل او دپخلاتوب مؤثره طريقه ده . كه دتاريخ پاڼې واړول شي ، ټولوته به ثابته شي چې زمونږ دتاريخ دبيلو بيلو پيښو دحل او دبيلو بيلو قومونو دخوابديو دله منځه وړلو او پخلاتوب اغيز ناكه طريقه روغه جوړه ده . چې داكار پخپله دهيواد او دهيواد دهمغې سيمې دخير انديشو مشرانو او پراخ نظره عالمانو پواسطه تكراريږي . دغې ملي – افغاني عنعنې زمونږ دپښتو اودري ژبې په ادبياتو كې پراخ انعكاس موندلى چې مونږ به يې په دې لنډه مقاله كې مثالونه وړاندې كړو
غوره خبرې
زړه ور تيا ښه ده كه ډارزړه ورتوب په درواغو سره په ځان پورې نشي تپل كيداى .ځكه زړه ورتوب داسې صفت دى چې غولول او درواغ نه مني . ناپليون .بې له هوښيارۍ زړورتوب او وروسته له پيښې تصميم نيول دځان غولول دي . فردريك كبير كله چې څوك ما ځوروي خپل هوډ اوروحيه دومره اوچتوم چې دځورولو زيان نه رارسيږي . ژيراردن دشريف سړي په سينه كې زړه او زړه په طلايي صندوق كې دډيرې ارزښتناكې مرغلرې په شان دى. ويكتور هوګو.زړه ورتوب په دې كې نه دى چې سړى دخطر سره مخامخ نشي بلكې زړه ورتوب پ
نيمګړي ارمانونه اودمرګ سيلۍ
له خپلو تبليعي ملګرو سره په خپل كور كې ناست وم ،داسلام دمقدس دين په اړوند موپه خپلوكې خبرې كولي دحجرې دروازه خلاصه شوه مشرزوى مې چې قلم يې په لاس كې وؤر اننوته ماغوښتل چې قلم يې له لاسه واخلم چې په جب كې مې تليفون دنوي خبرلپاره اوازونه پيل كړل تليفون مې راپورته كړ ګورم چې داودتپان پرته له روغبړه چې له خبرو يې معلوميده چې وارخطادى راته ويې وويل چې ډاكټرمحمدهاشم په حق رسيدلى دى مونږ يې جنازه په يو امبولانس كې باركړي دى اوددوى دكوذ په لور راوان يو چې دمرګ دسبب پوښتنه مې وكړه بې خبري
د آريوب ستوري
قدرمنو لوستونكو څرنګه چې د آريوب مجلې يو كال پوره شو دا دى. دايې د دوهم كال لمړۍ ګڼه ده، موږ په تير كال كې دا هوډ درلود چې د آريوب ستورو ، په نوم يوه لړۍ شروع كړو خو د ځينو ستونزو له امله موږ په تير كال كې ونه توانيدو، خو اوس دا دى له نيكه مرغه موږ دا لړۍ په دې ګڼه كې شروع كړه انشاءالله او د وخت په تيريدو سره به وار په وار د آريوب هغه شخصيتونه در وپيژنو چې د قلم، تورې او ژبې خاوندان وو او دي. په لومړي ځل دوه داسې ستوري درپيژنو چې يو يې له نړۍ سترګې پټې كړي اوبل تراوسه دخپل اولس پ
د عامه رسنيو اړتيا
زموږ په هېواد کې د یو شمېر ډېرو مهمو اړتیاوو له جملې نه یو هم دعامو رسنیو نشتوالی و. عامې رسنۍ چې د ولس دژبې حیثیت لري، دخلکو غوښتنې ، اړ تیاوې او ارمانونه خپروي او دیوې بسیا او سوکاله ټولنې لپاره خپرونې کوي. په حقیقت کې ، په مطبوعاتي نړۍ کې ډله ییزې رسنۍ دڅلورمې قوې په توګه عمل کوي او همدا رسنۍ دې چې ، دحکومتي چارواکو کړه وړه څاري. ښه ته یې ښه او بد ته یې بد وایي.افغاني ټولنه ، له ډېر پخوا نه دعامو رسنیو په برخه کې، له یوه فرهنګي محرومیت سره مخامخ وه او هغه فرهنګي محرومیت دع
په پښتني كلتور دهندي كلتور اغيز
په نړۍ كې تر ټولو غوره اوښه لباس او كلتور دپښتنو دى ، چې يو څه په اسلامي اصولو هم برابر دى او دپښتنولوړوالى او سپيڅلتوب هم څرګندوي ،خوله بده مرغه چې اوس يو داسې تيز سيلاب راروان دى ، چې زمونږ هرڅه ترپښو لاندې كوي يوه ورځ زما يوه ملګري راته كيسه كوله : چې يوپلار خپل ځوى ته وويل :زوى جانه ! راځه چې ترحمامه لاړشو او ويښته دې درته لږ اصلاح كړم ،زوى يې ورته وويل ! پلاره !كه نورهرڅه وي درسره ځمه ، خو ويښته مې نشم كمولى ،ماله ډيرو خواريو وروسته ايله اوس خپل ويښته تيري نام كړل ،ددواړوكش
د رحمان بابا ادبي پيروان
رحمان بابا د هغه زرين دور د اوج او موج د دورې شاعر دى چې په خوشال بابا پيلېږي او په كاظم خان شيدا او پير محمد كاكړ پاى ته رسېږي. د پښتو په دې زرين دور كې ډېر ستر ستر شاعران رامنځته شول په خپله خوشال بابا يو ستر نابغه او فلسفي شاعر ؤ چې پښتو ته يې هر اړخيزې بښنې وكړې او د پښتو د ادب پلار لقب يې تر لاسه كړ. ورپسې د ده ګڼ زامن چې اكثره يې د رحمان بابا همزولي او ترې مشران او كشران وو په همدې دوره كې رامنځته شول اشرف خان هجري د خوشال خان بابا داسې زوى ؤ چې په پښتو او دري كې يې
خوشال داستاد رشاد له نظره \'\' لس مقالې \'\' ته يوه كتنه
لس مقالې دهېوادنامتو عالم ارواښاداكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد دپنځو مقالو مجموعه ده ، چې پر ۱۳۶۷ لمر يز كال په ۱۱۲مخونو كې چاپ شو ې ده ، په دې مجموعه كې استاذ رشاد دخوشال خان خټك دژوند وفن بيلا بيل اړخونه څيړلي دي چې په يو شميربرخو كې يې دلومړي ځل لپاره دپلار په اړه يو شمير تاريخي او ادبي حقايق رابرسيره كړې دي دې ليكنه كې غواړم داستاد رشاد پر مقالو په لنډه تو ګه تبصره وكړم : ۱، دخوشال په ديوان كې دبوستان او ګلستان دوږمو څرك بوستان او ګلستان د پاړسي ادب دلوى شاعر شرف الدين مصلح
پښتو اوسنى شعر/ حبيب الله رفيع
د پښتو اوسنى شعر د شلمې پېړۍ له راپيلېدو سره پيل شو، دا وخت پښتو شعر د موضوع اوبڼې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل. د پښتو شعر په دې موضوعي او شكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له همهغه پيل نه د ژوند شعر ؤ او د پښتو د ژوند بېلابېل اړخونه يې پكې منعكسېدل، په نولسمه پېړۍ كې انګريزانو دوه ځله پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه چې موضوع په پښتو شعر كې ژور انعكاس
د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات
د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات:افغـانـي دودونـه او عنـعنـــــات جرګه او مركه او د جرګو فيصلې په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې
خوبونه تعبيرونه
خوب په لغت كې ليدلو ته وايي ،چې په عربي كې ورته (رويا ويل كېږي)خو په اصطلاح كې دخوب قسم- قسم تعريفونه شوي دي ؛خوداړتيا لپاره يې ديو څه بيان اړين بولم. اول دا،چې خوب ليدلو ته وايي ؛ يانې هر هغه څه، چې يو انسان يې په خوب كې ويني – ابن عربي وايي، چې خوب كې ليدل هغه ادراكات دي، چې خداى يې دبنده په زړه كې پيداكوي ،چې يا ديوې ملايكې په لاس ياد يوه شيطان په لاس، چې په هغه كې يې ځينى حقيقت ته رسېږي او ځيني يې حقيقت ته نه رسېږي .دمثال په توګه لكه په بېدارۍ كې ،چې ديوچا په زړه خاطرې تې