له خپلو تبليعي ملګرو سره په خپل كور كې ناست وم ،داسلام دمقدس دين په اړوند موپه خپلوكې خبرې كولي دحجرې دروازه خلاصه شوه مشرزوى مې چې قلم يې په لاس كې وؤر اننوته ماغوښتل چې قلم يې له لاسه واخلم چې په جب كې مې تليفون دنوي خبرلپاره اوازونه پيل كړل تليفون مې راپورته كړ ګورم چې داودتپان پرته له روغبړه چې له خبرو يې معلوميده چې وارخطادى راته ويې وويل چې ډاكټرمحمدهاشم په حق رسيدلى دى مونږ يې جنازه په يو امبولانس كې باركړي دى اوددوى دكوذ په لور راوان يو چې دمرګ دسبب پوښتنه مې وكړه بې خبري يې ښكاره كړه ملګري مې په حجره كې پريښودل دكور موټر هم زمونږ بل ورور له ځان سره بيولي وؤ په بيړه د ډاكټرمحمدهاشم دكور په لور چې په روداحمدزيو كې دى حركت وكړ دلارې په اوږدوكې مې څوڅو ځله له تپان سره اړيكه ونيوله دډيرو موټرودګڼي ګوڼې له امله يو څه وځنډيدو درودله بازاره چې تيرشو ؤ دلوډسپيكراوازونوڅخه معلوميده چې جنازي له پاره صفونه برابرېږي له موټر پياده شوم غوښتل مې چې په منډو ځان جنازي ته ورسوؤ خوونه توانيدو دجنازي مراسيم ترسره شول په لوډسپيكر دپكتيادادبې ټولنې پخواني
مشرډاكټرعبدالهادي حماس خلكوته دمرحوم ډاكټرهاشم دژونددكړنو په هقله خبرې كولي ماته هم دميك روفون خواته دتلو بلنه راكړل شو ه جنازه دجماعت ترڅنګ په كټ ايښې وه دهغه په زخمي مخ مې نظر ولګېده بې اختياره شوم حواس مې ترډيرحده نه شو په ځاى كولاى دډاكټر هاشم ټول كړه وړه مې دتلو يزون دفلم په څيرترسترګوتېريدل ،چې په دي كې دمرحوم ورور دپكتيكاوالې محمداكرم خپلواك ميكروفون واخيست او خلكوته يې تسليت وركاوه ځان مې بيداركړ په خبرو مې پيل وكړ خونه پو هيدم چې خلكوته څه ووايم پرخلكو مې نظر تيركړ ټول غمجن وؤ په سترګوكې يې او ښېكې وي دافغان ادبي بهيرپرغړواستاد غضنفر ډاكټرخوشال ، روهې . علم ګل سحرنو ر الجيب نثاراو نور ډېرادبې ملګري هم راغلې وؤ خو باوروكړئ چې قلم هم نه خوځيږي چې دډاكټرهاشم نوم ليكم دمرګ دټكي په ليكلوراته دزړه د ردمحسوسيږې له هغه وخته چې له ډاكټرهاشم سره بلد شوى يم هيڅ داسې خبره په يادنه راځې چې ډاكټردي په تروشه ټنډه كړي وي هروخت به دتبسم په حال كې وؤ ډيره عاجزي پكې وه په هيچايې ځان پورته نه ګڼولو پستې او نرمې خبري يې كولي كله به چې ماسره مخامخ شوو نو دده اكثره خبرې به دفرهنګي چارو په برخه كې وي محمدهاشم يو طبي ډاكټر وؤ خوپه فرهنګي برخه كې يې دپام وړخدمتونه كړي دي دپكتياټولنې لپاره يې زيات امكانات برابركړي دي په ډيرو ادبي غونډو كې يې دهيوادپه كچه برخه اخيستې ده ديوكال لپاره ډاكټردپكتيادادبي ټولنې مشروؤ ديده دهڅوپه نتجه كې دپكتياادبي ټولنې موقف نورهم مظبوت شو په هغه شپه چې صميم صاحب او خوشحال روهې صاحب دهيواد دمختلفو سيمودنيژ دي كيدولپاره نيږدي-3۰ ملګري سره جرګه شوؤ ډاكټرمحمدهاشم يوه ډيره جامع طرح وړاندي كړه يوه ورځ يې راته وويل چې حاجي صاحب كه ژوندراسره ملګرتياوكړه انشاءالله چې دپښتوادب لپاره به داسي كارونه كوؤ چې زمونږدكولتوراو ژبې پرواړندي پرتې ستونزې لري شي خوافسوس چې دمرګ سيلۍ ډاكټرمحمد هاشم ته نوره دخدمت كولو موقع وركړي وايي
روح دې ښادوي
ليوني يو خودومرنه چې څوك په كاڼوولو
داچې يونيم ګذاركوؤ هغه له مينې كوؤ
مدام زمونږ چې دروازي دي له ډبرو ډكې
سبب يې دادى چې هرچاته قيصې سپينې كوؤ.

پاى