زموږ په هېواد کې د یو شمېر ډېرو مهمو اړتیاوو له جملې نه یو هم دعامو رسنیو نشتوالی و. عامې رسنۍ چې د ولس دژبې حیثیت لري، دخلکو غوښتنې ، اړ تیاوې او ارمانونه خپروي او دیوې بسیا او سوکاله ټولنې لپاره خپرونې کوي. په حقیقت کې ، په مطبوعاتي نړۍ کې ډله ییزې رسنۍ دڅلورمې قوې په توګه عمل کوي او همدا رسنۍ دې چې ، دحکومتي چارواکو کړه وړه څاري. ښه ته یې ښه او بد ته یې بد وایي.
افغاني ټولنه ، له ډېر پخوا نه دعامو رسنیو په برخه کې، له یوه فرهنګي محرومیت سره مخامخ وه او هغه فرهنګي محرومیت دعامو رسنیو نشتوالی وو. دغه ډول محرومیت په یوه ټولنه کې دفرهنګي فقر یوه مهمه کړۍ شمېرله کېږي.
عامې رسنۍ په نړۍ کې اوږد تاریخ لري او دهېواد دخپلواکۍ، د بیان دآزادۍ، دټولنې د ویښتیا او بیدارۍ په لاره کې ډېر مهم رول لوبولی دی. په اصل کې ، همدغه رسنۍ دهېواد د خپلواکۍ دګټنې او ساتنې، د انساني حقوقو دمراعاتولواو دواکمنانو د کړو وړو دڅارنې په برخه کې ډېر ستر رول لوبوي.
که څوک وغواړي چې، دڅلورمې قوې(مطبوعاتي نړۍ) او عامو رسنیو له زوره خبر شي ، نو دناپلیون بوناپارت دِغه لاندې خبره دې په ډېر غور سره ولولي:
« زه له اویا زره سرنیزو نه دومره نه ډارېږم ، لکه له دریوورځپاڼو نه! »

که چیرې دعامو رسنیو له لارې، په ناپیېلې توګه، دولس غږ د حکومتي چارواکو تر څنګ د نړیوالو غوږونو ته هم ورسېږي ، نوموږ فکر کوو چې ، قلموال به زموږ په ټولنه کې خپله بشري، اسلامي او افغاني دنده په ډېره ښه توګه سر ته رسولې وی. دا په حقیقت کې، یو فرهنګي مسوولیت دی. په هغو ټولنو کې چې دولس دغوښتنو ، سولې او سوکالۍ لپاره کار کوي، دټولنې د وګړو هڅونه او تشویق، دهغو دروا ارمانونو درناوی او دخپلې ټولنې د ودې اوپرمختګ په لاره کې کار ، یوه ډېره ارزښتناکه خبره اوګټور کار دی.خو دا کار باید په ډېرې پاک نفسۍ سره په مخ یووړل شي. په مطبوعاتي نړۍ کې د بې پرې توب اصل په ټینګه سره مراعات کړي ، له دې پرته په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي او له حتمي ماتې او سقوط سره مخامخ کېږي. په دې ډول دغه سپېڅلی مسلک یو ډول خاص ژورنالیستیک اخلاق هم غواړي. له دې امله کولی شي ، خپلې ټولنې ته لوری ورکړې. ولس دټاکل شوي هدف پر لور وهڅوي او همدغه د ژورنالیزم هدف او دعامو او آزادو رسنیو تګلاره هم ده.
موږ وینو چې ، نن سبا دجنګ فرهنګ زموږ دګران هېواد دخورو ورو ولسونو د ژوندانه په ټولو برخو باندې خپلې ناوړه او کر غیړنې اغیزې شیندلې دي ، له دې امله، په کار ده چې ، دقلم خاوندان دعامو رسنیو له لارې په یو لړ داسې فرهنګی فعالیتونو باندې لاس پورې کړې چې، د جنګ فرهنګ په وړاندې ودرېږی او په ګران افغانستان کې دسولې ، انسان دوستۍ او بشری مرستو روحیه پیاوړې کړې.خو دا کار هغه وخت شونی دی چې، دعامو او آزادو رسنیو خاوندان او آزاد خبریالان د خپلې ټولنې دنظم او سمبالتیا لپاره د هغوپر مراعاتولو باندې ټینګه عقیده ولري. عامې رسنۍ دغه زرین اصل ته د ژمنتیا او تعهد له مخې کولی شي چې، دخپلې ټولنې په سیاسي او ټولنیز ژوندانه کې دولس د سیاسي ګډون لپاره کار وکړي او دخپل فرهنګي تاریخ په دغه نازک پړاو کې د خپل ولس په ارادې دولاړ نظام دجوړولو لپاره، په عملی توګه خپله انساني ونډه تر سره کړي. دا چې په اوسني وخت کې زموږ انساني حقوق، ملي فرهنګ او ملي هویت دخپلو او نورو له خواله یو لړ سختو ګواښونو سره مخامخ دي، نو ددې ګواښونو د مخنیوي لپاره په کار ده چې، قلموا ل د عامو رسنیو له لارې خپلې خبرې او دخپل ولس هیلې ، غوښتنې او ارمانونه له لوستونکو سره شریک کړي او په دې ډول، د خپلې جنګ ځپلې ټولنې راتلونکی تګلوری وټاکي . په دې ډول، پدغه مطبوعاتي اخ وډب کې دخپل لرغوني هېواد، اصیل افغاني او اسلامي فرهنګ په ګټه خپل هغه تاریخي مکلفیت تر سره کولی شوچې، تاریخ زموږ اوتاسې پر اوږو ایښی دی!