د پکتيا د فرهنګي ټولنې اونيزه د کره کتنې غونډه د ١٣٨٧ لمريز کال د سلواغې د مياشتې په ٢٥ چې د جمعې د مبارکې ورځې سره سمون خوري د نوموړې ټولنې په دفتر کې تر سره شوه ، د يادې شوې غونډې مشري يار محمد پکتين کوله او مشر ميلمه يې فضل مولا لټون نومول شوى وو ،همدارنګه د دريځ چارې يې محمد انور ثمر پر مخ وړلې ، د کره کتنې دا غونډه د محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو اياتونو په لوستلو سره پيل شوه او ورپسې د امان الله منګل له خوا د تيرې اونۍ د غوندې راپور ولوستل او دوستانو يې ځينې نيمګړتياوې را برسيره کړې او د اصلاح لپاره يې مشورې ورکړې ، ورپسې د تيرې اونۍ د پريکړې سره سم د محمد نويد زيري غزل د کره کتنې لپاره وړاندې شو او له زيري نه غوښتنه وشوه چې خپل غزل ګډونوالو ته واوروي زيري غزل داسې پيل کړ
ښکته ليدو باندې دې يــــــاره باڼو ول اخســتى
ما لـــــکه خاوره ستا د هر قــــــدمه پل احستى
په تن مې اوسم لا ښکاره ستـــا د بڼو غشي دي
زړه مې خاطر د ازغو تل په سر د ګل اخستى
سترګۍ سترګۍ دې ورته خپـله ښکلا ډيره کړې
زما له بې وسه زړه يې دغه ازار تل اخسـتى
د يار په نوم يې راته خط د بــــل سړى راوړى
اه شوخ زلمي راځينې زيرى په څه چل احستى
غزل د زيري له خوا ولوستل شو او د غونډې برخوالو په خوند سره واوريد او ورپسې له نويد زيري غوښتنه وشوه چې د خپل غزل يو يو بيت په خپله د کره کتنې لپاره ولولي چي داسې يې پيل کړ
ښکته ليدو باندې دې ياره باڼو ول اخــستى
ما لکه خاوره ستا د هر قدمــــه پل احستى
دا د غزل مطلع وه چې له لوستو نه يې ورسته پکتين خپل نظر د يوې پوښتنې په ډول وړاندې کړ او ويل يې ايا باڼه ول اخلي ؟ ايا ول اخيستل د باڼو کار دى که د زلفو چې د همدې سره لټون وويل چې کيداى شي ، شاعر ډير ښکلى خيال کارولى دى خو انديښمن ځاځى بيا له دې خبرې سره مخالف وو او ويل يې چې کله چې مونږ د باڼو نوم اخلو زمونږ په ذهن کې يو انځور پيدا کيږي د غښو او د داسې څيزونو چې هغه نيغ دي ځکه چې باڼه ټل نيغ دي او هيڅ کله هم ول نه اخلي او که دا سې وشول نو بيا باڼه باڼه نه پاته کيږي . د همدې سره داود تپان د بيت په اړه وويل چې بيت دې په ظاهري ډول نه ليدل کيږي بلکې بيت ته بايد ژور وليدل شي او ويل يې په دې بيت کې نوې تشبح او نوى خيال کارول شوى دى او بيت يې وستايه خو خوږمن ځاځى ورسره همغږى نه وو نوموړي په بيت کې کارول شوې تشبح په ځاى نه ګڼله او ويل يې چې شاعر بايد داسې تشبح وکاروي چې شونې وي او ذهن يې ومني دا سې نه چې هغه نه ذهن منې او نه شوني وي او د همدې سره يې د انديښمن ځاځى خبره منله او ويل يې چې بيت ګونگ دى خو لټون بيا هم د بيت ستاينه کوله او د مشرانو څخه يې هيله کوله چې بايد ځوان شاعران ونه ټکول شي ښه به دا وي چې د هغوى نيګړتياوې مونږ اصلاح کړو چې په دې خبرې کې انديښمن ځاځى هم ورسره همغږى وو ، اصف خيل هم په بيت کې د تشبح په اړه خبرې وکړې او ويل يې چې شاعران بايد تشبح په خپل ځاى وکاروي ، خو ميران بيا د لټون د خبرې ځواب وايه چې مونږ بايد په کره کتنه کې د شاعرانو او ليکوالانو نيمګړتياوې ورپه ګوته کړو تر څو په راتلونګي کې يې اصلاح کړي ، سيمن عباس بيا ويل چې شاعر په نوموړي بيت کې ډيره لويه مبالغه کړې ده په نوموړي بيت باندې همداسې تود بحث روان وو چې د غونډې ګډونوالو د بل بيت د اورولو غوښتنه وکړه
په تن مې اوسم لا ښکاره ستا د بڼو غشي دي
زړه مې خاطر د ازغو تل په سر د ګل اخستى
پکتين د غزل په دوهم بيت خپلې خبرې داسې پيل کړې د بيت په لومړي نيم بيتي کې چې د ( اوسم ) کلمه راغلې ددې حدف ( اوس هم ) دى نو ددې کبله دې ( اوس هم) وليکل شي ، ددې سره رنځور هم نيوکه درلوده هغه دا چې په لومړي او دوهم بيت کې باڼه په تکراري ډول راغلي دي بايد مخنيوى يې وشي خو پکيتن د رنځور سره همغږى نه وو او دا تکرار يې سم گاڼه او ددې خبرې د ښې روښانه کولو لپاره يې دا بيت ولوست
پروت په وينو کې لت پت په پت کې ښه يم
نه د ســــرو زرو پــــه تخت باندې بې پــته
انديښمن او خوږمن هم همدا نظر درلود او په نوموړي بيت کې يې تکرار ښکلى ګاڼه
پکتين د ګډونوالو پام د غزل قافيې ته واړوه او ويل يې په غزل کې قافيه ول ، پل ، چل ، راغلي دي چې د ( ل ) د توري څخه وړاندې زور لري خو په دې بيت کې د ګل کليمه چې د (ل) د توري نه وړاندې پيښ راځي خو بايد ووايم چې په پښتو کې ګل په زور هم ويلاى شو او د همدې سره بل بيت ته وار ورکړل شو
سترګۍ سترګۍ دې ورته خپـله ښکلا ډيره کړې
زما له بې وسه زړه يې دغه ازار تل اخســتى
په نوموړي بيت باندې ميران خپلې خبرې پيل کړې او ويل يې چې په بيت کې د ازار د لامل يو څه بايد په ګوته شوي واى خو په دې بيت کې داسې څه نه شته چې د ازار لامل وګرځي خو د ميران په ځواب کې لټون وويل چې بيت ډير ښکلى او ډير په ځاى ويل شوى دى او دا ډول يې تشريح کړ چې معشوقه خپل مين ته خپله ښکلا داسې ښکاره کوي لکه ماشوم ته چې چاکليټ ښکاره کوي او ورکوي يې نه نو همدا د ازار لامل دى ، خوږمن د همدې بيت په جوړښت خبرې وکړې او ويل يې چې شاعر په لوموړي نيم بيتي کې له خپلې معشوقې سره مخامخ خبرې کوې خوپه دوهم بيت کې بيا د يونا معلوم چا سره غږيږي يانې په لومړي نيم بيتي کې مقشوقه مخامخ مخاطب شوې او په دوهم نيم بيتي کې بيا غايبه ده نو دلته شاعر له زمانې وتلاى دى ده ويل چې که بيت داسې وليکل شي نو سم به وي
سترګۍ سترګۍ دې ورته خپله ښکـلا ډيره کړې
زما له بې وسه زړه دې دغه ازار تــل اخستى
خو تپان بيا له خوږمن سره په دې خبره کې همغږي نه درلوده او ويل يې چې بيت په همدې ډول سم دى او نيګړيتا نه لري خو خوږمن بيا هم خپله خبره تکراروله او ويل يې چې شاعر په لومړي نيم بيتي کې د حال زما نه کاروي او په دوهم نيم بيتي کې له دې حالته وتلاى دى نو ددې سره دواړه نيم بيتي سره بې تړاوه شوي دي نو ويلاى شو چې بيت نيمګړتيا لري انديښمن ځاځي هم په دې بيت خبرې وکړې او دا بيت يې ښه وباله هغه په دې چې دده په وينا په دې بيت کې يو نوښت شوى هغه له سترګۍ سترګۍ ترکيب نه ستاينه وکړه او ويل يې دا يو نوى ترکيب دى او ورسره يې د خوږمن خبره هم منله او ويل يې چې رښتيا هم شاعر له زما نې وتلاى دى او که هغه ډول چې خوږمن اصلاح کړ ومنل شي نو ډير به ښکلى شي او د همدې سره که څه هم چې په بيت باندې خبرې روانې وې خو بيا هم د ډيريو ګډونوالو له خوا بيت ومنل شو او ورستى بيت د کره کتنې لپاره ولوستل شو
د يار په نوم يې راته خط د بل ســــړى راوړى
اه شوخ زلمي راځينې زيرى په څه چل احستى
دا د غزل ورستى بيت وو چې ټولو ګډونوالو ته يې ډير خوند ورکړ او لامل يې هم دا و چې زيري خپل تحلص په نوموړي بيت کې په ډير مهارت سره ډير ښکلى کارولى وو خو لټون ويل چې که څه هم چې په دې بيت کې زيرى ډير ښکلى کارول شوى دى خو بايد زيرى په قوس کې ونيول شي د همدې سره ټولو ګډونوالو نوموړى بيت وستايه شو او ورپسې نويد زيري ته وار ورکړل شو چې د خپل غزل او د ګډوالو د کره کتنې په اړه خپل نظر څرګند کړي ، زيري ددې تر څنګ چې له ټولو مننه وکړه دا يې هم وويل چې ډير لږ وخت کيږي چې زه شعر ليکم او عمر مې هم کم دى نو زه ستاسو لارښونو ته ډيره اړتيا لرم او نن مې هم خپل غزل ددې لپاره راوړى وو چې تاسو يې راته اصلاح کړى نو دا چې مو ما ته زما نيګړتياوې را په ګوته کړې مننه کوم ، د غونډې دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په دې برخه کې امان الله منګل ،رفيق ميران ،سناتورجواد ، حيران ، شفيق رنځور ،يونس تنوير ، نويد زيري ، سمين عباس ، فريد تسکين ، فضل مولا لټون ، خوږمن ځاځي ، داود تپان او انديښمن ځاځى په خپل وار سره خپل شعرونه ولوستل او د مشاعرې برخه يې ښکلې کړه . په پاى کې له فضل مولا لټون نه غوښتنه وشوه چې غونډه وارزوي نوموړي غونډه وستايله او ويل يې دا په پکتيا کې د ځوانو او با احساسو فرهنګيانو د زيار او هڅو پايلې دي چې نن يې مونږ ثمره وينو او زه د پکتيا فرهنګيانو ته ددې ګام د پورته کولو له امله مبارکي وايم ، نوموړي ددې تر څنګ يو وړانديز هم درلود هغه دا چې ويل يې تاسو ددې لپاره چې د ځوانو شاعرانو استعدادونه وروزئ نو طرحي مشاعرې هم تر سره کړى په دې سره به ځوان شاعران ډير وروزل شي ، د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې شاوخوا پنځوس کسه شاعرانو ليکوالانو او د ادب مينه والو برخه اخستې وه غوڼده مازديګر مهال ددې پريکړې سره پاى ته ورسيده چې په راتلونکې غونډه کې به د نياز الله اصيل لنډه کيسه د کره کتنې لپاره وړاندې شې