هاغه پورې شين بخونه غونډۍ ګورې!
چارچاپېره ترېنه شنې ونې ولاړې
هلته پروت زما ارمان زما جنت دی
بام د ميني ته د زړه ستنې ولاړې
چې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځي
د خوږ لفظو اوازونو پرې اتڼ دی
پستور پرې له شينکي اسمانه اوري
د قدرت د رحمتونو پرې اتڼ دی
هغه شنه جنډه چې رپي نري باد ته
پرې ليکلې مې سپېڅلې کليمه ده
ها زما د خوږې مينې سر چينه ده
د ژوندون د تصويرونو اينه ده
هغه دوې شناختې او څلی چې ښکارېږي
په وړو وړو زرينو شګو رنګ دی.
چې د ژوند د وږمو ساز کې يې زه ساز کړم
ها، ګلاب هلته د مرګ کړۍ کې زنګ دی
رانه لاړه ته وا خوب كې مې ساه لاړه
د ژړا د غرونو سرته يې ياغي کړم
اوس چينه د يوې زرينې شاعرۍ شوم
د دردونو په سندرو يې غني کړم
د جمعې په شپه خو خامخا ورځمه
پاکه مينه يې په مينه مينه وايم
ایينې پرې د رڼو اوښکو کرمه
د ياسين په زمزمو يې خدای ته ستا يم.
٩ سلواغې ۱۳۸۴
د لوی اختر ورځ
اريوب ځاځي خېرمېنه
يادونه : دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
15.02.2009
- اريوب
د پكتيا د فرهنګي ټولنې د اونيزې غونډې لنډراپور د پكتيا د فرهنګي ټولنې اونيزه غوڼده د ۱۳۸۷ لمريز كال د سلواغې د مياشتې په ۱۸ نيټه د جمعې په ورځ د نوموړې ټولنې په دفتر كې د غرمې ورسته په ۲ بجو د رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو اياتونو په لوستو سره پيل شوه . د غونډې مشر غيور ساحر اريوبي وو او د غونډې د وياندويې چارې اصيل ځاځي پر مخ وړلې او د غونډې مشر ميلمه انديښمن ځاځى ټاكل شوى وو ، د تيره غونډې د پريكړې له مخې د شفيق رنځور لڼده كيسه ( د مينې مجلس )&n...
23.02.2009
- اريوب
د پکتيا د فرهنګي ټولنې اونيزه د کره کتنې غونډه د ١٣٨٧ لمريز کال د سلواغې د مياشتې په ٢٥ چې د جمعې د مبارکې ورځې سره سمون خوري د نوموړې ټولنې په دفتر کې تر سره شوه ، د يادې شوې غونډې مشري يار محمد پکتين کوله او مشر ميلمه يې فضل مولا لټون نومول شوى وو ،همدارنګه د دريځ چارې يې محمد انور ثمر پر مخ وړلې ، د کره کتنې دا غونډه د محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو اياتونو په لوستلو سره پيل شوه او ورپسې د امان الله منګل له خوا د تيرې اونۍ د غوندې راپور ولوستل...