د پكتيا د فرهنګي ټولنې د اونيزې غونډې لنډراپور
د پكتيا د فرهنګي ټولنې اونيزه غوڼده د ۱۳۸۷ لمريز كال د سلواغې د مياشتې په ۱۸ نيټه د جمعې په ورځ د نوموړې ټولنې په دفتر كې د غرمې ورسته په ۲ بجو د رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو اياتونو په لوستو سره پيل شوه . د غونډې مشر غيور ساحر اريوبي وو او د غونډې د وياندويې چارې اصيل ځاځي پر مخ وړلې او د غونډې مشر ميلمه انديښمن ځاځى ټاكل شوى وو ،  د تيره غونډې د پريكړې له مخې د شفيق رنځور لڼده كيسه ( د مينې مجلس )  د غونډې په پيل كې د كره كتنې لپاره وړاندې شوه ، او له رنځور نه غوښتنه وشوه چې خپله كيسه د غونډې گډونوالو ته ولولي ، په نوموړې كيسې باندې كره كتنه د ساحر اريوبې په خبرو پيل شوه نوموړې د كيسې په اړه وويل چې نوموړې كيسه ډيره لنډه ده ، كله چې مونږ وايو لنډه كيسه دا په دې مانا نه ده چې ليكوال دې كيسه دومره لڼده كړي چې په كيسه كې پيغام او موخه ګونګه پاته شي ، او د همدې له امله په نوموړې كيسه كې هنريت نشته ځكه چې د كيسې مركزي كركټرونه ګلاب او مينه په هغه ډول چې بايد واضع شوي واى نه دي واضع شوي ،  نوموړي زياته كړه د لنډې كيسې د ليكلو لپاره بايد ډيره مطالعه وشي . ورپسې په نوموړې كيسې اصيل ځاځي خبرې پيل كړې او په خپلو خبرو كې يې د كسيې په جوړښت وغږيد او د نوموړې كيسې په اړه يې د ساحر اريوبي خبره ورسره منله چې كيسه ډيره لڼده ده او لامل يې هم دا وګڼلو چې ليكوال د كيسې پاى اغيزمن  كړى دى نو ځكه كيسه ترې لنډه شوې ده اصيل ځاځي په خپلو خبرو كې دا هم وويل چې كيسه بايد لوستونكى او اوريدونكى له ځان سره يوې سيمې ته بوځي او پيښې وزيږوي . خوږمن ځاځي بيا د ليكوال د كيسې لوستل وستايل او ويل يې  چې په اوسنۍ ټولنه كې شاعر او ليكوال يوازې د مينې او معشوقې پورې محدود وي خو په دې كيسه كې كې د پام وړ خبره ده چې رنځور پكښې د كرګټر مينه له خداى سره په ډيره ښه توګه انځور كړې ده لكه ويلي يې دي ، (كله چې مين شوم نو ډير ښه كارونه مې كول لومونځ خو مې پينځه وخته كوو او د جماعت له لپاره به وختي جومات ته تلم )،  انديښمن ځاځي هم كيسه ګونګه وګڼله او ويې ويل كيسه ښه ده خو بيخي ګونګه ده تلوسه يې په پيل كې ختمه شوې ده په كيسه كې تلوسه د كيسې روح دى او كه مونږ د كيسې روح په پيل كې له مينځه يوسو نو كيسه په پيل كې مړه كيږي  او زياته يې كړه زما په نظر او ما چې له كيسه ليكوالو او استادانو  نه اوريدلي دي نو په دې باور يم كله چې ليكوال نثر ليكې هغه هم داستان كه ناول وي او كه كيسه نو بايد خپل ذهن ته د يوې ويډويې كامرې فكر وكړي خو تر پايه به دا ميعار ساتي او له همدې يوې كامرې به انځور وړاندې كوي يانې كه خپله راوي او كركتر وي تر اخيره بايد همداسې پاته شي او كه يوازې راوي وي او د بل كركټر كيسه كوي نو بيا دې تر اخيره د همغه كركټر انځور وړاندې كړي چې د همدې سره رفيق  ميران هم د نوموړي خبره ورسره ومنله او ويې ويل چې په كيسه كې بايد انځور موجود وي او  رنځور بايد دا  خبره په پام كې نيولې واى چې د ګلاب د كلي او د مينې د كور انځور يې وركړى واى تر څو لوستونكي په تياره كې نه واى پاته نوموړي داسې مثال وركاوه چې رنځور كولاى شول وليكې  زما كور د غونډې په سره وو او د مينې كور راته مخامخ ښاريدو هغه به هر سهار په اوبو پسې تله او يا دې ته ورته نور  پتې (ادرسونه) خو چې د پيسې سره يې تړاو درلودلى ، احسان حميدي د ميران خبره وغزوله او ويل يې چې په كيسه كې دې خامخا سيمه په ګوته شي چې د ځينو برخوالو له خوا ونه منل شوه او ويې وويل شول چې مونږ كولاى شو په كيسه كې ځينې كلتوري او عنعنوي مسايل راڅرګند كړو نو په خپله لوستونګى پوهيږي چې كيسه په كومې سيمې پورې تړاوو لري او د نورو بخوالو ترڅنګ انديښمن ځاځي هم  دا خبره ومنله  خو د كيسې پر پيغام  يې خبرې وكړې نوموړي  د كيسې پيغام ګونګ وګاڼه  او ويل يې زما په نظر  ليكوال غوښتي دي چې د كيسې كركټر غريب ښكاره كړي  او همدا غريبي ددې لا مل وګڼي چې دوه مين له يو او بل نه بيل شوي دي او مينه ځان وژنې ته اړ شوې خو ليكوال په دې برخه كې په  پوره ډول نه دى توانيدلى نوموړي زياته كړه  چې ليكوال كولاى شول په ډيره اسانه توګه دا كار تر سره كړى واى د مثال په ډول په پيل كې ليكوال بايد د مينې پلار يو جابر او ظالم سړى ښودلى واى تر څو ددې پيښې لپاره يو لاره پيدا شوې وه ، اصيل ځاځي همدا خبره كوله او ويل يې  ددې پيغام د ښه ترسيم كولو لپاره ليكوال كولاى شول وليكې چې ګلاب خپلې مور ته وايې د مينې مركه راته  وكړه زه له مينې سره واده كول غواړم  خو مور يې په عاجزۍ ويلاى واى چې زويه مونږ ډير غريب خلك يو او مينه د خان لور ده چرته مونږ او چرته هغوى نو ليكول كولاى شول چې د ګلاب غريبي انځور كړي ، يونس تنوير د كيسې په ورستۍ برخه خبرې وكړې او نيوكه يې درلوده چې د مينې ورور انارګل د مينې د مرګ خبربايد  په خپله كلي ته ورنكړې او په دې كار كې له ګلابه مرسته ونه غواړي په داسې حال كې معمول ده چې د كلي په جومات كې اعلان كيږي او كليوال خبريږي خو خوږمن ځاځي ورسره ونه منله او دا يې ويل چې كيداى شي ليكوال به تير وختونه انځور كړي وي هغه وختونه چې لوډسپيكرونه نه و او د كلي خلك به په خپله ګرځيدل د غم او ښادۍ پيغامونه په بې په خپله كليوالو ته وركول د همدې سره د كركتنې نورې خبرې سره راټولې شوې او د رنځور كيسه يې په ټوليزه توګه وارزوله او نوموړي ته يې ځينې وړانديزونه د كيسې د اصلاح لپاره وركړل او رنځور ته هم وار وركول شو تر څو د خپلې كيسې په اړه او د ګډونوالو د نيوكو او وړانديزونو په اړه خپل نظر ښكاره كړي  رنځور له ټولو ګډونوالو څخه په مننه وويل ما دا كيسه تاسو ته د اصلاح لپاره راوړې وه او مننه كوم چې ما ته مو زما نيكړتياوې را په ګوته كړې او كوښښ به وكړم چې ستاسو وړانديزونه په پام كې ونيسم  تر څو  دا او خپلې نورې كيسې يې په رڼا كې اصلاح كړم . د رنځور په همدې خبرو د كركتنې برخه پاى ته ورسيده او د خپرونې دوهمه برخه مشاعره وه چې لاندې شاعرانو لكه هر يو خوږمن ځاځي ، غيور ساحر اريوبي ، رفيق ميران ، انور ثمر،  امان الله منګل ،  شفق الله ، يونس تنوير ، نويد زيري ، ثمر الدين خير خوا او انديښمن ځاځى   په خپلو شعرونو ښكلې كړه ، د غونډې په پاى كې د غونډې مشر غيور ساحر اريوبي ته بلنه وركړل شوه چې غونډه وارزوي نوموړي غونډه ښه وګڼله او تر څنګ يې ځوانانو ته وړانديز درلود چې ډيره مطالعه دې وكړي تر څو د ښو شاعرانو له كارونو سره اشنا شي  او او نوښتونه وكړي ، د غونډې مشر ميلمه انديښمن ځاځي نه هم د غونډې د څرنګوالي په اړه د نظر څرګندولو غوښتنه وشوه چى  نوموړي وويل نننۍ غونډه خو ډيره ښكلې وه خو زه بيا په پكتيا كې د داسې غونډو پيل ته ډير خوښ يم هغه ځكه چې څو مودې وړاندې مونږ په همدې كوښښ كې وو تر څو په پكتيا كې فرهنګي چارې يو څه ګړندۍ ګړو خو له نيكه مرغه زه چې نننۍ ورځ له تيرو ورځو سره انډول كوم نو ډيرې هيلې را ته پيدا شوي او ډير كارونه هم په برياليتوب سره په مخ ځي زه د پكتيا فرهنګي ټولنې ته ددې ګام د پورته كولو له امله مباركي وايم او په راتلونكې كې ورته بريا غواړم . د  غوڼده په پاى  كې پريكړه وشوه چې په راتلونكې اونيزې غوڼده كې به د ځوان شاعر نويد زيري غزل كره كتنې ته وړاندې كيږي اود اختتاميه دوايې په لوستلو سره غونډه مازيدګر مهال پاى ته ورسيده