د ځاځيوځوانانو علمي او کولتوري ټولنې د سولې ورځ ولمانځله .
١٣٨٨ د تلې په ٩ چې د (2009\10\1) نيټې سره سمون خورې د پنجشنبې په ورځ د کابل نوي ښار په ستاره هوټل کې دځاځيو ځوانانو علمي او کولتورې ټولنې په نوښت د سولې د ورځې د لمانځنې په مناسبت يوه پرتمينه غونډه جوړه شوې وه. چې د هيواد ګڼ شمير سياسي غير سياسي ، دولتي چاروکو، د ولسي جرګي غړيو، علمي او فرهنګي شحصيتونواو په سلګونو هيوادولو پکې برخه اخيسته وه . غونډه ماسپښين مهال ٣ بجې د انجينر صاحب سلطان حميد لخوا د قران مجيد په سپيڅلو اياتو پيل شوه.
د غونډې په پيل کې د غونډې په اړه د ځاځيو ځوانانو علمي او کولتوري ټولنې مشر شهزاد ګل آريوبي خبرې کړې .
او ورپسې
استاد حبيب الله رفع
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت دځوانانو چارو معين ښاغلي محمد طاهر غوث
په افغانستان کې د بيلجيم پخوني سفير جان لووييز
په ولسي جرګه کې دکابل د خلکو استازې اغلې شکريې بارکزۍ
علمي او سياسي شحصيت محمد يونس فکور
انجينر عطاالله خازم
د پوهنې وزارت وياند اصف ننګ
عبدالقادر ځاځي
د سولې د ورځې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې .
اود غونډې په پاى کې په افغانستان کې د د دايمي سولې په اړه پريکړه ليک په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي ګل پاچا مجيدي لخوا ولوستل شو.
چې متن يې په دې ډول دى.
دا چې ٢١ سپتمبر د سولې نړيواله ورځ ده په نړۍ کې د جنګ ،جګړې او تاو تريخوالي په ضد لمانځل کيږي . نو په دې لړ کې دځاځيو ځوانانو علمي
او کولتوري ټولنه هم نوموړې ورځ لمانځي . او د غونډې پريکړه ليک په لاندې پينځو مادو کې وړاندې کوي.
١ :- مونږ نه يوازې په هيواد او د سيمې په کچه بلکې په ټوله نړۍ کې سوله غواړو په هر قيمت چې وي بايد سولې ته درناوى وشي.
٢:- د جنګي ډلو او دهغوى له ملاتړو ډلو،سازمانونو او هيوادونو څخه هيله کو. چې نور د جنګي ډلو د سمبالښت او ملاتړ څخه لاس واخلي . نړۍ ، نړيوال او په ځانګړي ډول افغانستان او د افغانستان خلک پريږدي چې په سوله کې ژوند وکړي .
٣:- په هيواد کې د ټولو هغو جنګي ډلو افغانانو څخه هيله کوو چې جګړه پريږدي او د سولې په بهير ورګډ شي چې موجوده ناورين ختم شي او افغانان د نړۍ د نورو وګړيو تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي .
٤:- مونږ په افغانستان کې له نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او د نړۍ سياسي نمايندګيو نه په کلکه غوښتنه کوو چې د افغانانو په امينت او سولې ساتلو کې کلکه ونډه واخلي او همدارنګه په بې ګناه وګړيو بې ځايه بمبارۍ ونکړي .او د افغانستان د مسلمان ملت مذهب ، کولتور او عنعناتو ته درناوى وکړي.
٥:- له ګاوڼديو هيوادونو څخه هيله کوو چې په افغانستان کې د جنګ ، جګړې او تاو تريخوالي په ضد مبارزه کې د زړه له کومې او په صداقت برخه واخلي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي . ځکه په افغانستان کې سوله د ګاونډويو هيوادونو او د سيمې لپاره په ګټه ده .
د ځاځيو ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه
د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت غوڼده ،کابل ستاره هوټل ٩ تلې ١٣٨٨ .
ياده دې وي چې د غونډې په منځ منځ کې شاعران راغوښتل کيدل چې د سولې په اړه يې په زړه پورې شعرونو ، لنډې نثري ټوټې لوستلې
او دغونډې د وياندې چارې د ځوان ، نوښتګر شاعر ، ليکوال او ژورناليست
سيدجيلا ني جلان په غاړه وي چې غوڼدې ته يې لا ښکلا ورکړې وه . او
غونډه مازديګر مهال ٥:٣٠ بجې د مازديګرنې په خوړلو پاى ته ورسيده .
د ځاځيو ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه .کابل
خبرتياوې