د خواشينۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې د هيواد تكړه ليكوال او تكړه خبريال ، د پكتيا غږ راډيو او پكتيا غږ اونيزې بنسټ ايښودونكې او ريس محمد ضيا ارمان عمري د ورپيښې ناروغۍ له امله له فاني دونيا څخه سترګې پټې كړې . ( د ځاځي بابا ادبي ټولنه ) د محمد ضيا ارمان عمري مړينه يوه لويه ضايعه بولي او د نوموړې له كورنۍ سره په دغه درانه درد كې ځان شريك ګڼي ،( د ځاځي بابا ادبي ټولنه) نوموړي ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر په پار د خداى دربار ته د دوعا لاسونه لپه كوي .