د پښتنو د اسمان ستورۍ پروت

 

 په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قوم ريښينى مبارز دپښتو ژبې وتلى شاعر او ليکوال او د پښتنو سياسي مشر اجمل خټک د دوشنبې په شپه په پيښور کې د ورپيښې ناروغۍ له امله د پنځه اتيا کالونو په عمر له دې فاني دونيا سترګې پټې کړې چې دا د ټولو پښتنو د پاره يوه دردونکې او نه جبرانيدونکې ضايع ده

اجمل خټک د عوامي نشنل ګونډمشر د پښتنو د ښيګڼو له پاره يو رښتينى مبارز  او تکړه ليکوال وو چې د همدې مبارزې په لار کې يې اولس کاله د جلا وطنۍ په ډول  په افغانستان کې تير کړي دي  اجمل خټک د خپل ژوند په اوږدو کې تل د پښتنو او د پښتنو د ښيګڼې د پاره  مبارزه کړي او خپل ژوند يې د پښتنو  ته   دحق ورکولو په خاطر وقف کړى دى  او په همدې لاره کې يې د ژوند ورستي ګامونه هم واخيستل او له خپل هوډ او عظم نه 

وا نوښت

 اريوب اداره ددې درانه شاعر تکړه ليکوال د پښتنو د حق رښتيني مبارز اجمل خټک په په مړينه د نورو ټولو پښتنو په شان غمرازي څرګندوي او او د اجمل خټک مړينه يوه لوه او نه جبرانيدونکې ضايع بولي

د اريوب اداره  د لوى خداى  دربار ته د دوعا لاسونه لپه کوي او دوعا کوي چې   اروا ښاد  اجمل خټک ته خداى (ج) د جنت فردوس نصيب کړي  ،  همدا ډول د ارواښاد کورنۍ  او ټولو پښتنو ته د تصليت غوښتنه کوي

انا لله و انا اليه راجعون

 په درنښت

د اريوب اداره