د ستورو کټوری

شاعر زړګي ته مې خمار د تودې مينې ورکړه
چې مرورې زمانې درته سپرلي راوړي

د شپو پر بام مې جانان ايښي ګل بخملې پاپۍ
د سپينو ستورو کټوري نه به غمي راوړي

که نه يې زړه کې مې يې ګرانه پښتنو کې رواج
مړي قبرو ته وړي واپس ترېنه پټکي راوړي

ته چې پروته شوې په مټو مې خاپوړې کوې
زما شړۍ به هم د سرو ګلو ځونډي راوړي

د بنګاوو د ياغيستان ډېوې به لا مستې شي
که د خيرنو رڼاګانو رنګ زړګي راوړي

اه دنګ جلان دې په چاکو پرې شوې پاڼه بوله
د بېوسۍ سيلۍ يې يو خوا بل خوا وړي راوړي



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى