سرليک: ځوانانوته لس ټکي
ګرانو ځوانانو ته لس ټکي !
۱ : مسلمانوځوانانو! داسلام ښکلې لار غیر مسلمانانو ته دمیني نمونه وګرځوﺉ.
۲ : ګرانو ځوانانو ! دپوهي په شنه اسمان کې ځلانده ستوري شي.
۳ : نازولو ځوانانو! د نن خولې د سبا ملغلري کړﺉ.
۴ :ښکلو ځوانانو! بې تاسو هیواد د بې مټو جسد په څير دی.
۵ : زړورو ځوانانو! دنن زیارکښان دسبا اتلان شي.
۶ : ګلالیو ځوانانو ! بې پوهي توره د ځان تباهي ده .
۷ :باتورو ځوانانو ! له توري سره یو ځای دپوهي په ډګر کې دوښمن ته ماتې ورکړﺉ .
۸ : ویاړمنو ځوانانو ! دغوره ټولني هڅه وکړﺉ تر څو راتلونکي نسل ته ویاړشي.
۹ : فاتحو ځوانانو ! دعلم په لاسته راوړلو سره نړۍ فتحه کړﺉ.
۱۰ : بریالیو ځوانانو ! دپورته ټکيو په عملي کولو سره ځانونه بریالي کړﺉ.
لیکوال محمدرفیق عزت
04.11.2010
- اريوب
دواړه د يو کلي يو تر منځ مو فاصله نشتهبيا هم جدايي ده د ورتلو څه وسيله نشتهنن مې د همزولو مخ کې يار ته اشاره وکړهجوړه قيصه ورانه شوه ددې اوس فيصله نشتهمينه چې په سوال غواړې ثواب دی که ګناه لريستا سره خو شيخه پدې باب څه مسله نشتهدا خو زه منمه چې د صبر ميوې خوند کويڅه وکړمه خدايه زما دومره حوصله نشتهچا ترې تپوس وکړو چې ګوهر مندوزی څنګه دیويل ي چې هغې سره زما څه سلسله نشتهنو...
05.11.2010
- اريوب
نيمگړې هيله
مازديگرلمر په غړ غړو و ، په کوڅو کې د کلي هلکانو لوبې کولې .
اڅک د دواله اړخ ته په خاورو کې پلنه پلتۍ وهلې وه او د سپينې سر يې په زنگانه ايښې و ، هه خورې ، هلته گوره ! گوره هلکان څه کوي ؟
سپينې خپله خوله په ډيرې سختۍ سره بيرته کړه لږ غوندې موسکې شوه او مخ يې ايخوا ته واړوو ، سپينې سپينې يې هلکا نو ته وکاته !
د هلکانو شور ماشور وو...