دواړه د يو کلي يو تر منځ مو فاصله نشته
بيا هم جدايي ده د ورتلو څه وسيله نشته

نن مې د همزولو مخ کې يار ته اشاره وکړه
جوړه قيصه ورانه شوه ددې اوس فيصله نشته

مينه چې په سوال غواړې ثواب دی که ګناه لري
ستا سره خو شيخه پدې باب څه مسله نشته

دا خو زه منمه چې د صبر ميوې خوند کوي
څه وکړمه خدايه زما دومره حوصله نشته

چا ترې تپوس وکړو چې ګوهر مندوزی څنګه دی
ويل ي چې هغې سره زما څه سلسله نشته




نورالدين ګوهر خوست افغانستان