بغاوت
مينه زرينه وړانـګه بـولم دفـطرت دكـالـه
زه پـه ښكـلامين مـدام ښكلاتـه ژوندتېروم
كـه څوك مې تورداغ لګوي پرلمن باك يې نشته
دانـسانـيـت دفلـسفې رڼـاتـه ژونـدتېروم
نـورمـې جـذبې دغـلامۍ وختونه نه قبلوي
نـوردبـې ځـايـه حوصلولړۍ شلوم زمانې!
دخاموشۍ دپـردوشاته اوښـكې نـه تـويـوم
نـورپـه خندا خندا ضميرپـه چاړو وړم زمانې!
دبـې ګنـاه مـلالـوسترګـو پسرليز رنګونـه
نـورد دردونـو پـه خيرنـو پـاڼو نـه ليكمـه
دچـادمينې ترشاه پـاكې مينـه نـاكې هيـلې
دتوروكـاڼو قـاتليز محيط تـه نـه ژبـاړمــه
كه لمر راخيژي له بل لوري بس راودې خـيژې
نوردهيندارو پـيروي كـاڼـوتـه نـه منمــه
شپې دې داخپلې زورورې سترګې ښې برنـدې كړي
خوتورې پښې يې دسحر پر پاڼـونـه مـنمـه
څـوك چې معصومـې خنداګانې په ژړااړوي
زه يـې دښـمن دصـميميت اومـحبت ګنمـه
دوى د ژوندون دنزاكت په مانا نه پوهېـږي
بس لارويـان يې دظـلمت اودوحـشت ګـنمـه
چې دحيـااوشرم نـوم لاندې يـې پټ تېروي
ددې ټولنې بې مـانـې مـنفي رازونـه سپـړم
دزور او واك په تورقالب كې يې چې څه بندكړي
نور يې نړۍ ته داجاهل جاهل كـارونـه سپړم
داچـې پـه منځ دعاطفوكې لكـه اور ولاړدى
تـوكل په خداى دخداى په زوردغرورغراړوم
نـوردپښتوجـام كې اوبـه د رواجونو نـه څښم
نـور د سپېڅلي بـغاوت شـراب پـه سـراړوم
سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى