غزل
ما درته خــــــتم کړو کتـــــــاب دا پر تــــــا څه شوي دي
خــــــــو ته هيــــڅ نه وايې ځـــواب دا پر تا څه شوي دي
نور مـــــــــې د اوښــــــــــــکو بهـــــــولـــو څخه ويره وکړو
پــــام کـــــوه وړيدي دا سيـــــلاب دا پر تا څه شوي دي
لـــــــه دې نه ورستـــه يې په خداى په چاوديدو ويريږم
زړه مــــــې شو سپک لکه حبـاب داپر تا څه شـوي دي
غــــــــواړم اشنا چې دا ســــــــــــرکــــش فکر دې وتړمــه
د خپــــــــــلو زلفـــــــــو په تنـــــاب دا پر تا څه شـوي دي
پـــــــه کـــــــــاڼــــــــــي زړه کې چرته لږ رحم لرې او کنــــه ؟
زمــــــــــــا دې عمـــــر کړو خراب دا پر تا څه شــوي دي
جـــــــــــانــــــه تـــــــر څو به د رواج پر لمبو ځان سوزوې
پکـــــــــاردى ښـــــــکلى انقـلاب دا پر تا څه شـوي دي
مغــــــــــروره ! ډيـــــر د خپل غرور په نيلي وګرځيـــدې
لــــــــږ يادوه د خــــــــداى عـذاب دا پر تا څه شــوي دي
افسوس په دې چې د خالق په دومره لوى مخلوق کې
مرهــــــــــوني ته کـــــړې انتخــاب دا پر تا څه شوي دي